تازه خبر
چهارشنبه ۴ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۰۰

په پاکستان کې د نویو ایالتونو بحث تود شوی؛ هوتي: لومړی باید اړتیا ثابته شي

 انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

په پاکستان کې د نویو ایالتونو د جوړولو بحث یو ځل بیا تود شوی دی. د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وايي، که خلک یې وغواړي، نوي ایالتونه به جوړ شي.

هغه وویل: «د نویو ایالتونو په اړه چارې تر هغه ډېرې په چټکۍ سره پر مخ ځي چې موږ یې تصور هم نه شو کولی. خلک له موږ سره ملګري دي، که د سوداګرۍ خونې غړي دي، که سوداګر دي او که کروندګر... زه ډېر هیله‌من یم چې که خلک وغواړي، نوي ایالتونه به خامخا جوړ شي.»

زه ډېر هیله‌من یم چې که خلک وغواړي، نوي ایالتونه به خامخا جوړ شي.
محسن نقوي، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر

په خیبر پښتونخوا کې د هزاره ایالت د جوړولو غوښتنه له اوږدې مودې راهیسې مطرح ده.

په بلوچستان کې هم د پښتون مېښتو سیمو د جلا ایالت جوړولو یا له خیبر پښتونخوا سره د یوځای کېدو غوښتنې وخت ناوخت راپورته کېږي.

د سیاسي مشرانو بېل نظرونه

خو په دې اړه د سیاسي مشرانو نظرونه سره توپیر لري. د خیبر پښتونخوا پخوانی اعلی وزیر امیر حیدر خان هوتي وايي، تر هر څه مخکې باید روښانه شي چې ایا هېواد په رښتیا نویو ایالتونو ته اړتیا لري که نه.

د هغه په خبره، د پاکستان له جوړېدو مخکې هم په دې سیمه کې ایالتونه موجود وو او دا هېواد له همدې اداري واحدونو جوړ شوی دی. هوتي زیاتوي، اساسي قانون د نویو ایالتونو لپاره لاره پرانیستې ده، خو لومړی باید د دې کار اړتیا ثابته شي.

هغه وايي: «موخه مو څه ده او ولې نوي ایالتونه جوړوئ؟ په هېواد کې اساسي قانون شته او په هغه کې د نویو ایالتونو د جوړولو لپاره یوه ټاکل شوې کړنلاره هم شته. لومړی باید پر اساسي قانون عمل وشي.»

هوتي زیاتوي: «دوی وايي چې د نویو ایالتونو په جوړېدو سره به واک ټیټې کچې ته ولېږدول شي، خو زه دا خبره نه منم؛ ځکه چې په اوسني سیمه‌ییز حکومتولي نظام کې هم خلکو ته لازم واکونه نه دي ورکړل شوي... که نه، د دې ګام په اخیستو سره به د هېواد ستونزې لا ډېرې شي.»

که نه، د دې ګام په اخیستو سره به د هېواد ستونزې لا ډېرې شي.
امیر حیدر خان هوتي، د خیبر پښتونخوا پخوانی اعلی وزیر

د هغه په باور، یوازې د اداري واحدونو په زیاتولو سره د عامو خلکو ستونزې نه حلېږي او پر ځای یې باید موجود سیمه‌ییز حکومتولي نظام پیاوړی شي.

د اوسېدونکو پوښتنې

د مردان اوسېدونکی زبیر خان هم د دې طرحې په اړه پوښتنې لري. هغه وايي، لا څرګنده نه ده چې د اداري وېش له بدلون سره به عامو خلکو ته څومره ګټه ورسېږي.

هغه وايي: «فدرالي حکومت غواړي چې په هغو سیمو کې چې کانونه شته، خپل واک ټینګ کړي او نور خلک به همداسې له واکه لرې پاتې شي. د نویو ایالتونو د اداري جوړښت لپاره به هم ډېرې پیسې ولګېږي.»

د زبیر خان په خبره، د هر نوي ایالت لپاره به جلا ادارې او دفترونه جوړېږي، نو غوره ده چې دا بودیجه د خلکو د هوساینې او پرمختیايي چارو لپاره ولګول شي.

هغه دا احتمال هم مطرح کوي چې د دې بهیر تر شا سیاسي او اقتصادي ګټې پرتې وي او وايي، د کانونو لرونکو سیمو د واک او طبیعي سرچینو د کنټرول موضوع باید وڅېړل شي.

د پېښور اوسېدونکی محمد جمال بیا وايي، د نویو ایالتونو تر جوړولو مهمه دا ده چې حکومت د هېواد اقتصادي او امنیتي ستونزو ته پام وکړي. د هغه په اند، له ګاونډیو هېوادونو سره خرابې اړیکې هم د پاکستان له مهمو ننګونو څخه دي.

محمد جمال وايي: «زموږ سوداګري، که له افغانستان سره ده، که له هند سره او که له نورو هېوادونو سره، په ټپه ولاړه ده. باید بېرته فعاله شي او صادرات زیات شي. د اتلسم اساسي قانوني تعدیل له مخې، ایالتونو ته ورکړل شوې خپلواکي باید عملي شي.»

د پاکستان د اساسي قانون د ۲۳۹مې مادې له مخې، د نوي ایالت د جوړولو لپاره د اساسي قانون تعدیل اړین دی. د دې کار لپاره باید د پارلمان په دواړو جرګو او د اړوند ایالت په اسمبلۍ کې دوه پر درېیمه اکثریت ترلاسه شي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

​
XS
SM
MD
LG