د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۴ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۰۹

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ کړکېچ سوداګریز فعالیتونه له ننګونو سره مخ دي

ارشیف، د ډیورند پر کرښه د تورخم دروازې ته نږدې د سوداګریزو توکو ولاړې لارۍ
ارشیف، د ډیورند پر کرښه د تورخم دروازې ته نږدې د سوداګریزو توکو ولاړې لارۍ

د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ ناحل شویو شخړو د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر سوداګرۍ اغېز کړی.

د دواړو خواوو سوداګر د تورخم لارې د پرانیستل کېدو غوښتنه کوي.

د اوړي په موسم کې د پاکستان بازارونو ته له افغانستانه تازه مېوه او ترکاري صادرېده.

په افغانستان کې د تازه مېوو د مارکېټ مشر اختر محمد احمدي وايي، له کله چې د تورخم دروازه تړل شوې د تازه مېوو بیې ۵۰ سلنه راښکته شوې دي.

له کله چې د تورخم دروازه تړل شوې د تازه مېوو بیې ۵۰ سلنه راښکته شوې دي.

هغه د جمعې په ورځ د (سپټمبر ۴مه) ازادي راډيو ته وویل: "سږکال د تازه مېوو بیې ډېرې ټيټې دي، د کابل په بازارنونو کې د ۷ کیلو انګورو بیه له ۸۰ افغانیو ۴۰ او د ۷ کیلو مڼو بیه له ۱۰۰ افغانیو ۵۰ افغانیو ته راښکته شوې، همدارنګه د انځیرو، زردالو او ناکو بیې هم ۵۰ سلنه راښکته شوې دي."

د هغه په ټکو، یو شمېر سوداګرو د انګور حاصلات د ایران له لارې پاکستان ته صادر کړل، خو په لار کې خراب شول.

ارشیف، د ډیورند پر کرښه د تورخم دروازې ته نږدې د سوداګریزو توکو ولاړې لارۍ
ارشیف، د ډیورند پر کرښه د تورخم دروازې ته نږدې د سوداګریزو توکو ولاړې لارۍ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د ګډې خونې د مدیره هیئت لومړي مرستیال محمد یونس مومند ازادي راډيو سره خبرو کې وویل: "اصلي خبره دا ده چې افغانستان او پاکستان د یو بل له بازارونو ګټه اخلي او د لارو تړلي پاتې کېدل د دواړو خواوو په ګټه نه‌دي. افغانستان بدیلې لارې پیدا کړي، که څه هم دا لارې اوږدې دي، خو هڅه مو دا ده چې یوازې په یوه لار اتکا ونه‌کړو او نورې بدیل لارې پیدا کړو."

بل‌پلو، پاکستاني سوداګر هم د تورخم لارې د بندېدو له کبله د تاوانونو خبره کوي.

د پاکستان د سوداګرۍ خونې غړی سید حسین جواد کاظمي وايي، د امنیت تأمین د سوداګرۍ په وده کې مرسته کوي.

هغه ازادي راډيو سره خبرو کې وویل: "که چېرته امنیت نه‌وي سوداګري له ډېرو ستونزو سره مخ وي، موږ د امنیت د تأمین غوښتونکي یو، ځکه په امن کې سوداګري وده کوي."

د تورخم لارې د بندېدو له کبله د پاکستان خوا سوداګرو ته ۲،۵ میلیارده ډالره تاوان اوښتی.

د خیبر د سوداګرۍ او صنایو خونې مشر یوسف افریدي د پنجشنبې په ورځ د (سنبلې ۱۲مه) په یوې خبري ناسته کې ویلي و چې د تورخم لارې د بندېدو له کبله د پاکستان خوا سوداګرو ته ۲،۵ میلیارده ډالره تاوان اوښتی چې ۱،۶۴۴ میلیارده ډالره د صادراتو او ۸۱۷ میلیارده د وارداتو په برخه کې دی.

له دې وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي و چې د تورخم دروازې له تړل کېدو وروسته افغان سوداګرو ته په میلیونو ډالرو تاوان اوښتی دی.

ارشیف، د ډیورند پر کرښه د تورخم دروازې ته نږدې د سوداګریزو توکو ولاړې لارۍ
ارشیف، د ډیورند پر کرښه د تورخم دروازې ته نږدې د سوداګریزو توکو ولاړې لارۍ

همدارنګه نړیوال بانک د روان کال په مارچ میاشت کې د سوداګرو پر مخ د تورخم دروازې له تړل کېدو وروسته په یو راپور کې وویل چې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ راهیسې د افغانستان په صادراتو کې ۱۲۴ میلیونه ډالره کمښت راغلی دی.

یو شمېر پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د پنجشنبې په ورځ په پېښور کې د "افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د هواري او په سیمه کې امن او متقابل تفاهم" په نوم ناسته کې د سوداګرو په ګډون خبریالانو او سیاستوالو د پاکستان له حکومته غوښتي چې سیاست او سوداګري سره ګډه نه‌کړي او له طالبانو سره روانې شخړې د خبرو له لارې حل کړي.

د "ډي نیوز" د راپور له مخې، سوداګرو او سیاستوالو له حکومته غوښتي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې باید د پانګونې او اقتصادي ګټو پر اساس ولاړې وي.

افغان سوداګر او د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی مخلص احمد وايي، د سوداګرو د تاوانونو د مخنیوي په هدف باید د تورخم دروازه خلاصه شي.

د سوداګرو د تاوانونو د مخنیوي په هدف باید د تورخم دروازه خلاصه شي.

هغه ازادي راډيو ته وویل: "سوداګري باید د سیاست قرباني نه‌شي، که چېرته د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي یا امنیتي ستونزې رامنځته کېږي باید سوداګریزې لارې ونه‌تړل شي. د سوداګریزو لارو د پرانیستل کېدو سربېره باید داسې یو مېکانیزم رامنځته شي څو د سیاسي اختلافاتو په صورت کې دا لارې ونه‌تړل شي."

خو د پاکستان حکومت د لارو تړل سوداګریزه موضوع نه‌ګڼي.

اسلام‌اباد وايي چې تر هغه به تورخم دروازه د سوداګرۍ او تګ راتګ پر مخ خلاصه نه‌کړي څو کابل د پاکستان د امنیتي اندېښنو په اړه لیکلي او باوري تضمینونه وړاندې نه‌کړي.

د تورخم تړل شوې دروازه
د تورخم تړل شوې دروازه

پاکستان په ځلونو په افغانستان کې له واکمنو طالبانو غوښتي چې پرېنه‌ږدي افغان خاروه د پاکستان پر ضد وکارول شي.

د طالبانو حکومت بیا په ځلونو د پاکستان دا ادعاوې رد کړې دي.

چین په دې وروستیو کې هڅې کړي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د حلولو لپاره منځګړیتوب وکړي.

پاکستان د چین د دغو هڅو هرکلی کوي، خو پر امنیتي تضمینونو یې ټینګار کړی دی.

د تورخم دروازه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مسافرو د تګ راتګ او سوداګرۍ له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي.

دا دروازه د منځنۍ او جنوبي اسیا هېوادونه سره نښلوي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG