د نړیوال بانک په یوه تازه راپور کې ویل شوي چې د پاکستان د لارو له تړل کېدو وروسته افغانستان توانېدلی چې د خپلو وارداتو ډېره برخه د ایران او منځنۍ اسیا له لارې پوره کړي، خو د دغه هېواد صادرات، په ځانګړي ډول تازه کرنیز محصولات، له پام وړ کموالي سره مخ شوي دي.
د نړیوال بانک د «افغانستان د پراختیا تازه راپور» له مخې چې د نومبر په ۱۸مه خپور شوی، د ۲۰۲۶ کال له اپرېل څخه تر سپټمبر پورې د افغانستان د وارداتو ارزښت ۶.۶ میلیارده ډالرو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې پرتله ۲.۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
خو په همدې موده کې صادرات ۱۵.۱ سلنه کم شوي او ۶۶۷ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.
د پاکستان د لارو بندېدو د افغانستان سوداګریزې لارې په څرګند ډول بدلې کړې دي.
د افغانستان په وارداتو کې د پاکستان ونډه له ۲۰.۱ سلنې څخه ۰.۳ سلنې ته راکمه شوې او پر ځای یې ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونه د توکو د برابرولو پر مهمو لارو بدل شوي دي.
اوس د افغانستان شاوخوا ۹۷ سلنه واردات د همدې دوو لارو کېږي.
خو د بدیلو لارو کارول بېلګښته نهدي؛ د لارو اوږدېدل او د سوداګریزو لارو او لېږد رالېږد د ظرفیت محدودیتونو د توکو د لېږد لګښتونه لوړ کړي دي.
د پاکستان د لارو بندېدو د افغانستان سوداګریزې لارې په څرګند ډول بدلې کړې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سلاکار خانجان الکوزي ازادي راډیو ته ویلي، افغانستان د تازه مېوو د صادراتو له لارې ډېر عاید ترلاسه کوي او د پاکستان د لارو د بندېدو له امله سوداګرو ته درانه زیانونه اوښتي دي.
نوموړي ویلي: "موږ هم زیانمن شوي یو او پاکستان هم. د افغانستان صادرات ۱۵ سلنه کم شوي دي. د پاکستان له بندېدو وروسته زموږ توکي د ایران او منځنۍ اسیا د هېوادونو له لارې روسیې، ترکیې او چین ته صادرېږي، خو د پاکستان له لارې یې لېږد اسانه و. اوس دا امکان نهشته. په افغانستان کې د مېوو او سبزیو بیې راټیټې شوې دي او پاکستان هم د لارو د تړل کېدو له امله زیانمن شوی دی. هیله لرو چې د دواړو هېوادونو حکومتونه دې موضوع ته پام وکړي او د حللارې د موندلو لپاره اقدام وکړي."
الکوزي خبرداری ورکړی چې که دغه وضعیت دوام وکړي، د دواړو هېوادونو سوداګرۍ او خلکو ته به لا ډېر زیانونه واوړي.
د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد تاج محمد تلاش هم وايي چې د لارو بندېدو دواړو هېوادونو ته زیان اړولی، خو پاکستان لا ډېر تاوان کړدی دی.
نړیوال بانک خبرداری ورکوي چې د ایران د لارو یا د افغانستان د شمالي لارو هر ډول ګډوډي د خوراکي توکو، سونګ توکو او کیمیاوي سرو د برابرولو بهیر له ستونزو سره مخامخ کولای شي.
ارشیف، د پاکستان د صادراتي سوداګریز توکو کاروان چې افغانستان ته د تګ اجازه نهلري او د چمن-سپين بولدک ترمنځ درول شوی.
د پاکستان د لارو تر بندېدو مخکې دغه هېواد د افغانستان له مهمو سوداګریزو بازارونو او د صادراتو له لارو څخه و.
د نړیوال بانک د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ مالي کال په لومړۍ نیمایي کې د افغانستان ۴۳.۷ سلنه صادرات چې ارزښتیې ۳۴۴ میلیون ډالرو ته رسېده، پاکستان ته یا د دغه هېواد له لارې لېږدول کېدل.
په دغو توکو کې تر ډېره تازه مېوې او سبزیجات، سکاره او پنبه شامل و.
د دې لارې له تړل کېدو وروسته، د ۲۰۲۶ مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۴۹۰ زره ټنه تازه کرنیزو محصولاتو خپل بازار له لاسه ورکړ.
بدیلې لارې یوازې د تازه مېوو د صادراتو د کمښت شاوخوا ۹ سلنه جبرانولی شي او د سبزیو د صادراتو لپارهیې اغېزمن بدیل نهدی برابر کړی.
تر دې مخکې د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر هم ویلي و چې پاکستاني سوداګرو د لارو د بندېدو په موده کې د صادراتو او وارداتو په برخه کې شاوخوا ۲.۵ میلیارده ډالره زیان لیدلی دی.
د صادراتو د کمېدو ترڅنګ، د وارداتو او صادراتو ترمنځ لوی توپیر هم د افغانستان د اقتصاد له مهمو ستونزو څخه دی.
د نړیوال بانک د راپور له مخې، د افغانستان د وارداتي توکو ارزښت د صادراتو نږدې اته برابره دی.
دغه تشه د بهرنیو مرستو، د پیسو د لېږد او نورو مالي سرچینو له لارې پوره کېږي.
ارشیف، د افغانستان او پاکستان د وارداتي او صادراتي سوداګریزو توکو کاروانونه
نړیوال بانک د افغانستان د سوداګرۍ د زیانونو د کمولو لپاره د سوداګریزو لارو پر پراختیا، د منځنۍ اسیا له لارې د توکو د لېږد پر اسانتیا او په شمالي او لوېدیځو لارو کې پر پانګونې ټینګار کړی دی.
دغه بنسټ همداراز د غنمو، سونګ توکو او کیمیاوي سرو د زېرمو د جوړولو، د لېږد رالېږد او له پولو څخه د تېرېدو د لګښتونو د کمولو او بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو او سرو د برابرولو سپارښتنه کړې ده.
د اوبو لګولو د سیستمونو ښه کول، د کارموندنې په پروژو کې پانګونه او ښځو ته د زدهکړو او کار زمینه برابرول هم د دغه راپور له نورو وړاندیزونو څخه دي.
نړیوال بانک د پاکستان د لارو بیا پرانیستل د افغانستان د تازه مېوو، سبزیو او سکرو د صادراتو د بېرته پراختیا لپاره یو فرصت بولي.
د دغه بنسټ په باور، د لارو پرانیستل به د وارداتي توکو د لېږد لګښتونه هم راکم او ګمرکي عواید به زیات کړي.
د راپور موندنې ښيي چې افغانستان تر ډېره بریالی شوی چې د خپلو وارداتو لارې بدلې کړي، خو په ځانګړي ډول د تازه او ژر خرابېدونکو محصولاتو لپاره د پاکستان د بازار بدیل موندل ډېر ستونزمن دي.
دا موضوع څرګندوي چې یوازې د وارداتو لپاره د نویو لارو موندل بسنه نهکوي، بلکې د صادراتو بازارونو ته دوامداره لاسرسی هم د افغانستان د اقتصاد لپاره بنسټیز ارزښت لري.