دغه بازار چې د افغان کډوالو د پېر او پلور او راټولېدو یو مهم ځای و، د افغاني دودیزو خوراکونو، جامو او نورو توکو له امله د «وړوکي افغانستان» په نوم مشهور شوی و.
د سیمې اوسېدونکي وايي، د افغان کډوالو له ستنېدو سره نه یوازې د دوکانونو او هوټلونو کاروبارونه اغېزمن شوي، بلکې د کورونو او ځمکو بیې هم راټیټې شوې دي.
د غوثآباد اوسېدونکي حبیبالله ازادۍ راډیو ته وویل چې پخوا به په دې سیمه کې ګڼ افغان کډوال اوسېدل او د هغوی د پېر او پلور له امله به د بازار کاروبار ښه و، خو اوس یې وضعیت بدل شوی دی. نوموړي وویل: «ډېر فرق یې کړی دی. پخوا چې دلته کوم کاروبار و، ډېر افغانان دلته اوسېدل او زموږ کاروبار هم ورسره روان و. د هغوی له تلو سره کاروبارونه ډېر کم شوي دي. د کورونو او ځمکو بیې هم ټیټې شوې دي. کوم کور چې په یوه کروړ روپۍ و، اوس په شل لکه روپۍ موندل کېږي.»
کوم کور چې په یوه کروړ روپۍ و، اوس په شل لکه روپۍ موندل کېږيحبیبالله، د غوثآباد اوسېدونکی
په دغه بازار کې به پخوا افغاني دودیز خواړه، د ورځني ژوند توکي او نور افغاني محصولات پلورل کېدل. افغان کډوال به د پېرودلو ترڅنګ له خپلو هېوادوالو سره د لیدو کتو لپاره هم دې بازار ته ورتلل.
خو د سیمې دوکانداران وايي، د افغان کډوالو له ستنېدو وروسته بازار ته د پېرودونکو راتګ کم شوی او د دودیزو خوړو هوټلونه هم د پخوا په څېر کاروبار نه لري.
د غوثآباد په بازار کې یو دوکاندار حاجي سخي، چې له تېرو ۴۵ کلونو راهیسې په دې سیمه کې کاروبار کوي، وايي چې د افغان کډوالو له ستنېدو سره یې کاروبار کم شوی، خو د دوکان کرایه او نور لګښتونه یې لوړ شوي دي.
هغه ازادۍ راډیو ته وویل: «پنځه څلوېښت کاله کېږي چې دلته راغلی یم او دوکان مې نیولی دی. مخکې کاروبار ډېر ښه و، خو چې د کډوالو د ستنېدو لړۍ پیل شوه او هغوی ولاړل، کاروبار کم شو. زه خپله په دوکان کې ناست یم، خو کاروبار مې د پخوا په څېر نه دی. ګراني هم زیاته شوې او د دوکان کرایه هم راباندې لوړه شوې ده. هلته هم خلک بېروزګاره دي او کاروبار نه لري.»
د غوثآباد یو شمېر کاروباریان وايي، د دوی کاروبارونه له افغانستان او ایران سره په سوداګرۍ او د پولو له لارې په تګ راتګ پورې هم تړلي دي، خو د لارو بندېدو او د تګ راتګ محدودیتونو یې ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي. د سیمې یو بل کاروباري شاه محمد، چې له څلوېښتو کلونو راهیسې په دې بازار کې کار کوي، وايي چې د کډوالو له ستنېدو او د سوداګرۍ له کمېدو وروسته یې کاروبار له سخت رکود سره مخ شوی دی.
نوموړي ازادۍ راډیو ته وویل: «زه له څلوېښتو کلونو راهیسې دلته کار کوم. د دې سیمې د ډېرو خلکو کاروبار له افغانستان او ایران سره پر سوداګرۍ او پولو پورې تړلی دی. له کله چې د کډوالو د ستنېدو موضوع پیل شوې، کاروبار مو په ټپه درېدلی دی.»
د غوثآباد د بازار د کاروباریانو دا شکایتونه په داسې حال کې دي چې له پاکستانه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ په تېرو څو کلونو کې روانه ده. د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې د ۲۰۲۶ کال د جون تر ۱۵مې پورې دوه میلیونه او ۵۰۷ زره افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي وو.
په دې شمېر کې په خپله خوښه ستانه شوي او له پاکستانه ایستل شوي افغانان دواړه شامل دي. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، یوازې د ۲۰۲۶ کال د جون په لومړیو پنځلسو ورځو کې ۵۸ زره او ۴۶۹ افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي وو.
بلخوا، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه د اکتوبر تر درېیمې پورې ۷۱۵ زره او ۴۰۰ افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي وو.