د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۵۱

پاکستاني رسنۍ وايي، طالبانو په افغانستان کې ایسارو لاریو ته پاکستان ته د تلو اجازه ورکړې

په داسي حال کې چې د افغانستان پر درو ولایتونو د پاکستان د هوايي بریدونو له کبله د دوو هیوادونو ترمنځ ترینګلتیا یو وار بیا زیاته شوې، پاکستاني رسنیو پرون راپور ورکړ چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې بندو پاتې پاکستانی لاریو ته اجازه ورکړې چې پاکستان ته لاړې شي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې افغانستان موافقه کړې څو هغه پاکستانۍ لارۍ بېرته خپل هېواد ته ستنې شي چې د تېر کال په اکتوبر کې د تورخم دروازې له تړل کېدو وروسته د افغانستان په خاوره کې ایسارې شوې وې.

د راپورونو له مخې، دا پرېکړه د طالبانو د حکومت د پېښور قونسل جنرال حافظ محب‌الله او د پېښور د کمېشنر ترمنځ له وروستیو خبرو وروسته شوې ده.

ویل کېږي چې دا اقدام د تورخم په مهمې سوداګریزې لارې کې د ترانسپورتي ستونزو د حل لپاره د روانو هڅو برخه ده.

که څه هم د طالبانو چارواکو تر اوسه په رسمي ډول دا موضوع نه ده تایید کړې، خو د افغانستان ـ پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه اټکل کوي چې نژدې ۱۵۰۰ لارۍ لا هم بندې پاتې دي.

د معلوماتو له مخې، په دغو لاریو کې ځینو د منځنۍ اسیا هیوادونو ته د پاکستان ترانزیتي توکي لېږدول.

دا په داسي حال کې ده چې پرون د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي و چې پاکستان د کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو په ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

طالبانو دا هم ویلي چې په دغو بریدونو کې ۱۳ کسان، چې ۱۱ ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي دي.

خو له بلې خوا د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ ویلي چې د پاکستان پوځ د افغانستان په خاوره کې څلور هدفونه له منځه وړي دي او ۲۶ وسله‌وال وژل شوي دي.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ وویل، دغه بریدونه په پاکستان کې د وروستیو ترهګریزو پېښو په ځواب کې شوي او د سرحدي سیمو هغه پټنځایونه او مرکزونه یې په نخښه کړي چې د ده په وینا وسله‌وال ترې کار اخلي. هغه زیاته کړه چې په ویشتل شویو ځایونو کې یو روزنیز مرکز او د مهماتو یوه زېرمه هم شامله وه.

تارړ وویل: «پاکستان تل په سیمه کې د سولې او ثبات د ساتلو هڅه کړې، خو د خپلو وګړو خوندیتوب او امنیت ورته لومړیتوب لري.»

د سیاسي چارو افغان شنونکی او پخوانی دیپلومات امیر ګران وايي، پاکستان ته پکار ده چې د ټي ټي پي او نورو وسله والو خلاف په خپله خاوره کې مبارزه وکړي. د ده په وینا دا ډلې په پاکستان کې په ښکاره ګرځي:

«د ټي ټي پي رهیران په خپله وايي چې دوی په قبایلي سیمو کې خپل سنګرونه لری، خپل مورچلونه لري او د پاکستان د پوځ په ضد باندې په تیرا، باجوړ، شمالي او جنوبي وزیرستان او دغسي په نورو سیمو کې فعالیت کوي. په بلوچستان کې هم له ماښام څخه وروسته د پاکستان پوځ یا امنیتي ځواکونه نه شي کولی چې په بازارونو کې ازادانه وګرځي.»

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې پر افغانستان تور لګوي چې د پاکستان ضد وسله‌والو ډلو ته پناه ورکوي، خو د طالبانو حکومت دا ادعاوې ردوي.

تازه تاوتریخوالی د فبرورۍ له خونړیو سرحدي نښتو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړنی لوی پوځي کړکېچ بلل کېږي. دواړو لورو د تېر کال په اکتوبر کې له څو اوونیو جګړو وروسته پر اوربند هوکړه کړې وه.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG