د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۲۹

د قلعه سیف الله کروندګر وايي، د افغان کډوالو ستنېدو یې پر کرکېله ناوړه اغېز کړی

قلعه سیف الله کوېټه
قلعه سیف الله کوېټه

د پاکستان د بلوچستان ایالت د قلعه سیف الله سیمې یو شمېر اوسېدونکي او کروندګر وايي، افغانستان ته د افغان کډوالو له ستنېدو وروسته په سیمه کې د کرنیزو کارګرانو کمښت زیات شوی او د کرنې او کرنیزو حاصلاتو کچه یې اغېزمنه کړې ده.

دوی وايي، افغان کډوالو په تېرو څلورو لسیزو کې د سیمې د کرنې په پراختیا کې مهم رول لوبولی او ګڼې شاړې ځمکې یې پر شنو باغونو او کروندو بدلې کړې وې، خو اوس د هغوی له ستنېدو سره ځینې کرنیزې ځمکې بېرته شاړې پاتې شوې دي

د قلعه سیف الله ۶۷ کلن اوسېدونکی محمد طاهر وايي، د افغان کډوالو په راتګ سره د سیمې کرنې وده وکړه او د ځايي خلکو اقتصادي وضعیت هم ورسره ښه شو.

نوموړي ازادۍ راډیو ته وویل: «دا ورانې ویجاړې ځمکې افغان کډوالو راشنې کړې. مخکې به زموږ په وچو ځمکو کې غنم کرل کېدل، چې حاصل یې هم تر ډېره پر باران پورې تړلی و. خو د افغان کډوالو له راتګ سره زموږ ځمکې آبادې شوې، وطن مو ګل ګلزار شو او زموږ د ټولنې اقتصادي او ټولنیز پرمختګ ورسره وشو.»

د بلوچستان د کرنیزو څېړنو د ادارې مشر ډاکتر محمد قاسم هم د سیمې د کرنې په پراختیا کې د افغان کډوالو ونډه مهمه بولي. نوموړی وايي، افغان کډوالو په قلعه سیف الله کې د سبزیو او بېلابېلو مېوو کرکېلې ته وده ورکړه او له دې سره د سیمې د خلکو په خوراک او اقتصاد کې بدلون راغی.

هغه ازادۍ راډیو ته وویل: «زموږ په خوراک کې د سبزیو زیاتوالی له افغان کډوالو سره ممکن شو. زموږ په سیمه کې پخوا د مېوو له ډلې یوازې انځر، انار او توت وو، خو بازار یې چندان نه درلود. د افغان کډوالو له راتګ سره په سیمه کې د سبزیو او بېلابېلو مېوو کرکېله پیل شوه، چې د خلکو پر اقتصاد یې مثبت اغېز وکړ.»

خو د سیمې اوسېدونکي وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو له پراخېدو سره د کرنیزو کارګرانو شمېر کم شوی او ځینې کروندګر نه شي کولای خپلې ټولې ځمکې وکري.

محمد طاهر وايي، پخوا به د سیمې یو شمېر کروندګرو په لسګونو اېکړه ځمکه کرله، خو اوس یې د کرلو توان کم شوی دی.

د افغان کډوالو خپل هېواد ته له ستنېدو سره د قلعه سیف الله پر اقتصاد، په ځانګړې توګه پر کرنه، ډېر بد اغېز شوی دی
محمد طاهر کروندګر

هغه وویل: «د افغان کډوالو خپل هېواد ته له ستنېدو سره د قلعه سیف الله پر اقتصاد، په ځانګړې توګه پر کرنه، ډېر بد اغېز شوی دی. اوس بزګران نه پیدا کېږي. مخکې چې د چا دېرش اېکړه ځمکه کرل کېده، اوس یې یوازې لس اېکړه ځمکه کرل کېږي.»

د بلوچستان د کروندګرو د اتحادیې مرستیال مشر او د قلعه سیف الله اوسېدونکی عبدالله موسازی هم وايي، د افغان کډوالو له ستنېدو وروسته د کرنیزو کارګرانو کمښت د سیمې پر کروندګرو او حاصلاتو ناوړه اغېز کړی دی.

د هغه په وینا، ځینې کروندګر د پخوا په پرتله لږ حاصلات ترلاسه کوي او ان د خپلو کورنیو د اړتیا وړ غنمو د برابرولو له ستونزې سره مخ دي.

نوموړي ازادۍ راډیو ته وویل: «کروندګر په خپله حیران دي. د پخوا په پرتله اوس نیم فصل هم نه شي ترلاسه کولای. د افغان کډوالو له تګ وروسته نه بزګران پیدا کېږي او نه مزدوران. د زیان یوه لویه بېلګه یې دا ده چې اوس د غنمو د خرڅلاو خبره خو پرېږدئ، ان د خپلو کورنیو لپاره هم غنم په پیسو نه شي پیدا کولای.»

د قلعه سیف الله د کروندګرو دا شکایتونه داسې مهال مطرح کېږي چې له پاکستانه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ له څو کلونو راهیسې روانه ده. د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه د اکتوبر تر درېیمې پورې شاوخوا ۷۱۵ زره او ۴۰۰ افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

په دې شمېر کې په خپله خوښه ستانه شوي او له پاکستانه ایستل شوي افغانان دواړه شامل دي. د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د بې‌اسناده بهرنیو وګړو د ایستلو لړۍ پیل کړه چې له هغه راهیسې افغانستان ته د افغان کډوالو ستنېدل هم پراخ شوي دي.

که څه هم له قلعه سیف الله څخه د ستنو شویو افغان کډوالو کره شمېر نه دی څرګند، خو د سیمې اوسېدونکي او کروندګر وايي، د هغوی له تګ وروسته د کرنیزو کارګرانو کمښت د دې لامل شوی چې ځینې ځمکې ونه کرل شي. دوی اندېښنه لري چې که دا وضعیت دوام وکړي، د مېوو او سبزیو تولید به نور هم کم شي او د سیمې د کروندګرو او نورو اوسېدونکو عایدات به ورسره راټیټ شي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG