کوېټه د وچې مېوې د سوداګرۍ له مهمو مرکزونو څخه ده چې د افغانستان او ایران ترڅنګ د پاکستان له بېلابېلو سیمو هم ورته وچه مېوه راوړل کېږي. په دغه ښار کې انځر، بادام، چارمغز، پسته، چلغوزي، ممیز او د وچې مېوې نور ډولونه پلورل کېږي، چې د ژمي په موسم کې یې پېرودونکي زیاتېږي.
د کوټې د وچې مېوې د سوداګرو د ټولنې مشر نعمتالله خان ترین وايي، له افغانستان سره د سوداګریزو لارو اوږدمهالي بندښت او له ایران سره د سوداګرۍ ستونزو دغه بازار اغېزمن کړی دی.
هغه ازادۍ راډیو ته وویل: «زموږ دا منډۍ چې ده، دا د اسیا غټه منډۍ ده... بدبختانه د یو کال نه د افغانستان بارډر بند دی او د ایران سره چې کوم حالات جوړ شوي، مالونه ډېر کم راځي. لارې سختې دي، تعریفې زیاتې شوې او نرخونه بې انتها پورته شوي دي.»
سوداګر وايي، پخوا به له افغانستان څخه د چمن او نورو سرحدي لارو په وسیله کوټې ته د تازه او وچې مېوې لویې محمولې راوړل کېدې او له دغه ښاره به د پاکستان نورو سیمو ته هم لېږدول کېدې.
خو د سوداګریزو لارو له بندېدو وروسته د افغانستان د وچې مېوې واردات کم شوي او سوداګر د خپلو توکو د لېږد لپاره له لوړو لګښتونو او د بازار له محدودېدو شکایت کوي.
د کوټې د وچې مېوې د بازار یو سوداګر رحمتالله وايي، د پېر او پلور د کمېدو له امله اوس د پاکستان نورو ښارونو ته د وچې مېوې لېږل هم ورته ستونزمن شوي دي.
هغه ازادۍ راډیو ته وویل: «حالات داسې دي چې لاهور او کراچۍ ته د انځرو دوه کریټه هم نه شو لېږدولی. کله چې بهرنیو منډیو ته مال لاړ نه شي، یوازې د کوټې په بازار کې دا مېوې نه شي پلورل کېدای.»
د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له سرحدي نښتو وروسته له پراخو خنډونو سره مخ شوه.
لارې سختې دي، تعریفې زیاتې شوې او نرخونه بې انتها پورته شوي دينعمتالله خان ترین، د کوټې د وچې مېوې د سوداګرو د ټولنې مشر
د پاکستان حکومت هغه مهال د امنیتي اندېښنو له امله د چمن او تورخم په ګډون له افغانستان سره د سوداګرۍ مهمې لارې وتړلې.
پاکستاني چارواکو ویلي وو چې د پولو د امنیت ټینګښت او د ناقانونه تګ راتګ او قاچاق مخنیوی یې د اقداماتو له مهمو موخو څخه دي.
بلخوا، د طالبانو حکومت ټینګار کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري باید له سیاسي او امنیتي اختلافونو جلا وساتل شي.
د دغو لارو بندېدو د دواړو هېوادونو پر سوداګریزو اړیکو پراخ اغېز کړی دی. د پاکستان د سوداګرۍ د پراختیا ادارې د معلوماتو له مخې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ مالي کال سوداګري د تېر مالي کال په پرتله ۷۴ سلنه کمه شوې ده.
د سوداګریزو لارو بندېدو افغان سوداګر هم اړ کړي چې د خپلو صادراتو لپاره د ایران او منځنۍ اسیا له بدیلو لارو کار واخلي.
خو د کوېټې سوداګر وايي، د افغانستان له وچې مېوې سره تړلې سوداګري د دوی د عاید مهمه سرچینه وه او اوسنی بندښت د دې بازار پر پلورونکو، باروړونکو او نورو کارکوونکو اغېز کوي.
دوی اندېښنه لري چې که سوداګریزې لارې بېرته پرانیستل نه شي او د لېږد او ګمرکي لګښتونو ستونزې هوارې نه شي، په کوټه کې به د وچې مېوې کاروبار له نورو ستونزو سره هم مخ شي.
سوداګر له پاکستاني چارواکو غواړي چې د امنیتي تدابیرو ترڅنګ د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره هم اسانتیاوې برابرې کړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ راکړه ورکړه بېرته پیل شي او د وچې مېوې بازار له روان رکوده ووځي.