د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۱۷

د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتو، د ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو اوسېدونکي له ځاني او مالي زیانونو سره مخ کړي دي

د خوست ښار کې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو بېځایه شوې کورنۍ؛  انځور له ارشیف څخه
د خوست ښار کې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو بېځایه شوې کورنۍ؛ انځور له ارشیف څخه

د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سرحدي نښتو ډیورنډ کرښې ته د څېرمه سیمو د اوسېدونکو ژوند له خطرونو او ستونزو سره مخ کړی دی. د ځینو کورنیو غړي وژل شوي او دوکانداران او سوداګر هم له مالي زیانونو او د عوایدو له کمښت شکایت کوي.

شمس‌الله دی، د ننګرهار ولایت اړوند ډیورنډ کرښې څېرمه یوې سیمې اوسېدونکی. جګړو د هغه او د کورنۍ د غړو له سترګو یې خوبونه تښتولي دي.

شمس‌الله ازادي سره په خبرو کې وویل، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د نښتو پر مهال یې د کورنۍ څو غړي وژل شوي.

ده زیاته کړه: «زموږ کور کرښې ته ډېر نږدې دی. د شپې د جګړې له امله دښتو ته ځو او سهار بېرته کور ته راګرځو. کورونه ویجاړ شوي، زموږ پر کور هم مرمۍ لګېدلې دي او په دیوالونه مو ټول د مرمیو نښې دي. ان د لمریزې برېښنا تختې مو هم ویجاړې شوې دي. جګړې ډېر ستړي کړي یو.»

هغو کورنیو ته چې په دې سیمو کې ژوند کوي، جګړه یوازې د چاودنو او ډزو غږونو نه دي؛ بلکې د کورنۍ د غړو د وژل کېدو وېره، کورونو ته د زیان رسېدو اندېښنه او د کافي عاید نشتوالی هم د دوی د ورځني ژوند برخه ګرځېدلې ده.

د شپې د جګړې له امله دښتو ته ځو او سهار بېرته کور ته راګرځو.
شمس‌الله دی، د ننګرهار ولایت ډیورنډ کرښې څېرمه سیمې اوسېدونکی


د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ ځینې کورنۍ وايي، چې کرښې په اوږدو جګړو د مالي زیانونو ترڅنګ ځاني تلفات هم ور اړولي دي.

له دې ډلې محمد ابراهیم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

«زموږ کور کنډک ته نږدې دی. زما مور، خور او ورور په کور کې شهیدان شول. دوه ماشومان ټپیان شول او روغتون ته مو ولېږدول. په بولدک کې یې درملنه وشوه، خو زموږ د کورنۍ درې نور غړي شهیدان شول.»

د نښتو اغېزې یوازې کورونو او کورنیو پورې محدودې نه دي پاتې شوې. کرښې ته څیرمه د یو شمیر سیمو اوسېدونکي وايي، ناامنۍ د دوی پر کار او ورځني عاید هم اغېز کړی دی.

د پکتیا ولایت د ډنډپټان ولسوالۍ اوسېدونکی نورالله چې نانوایي لري، وايي چې میاشتنی عاید یې کم شوی دی: «له پاکستان سره جګړو پر موږ ډېر فشار راوړی دی. زموږ کارونه کم شوي. پخوا مې عاید ډېر ښه و، خو اوس په میاشت کې یوازې له ۲۰ زرو څخه تر ۳۰ زرو افغانیو پورې عاید لرم.»

نصیر احمد، چې د دې سیمې یو دوکاندار دی، هم وايي، په تېرو نښتو کې یې دوکان ویجاړ شوی او مالي زیان یې لیدلی دی: «په تېرو نښتو کې مې په خپل دوکان کې ډېر زیان ولید. دوکان مې ویجاړ شو او نږدې دوه یا دوه نیم لکه افغانۍ تاوان راورسېد.»

د کورنیو او کسبګرو د زیانونو ترڅنګ، سوداګر هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د ګډوډېدو او د توکو د لېږد د لګښتونو له زیاتوالي شکایت کوي.

افغان سوداګر عبدالحبار صافي وايي، د لارو تړل کېدو پر سوداګریزو فعالیتونو او د بزګرانو او بڼوالو پر معیشت هم منفي اغېز کړی دی: «لکه څنګه چې پوهېږئ، له پاکستان سره زموږ سوداګري له ستونزو سره مخ شوې ده، ځکه لارې تړل شوې دي. سمه ده چې د خپلو توکو د لېږد لپاره نورې لارې هم کاروو، خو اړ یو چې اضافي لګښتونه ورکړو. زموږ ډېری بڼوال او بزګران زیانمن شوي دي.»

د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو نښتو، د امنیتي پایلو ترڅنګ، د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې، د کورنیو د بې‌ځایه کېدو او د سوداګرۍ د ګډوډېدو په اړه هم اندېښنې زیاتې کړې دي.

د دې سیمو ډېری اوسېدونکي د خپل ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره پر کرنې، کوچنیو کاروبارونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګریزې راشه درشې تکیه لري. له همدې امله، ناامني او د لارو تړل کېدل کولای شي د دوی عاید کم او د توکو د لېږد لګښتونه زیات کړي.

خو پوځي شنونکي په افغانستان کې پر ملکي وګړو د پاکستان بریدونه د بشري اصولو خلاف او د افغانستان د هوايي حریم نقض بولي. پوځي شنونکي احمد خان اندر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: «پاکستان د بشري او نړیوالو اصولو خلاف زموږ د هېواد هوايي حریم نقضوي او ډیورنډ کرښې ته څیرمه پر کورونو بمبارۍ کوي. د خلکو کارونه او کورونه یې زیانمن کړي دي. هیله لرم چې نړیواله ټولنه او افغانستان او پاکستان دواړه هېوادونه د دې کار مخه ونیسي او زیانمنو خلکو ته تاوان ورکړي.»

خو د پاکستان حکومت وايي، چې د دوی بریدونه د وسله‌والو ډلو مورچلې په نښه کوي. په همدې حال کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت دفتر (یوناما) وايي، د تېر کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه د روان میلادي کال د سپټمبر تر پایه، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوی په خبره، د سرحدي نښتو په پایله کې ۵۱۲ کسان وژل شوي او ۱،۲۳۶ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د یوناما د درې‌میاشتني راپور له مخې، د روان کال د جولای له لومړۍ نېټې څخه د سپټمبر تر ۳۰مې نېټې پورې، پاکستاني ځواکونو ته منسوبو هوايي بریدونو کې د کونړ، هلمند او پکتیکا ولایتونو لږ تر لږه ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

یوناما په دې راپور کې د سپټمبر میاشتې څو پېښو ته اشاره کړې ده، چې په هغو کې، د ښځو او ماشومانو په ګډون، ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

دغه راپور چې د دې سازمان د بشري حقونو څانګې چمتو کړی او د پنجشنبې په ورځ، د میزان په ۲۳مه خپور شوی دی. په کې د سرحدي نښتو له امله د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې ترڅنګ، نور موضوعات هم څېړل شوې دي. د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سرحدي امنیت او د وسله‌والو ډلو د شتون په څېر موضوعاتو پر سر ترینګلتیاوې څو ځله د نښتو او د سرحدي لارو د تړل کېدو لامل شوې دي.

اسلام‌اباد طالبان تورنوي چې د افغانستان په خاوره کې د پاکستان ضد وسله‌والو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي توان نه لري؛ خو د طالبانو حکومت دا تورونه په څو ځلي رد کړي دي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG