د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۰ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۱۶

د کوټې او نورو شاوخوا ښارونو چارواکو د افغان کډوالو پر ایستلو او دې برخه کې پر همغږۍ ټینګار کړی

ارشیف. له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل
ارشیف. له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل

د بلوچستان چارواکو له هغه ځایه د افغانانو د ستنولو او د دغې چارې د لا همغږۍ په اړه تازه غونډه کړې ده. د بلوچستان د حکومت د تازه راپور لمخې، په بلوچستان کې لا هم شاوخوا ۲۳ زره افغان کډوال پاتې دي چې اوس یې هم د ایستلو عملیات روان دي.

له بلوچستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر روان دی او د ځایي حکومت له اقداماتو ښکاري چې دا چاره به لا ګړندۍ شي.

د وروستي ځل لپاره تېره اونۍ ( د سپتمبر پر ۱۶مه) په کوټه کې ځایي چارواکي سره ټول، د ستنولو چارې یې و ارزولې او د لا همغږۍ ټینګار یې وکړ.

په غونډه کې د ولسوالۍ ، پولیسو، فدرالي تحقیقاتو ادارې یا ایف ای اې، د کورنیو چارو محکمې او د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو چارواکو ګډون کړی وو.

چارواکو ویلي، په بلوچستان کې لا هم شاوخوا ۲۳ زره افغان کډوال پاتې دي او د هغوی د ستنولو لپاره د ولسوالۍ ادارې، پولیسو او ایف ای اې ګډ عملیات روان دي.

د کوټې کمشنر اړوندو ادارو ته د دغو اقداماتو د دوام او د ادارو ترمنځ د همغږۍ د لا ښه کولو لارښوونه کړې ده.

په بلوچستان کې د افغان کډوالو د ستنېدو د روان بهیر له امله، په کوټه کې ځینې پاتې افغان کډوال وايي، د نیول کېدو او افغانستان ته د ستنولو له وېرې یې عادي ژوند هم اغېزمن شوی دی.

له ازادي راډیو سره دوه افغان کډوالو د خپل وضعیت په اړه خبرې کړي، خو د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د افغان کډوالو پر ضد د پلټنو، نیولو او ستنولو د روانو اقداماتو له امله یې نه غوښتل چې نومونه او هویتونه یې څرګند شي.

په کوټه کې ميشت دغه افغان کډوال وايي، د چارواکو وروستیو څرګندونو دوی اندېښمن کړي او په ویره کې ژوند کوي. یوه هغه د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "ډېر اندېښمن کړي یو، په ویره کې یو. ژوند مو له ډېرو سختیو سره مخ دی."

بل افغان کډوال آزادۍ راډيو سره خپل احساسات شريکوي او وايي چې د نیول کېدو وېره یې تر دې حده زیاته شوې چې ان له کوره بهر نه شي وتلی."موږ دومره په ویره کې یو چې له کوره بهر نه شو وتلی، ان جومات ته هم نه شو تللی. وېره لرو چې هسې نه ونیول شو او افغانستان ته مو واستوي."

د افغان کډوالو ځینو سرچینو آزادۍ راډيو ته تائيد کړي چې د نیول کېدو وېرې د دوی روغتیايي خدمتونو ته پر لاسرسي هم اغېز کړی دی.

د دوی په خبره، ځینې افغان کډوال د دې وېره لري چې روغتون ته د ناروغ د بیولو یا د میندواره مېرمنې د حمل د څارنې لپاره روغتیايي مرکز ته د تګ پر مهال به ونیول شي، له همدې امله په ځینو مواردو کې روغتیايي مرکزونو ته په تګ کې هم بې زړه دي.

بلخوا، د پاکستان چارواکي وايي، د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر د حکومت د پالیسۍ او اړوندو احکامو له مخې ترسره کېږي.

د سپتمبر پر ۱۶مه په شوې غونډه کې هم اړوندو ادارو ته ویل شوي چې د حکومت د پالیسۍ له مخې دې د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر ته دوام ورکړي.

د بلوچستان حکومت د شمېرو له مخې، تر اوسه شاوخوا اته لکه افغان کډوال له دې صوبې څخه افغانستان ته ستانه شوي دي، چې له درې نیمو لکو څخه زیات یې له کوټې څخه ستانه شوي دي.

په داسې حال کې چې چارواکي په بلوچستان کې د پاتې افغان کډوالو د ستنولو لپاره د اقداماتو د دوام خبره کوي، په کوټه کې پاتې افغان کډوال اندېښمن دي چې د نیول کېدو وېره یې د دوی پر تګ راتګ او ورځني ژوند اغېز کړی دی.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG