د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۵۶

د افغانستان -پاکستان د سوداګرۍ پر مخ د لارو بندېدو د دواړو هېوادونو سوداګرو ته میلیونونه ډالر تاوان اړولی

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مهمو سوداګریزو لارو کابو اته میاشتو بندېدو د دواړو هېوادونو سوداګرو او ټرانسپورټرانو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

څو سوداګرو ازادي راډیو ته وویل چې په دومره موده کې زرګونه ټنه سوداګریز توکي په لارو کې د بندښت له امله ضایع شوي، د ټرانسپورت لوړ لګښتونه پرې راغلي او سلګونه کار و باریان یې اوزګاره شوي دي.

افغان سوداګر حاجي عبدالاحد چې پاکستان ته او له هغې لارې منځنۍ اسیا ته یې د تازه او وچې مېوې صادرات کول، د پنجشنبې په ورځ «د غبرګولي په ۲۸مه» یې ازادي راډیو ته وویل:

“واضح خبره ده چې ډېر بد تاثیرات یې کړي، موږ صادروونکو او واردوونکو سوداګرو یې سخت حالت کې راوستي یو، شخصاً ما ته له دې امله میلیونونه ډالر زیانونه رارسېدلي دي،که د افغانستان سوداګر دي که د پاکستان، د دې لارې بندېدل د دواړو په ضرر تمامه شوې،زموږ لپاره پاکستان او د پاکستان لپاره افغانستان د (سوداګرۍ) ارزانترینه مارکېټ دی،هیله من یو چې د دواړو لورو حکومتونه یوه حل لاره سره ولټوي که نه د دواړو خواوو سوداګرو او بزګرانونو ته به سختې پایلې ولري.”

خو دا وضعیت یوازې افغانستان لوري ته نه؛ بلکې پاکستان اړخ کې یې هم ګڼ سوداګر او تجارت یې اغېزمن کړي دي.

پاکستاني سوداګر او د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ لپاره د مشورتي سرحدي خونې مشر شاهد حسین هم د «د غبرګولي په ۲۸مه» ازادي راډیو ته وویل:

“دېخوا په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا ایالت چې زښته زیات سوداګر افغانستان سره پر سوداګرۍ بوخت وو، ټول بې کاره شوي،له پنځوس سلنې زیات توکي او مالونه مو لارو کې له منځه تللي چې اکسپایرې یې لرله، خراب شوي،د سوداګرو سرمایې ضایع شوي،بلخوا په ترانسپورټ برخه کې مو چې کوم توقف راغلی، د هغه (فیس) پر سوداګرو راغلی،چې له امله یې په دې لړ کې ډېر ستونزې او شخړې رامنځته شوې، هم سوداګر او هم ترانسپورتران یې ستونزو سره مخ کړي دي،د افغان سوداګرو سرمایې دلته پاکستان کې او د پاکستاني هغو هلته افغانستان کې بندې پاتې دي،ما ته شخصا تر شپږ لکو ډالرو ډېر زیان رارسېدلی دی.”

شاهد حسین وایي،له ۲۲ کلونو راهیسې افغانستان سره د سمنټو سوداګري کوي او لکونه ډالر پانګه یې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې بنده ده.

د افغانستان او پاکستان لارې کې د ځینو ترانسپورتي شرکتونو مسولین او چارواکي هم وایي په تېره دې

هره میاشت له یو تر یو نیم لکه افغانیو هر یو موټر چلوونکي ته زیان رسېدلی

موده کې له ۱۲ زره تر ۱۴ زره ټرانسپوراتران بې کاره شوي چې هر یوه ته یې په میاشت کې زرګونه افغانۍ تاوارنونه رسېدلي دي.

په تورخم کې د باروړونکو ټرانسپورتي شرکتونو د اتحادیې مشر نوراغا خوږیاڼي په دې اړه د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

“هره میاشت کې له یو تر یو نیم لکه افغانیو هر یو موټر چلوونکي ته زیان رسېدلی، ځکه موږ میاشت کې له پاکستانه درې څلور پېرې راتاوولې،موږ دې لاره کې له ۱۲ تر ۱۴ زره هغه لارې درلودې چې اسناد یې رسما د سفارت او قونسلګرۍ له لارې پاکستان ته سپارل شوي و،نو اوس هغه ټول ولاړ دي، اوس د افغان سوداګرو اوه اته زره کانټینره د کراچۍ بندر کې ولاړ دي.”

د یادونې ده چې تورخم کې د ځینو ترانسپورتي شرکتونو مشرانو د پنجشنبې په ورځ «د غبرګولي په ۲۸مه» د ځینو ویډیوګانو په شریکولو وویل چې د طالبانو حکومت د افغانستان خاوره کې په سوداګریزو توکو بار دوو بند پاتې کانټینرونو ته پرېښودو اجازه ورکړه او پاکستان ته ورسېدل.

خو طالبانو رسما په دې اړه څه نه دي ويلي.

اقتصادي کارپوهان خبرداری ورکوي چې د پاکستان او افغانستان لارو اوږدمهاله تړل کېدو او پر سوداګرۍ بندیز که څه هم له مالي اړخه دواړه هېوادونه اغیزمن کړي خو په خبره یې افغانستان یې له خپل ټرانزیټ حق چې په نړیوالو کنوانسیونونو کې ورکړل شوی او پاکستان لاسلیک کړي، محروم کړی دی.

د اقتصادي چارو پوه بشیر دودیال په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې د دې وضعیت دوام به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم نور هم راکم کړي، د دولتونو عواید کم او خصوصي سکټور له لا ډېرو اقتصادي فشارونو سره مخ کړي.

ده وړاندې زیاته کړه:

“که څه هم افغانستان له پاکستان سره د تجارت د حجم له اړخه متوازن نه بلکې له دې امله په بهرني تجارت کې له کسر سره مخامخ دی، معنا دا چې پاکستان ته زموږ صادرات کم خو واردات مو ترې ډېر وو،خو بیا هم ورته ضرورت دی،دا باید بیرته دوام پیدا کړي ځکه دواړه لوري ورته اړتیا لري،مهمه خبره دا ده له هغه مهاله چې د دواړو خواوو تر منځ لارې تړل شوي د افغانستان د ټرانزیټ حق سوځېدلی، پاکستان حق نه لري چې د افغانستان مالونه چې کراچۍ یا واګه بندرونو کې دي، بند کړي، خدای دې وکړي دواړه خواووې پر خلکو زړه وسوځوي او خپل سیاسي او استخباراتي مسایل سوداګرۍ او اقتصاد پورې ونه تړي.”

راپور کې مرکه شوي سوداګر او ترانسپورتران له دواړو حکومتونو غوښتنه کوي چې ژر تر ژره د ولس او سوداګرو غږ واوري او د دواړو طرفونو سوداګرۍ پرمخ د سوداګرۍ او تګ راتګ لارې پرانیزي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر ولرو خو د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب او د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تر دې وړاندې د ۲۰۲۵ کال په اکټوبر میاشت کې ویلي و چې د دوی حکومت به تر هغه د پاکستان پر مخ هېڅ ډول ټرانزیټي او د سوداګرۍ لارې نه پرانیزي چې څو یې په خبره یې، پاکستان دوی ته د دې تظمین نه وي کړی چې د سوداګرۍ لارې به د سیاسي او نظامي ستونزو له امله نه تړي.

د یادونې ده چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له پاکستان سره د افغانستان ترانزیتي لارې د تېر ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په لسمه نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ له نښتو وروسته د پاکستاني چارواکو له خوا بندې شوې.

خو وروسته بیا د طالبانو حکومت د دې لارو له بیاپرانیستو سره مخالفت وکړ او ویې ویل چې دا لارې به یوازې هغه مهال خلاصې شي چې پاکستان دا تضمین ورکړي چې بیا به یې په دې او هغه پلمه نه بندوي.

تر دې وړاندې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو له امله د تورخم، سپین بولدک-چمن، غلام خان، خرلاچي او انګور اډې بندرونه په مکرر ډول د پاکستان لخوا بند شوي چې وروسته یې د دواړو خواوو سوداګرو ته لکونه ډالر زیانونه اړولي.

خواوو سوداګرو ترمنځ یې اندیښنې راپارولې دي.

اوس مهال له پاکستانه د تورخم او چمن - سپین بولدک له لارې افغان کډوال بیرته افغانستان ته استول کېږي.

که څه هم د افغانستان او پاکستان د دې ستونزو د حل لپاره د دواړو خواوو حکومتونو په دوحه، استانبول او ریاض کې سره مذاکرې هم وکړې او که څه هم پر اوبند یې موافقه وکړه خو د سوداګرۍ په برخه کې یې بیا کومه پایله یې ورنه کړه.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG