د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۴۲

پاکستان کې افغان سوداګر وایي د میلیونونو روپیو پانګونه یې کړې او په لنډ وخت کې افغانستان ته نه شي ستنېدلی

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

په پاکستان کې یو شمېر مېشت افغان سوداګر وايي، که څه هم له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو او بېرته ستنېدو بهیر روان دی، خو دوی په اوسنیو شرایطو کې افغانستان ته ستنېدو ته چمتو نه دي.

دوی وايي، د کلونو په اوږدو کې یې په پاکستان کې د میلیونونو روپیو پانګونه کړې، کورونه، دوکانونه او فابریکې لري او نه شي کولای په لنډ وخت کې خپلې شتمنۍ وپلوري او پانګه افغانستان ته ولېږدوي. دغه سوداګر د ویزو په ترلاسه کولو کې ستونزې، د سوداګریزو لارو بندېدل او د بازارونو سوړوالی د خپلو مهمو ستونزو له ډلې بولي.

په پاکستان کې مېشت افغان سوداګر نقیب باچا وايي، په دغه هېواد کې یې د کورونو، دوکانونو او نورو کاروبارونو په برخو کې پانګونه کړې، خو اوس نه پوهېږي چې خپلې شتمنۍ څنګه او چېرته ولېږدوي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل چې یو شمېر افغان سوداګر غواړي خپل کاروبارونه راټول او افغانستان ته ستانه شي، خو د ویزو د محدودیتونو او نورو ستونزو له امله یې دا کار ځنډېدلی دی.

هغه وویل: «د کډوالو کمپونه وتړل شول او تر اوسه شاوخوا ۶۵ سلنه افغان کډوال له پاکستانه وتلي دي. هغه ۳۵ سلنه چې لا هم په پاکستان کې پاتې دي، ډېری یې سوداګر دي او د خپلو ځانګړو ستونزو له امله نه شي وتلی. دلته مو له میلیونونو نیولې تر میلیاردونو روپیو پورې پانګونه کړې ده. کورونه، دوکانونه، فابریکې او نورې شتمنۍ لرو. دا هر څه چا ته پرېږدو؟»

نقیب باچا ادعا کوي چې په پاکستان کې زرګونه افغان سوداګر د ویزو له ستونزو سره مخ دي او ځینو یې د ویزو د مودې د غځولو غوښتنې هم کړې، خو په وینا یې، غوښتنې نه دي منل شوې.

هغه زیاتوي چې ځینې افغان سوداګر د افغانستان په دننه کې د پاکستان له کونسلګریو د سوداګریزو ویزو ترلاسه کولو هڅه کوي، خو هلته هم له ستونزو سره مخ دي.

د نوموړي په وینا، دغه محدودیتونه د سوداګرو پر تګ راتګ او د هغوی د کاروبارونو پر اداره کولو اغېز کوي. د افغان سوداګرو ستونزې یوازې د شتمنیو تر پلورلو او لېږدولو پورې محدودې نه دي، بلکې د افغان کډوالو بېرته ستنېدو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو بندېدو یې پر ورځني کاروبار هم اغېز کړی دی.

په پاکستان کې یو بل افغان سوداګر، چې نه غواړي نوم یې خپور شي، وايي، د پېرودونکو شمېر یې کم شوی او له خلکو سره یې پاتې پیسې هم نه شي ترلاسه کولای.

نوموړی چې د تورخم په بازار کې کاروبار کوي، وايي، دغه بازار پخوا د ګڼو پېرودونکو او سوداګرو د تګ راتګ ځای و، خو اوس یې سوداګریز فعالیتونه د پام وړ کم شوي دي.

هغه ازادي راډیو ته وویل: «زموږ پر کاروبار ډېر منفي اغېز شوی دی. که څوک د تورخم بازار له پخواني وضعیت سره پرتله وکړي، وبه ویني چې پخوا به دومره ګڼه ګوڼه وه چې د خلکو لپاره پکې د تګ ځای نه پیدا کېده. پخوا به هره ورځ شاوخوا یو لک کسان بازار ته راتلل، خو اوس دا شمېر شاوخوا ۲۰ زرو ته راټیټ شوی دی.»

د نوموړي په وینا، د پېرودونکو د شمېر له کمېدو سره یې د توکو پېر او پلور هم راکم شوی دی.

هغه زیاته کړه: «پخوا به موږ په یوه وار د یوه ټرک په اندازه مال اخیست، خو اوس یوازې یوه یا دوه بورۍ اخلو. د تورخم د لارې ستونزې هم د دې وضعیت یو مهم لامل دی، ځکه مالونه نه پرېږدي چې تېر شي.»

دلته مو له میلیونونو نیولې تر میلیاردونو روپیو پورې پانګونه کړې ده. دا هر څه چا ته پرېږدو؟
نقیب باچا، په پاکستان کې مېشت افغان سوداګر

د سوداګرو په وینا، په اوسنیو شرایطو کې د کاروبارونو او شتمنیو پلورل هم له مالي خطرونو سره مل دي.

دوی اندېښنه لري چې که د بېرته ستنېدو له امله اړ شي خپلې شتمنۍ په بیړه وپلوري، ښايي د اصلي ارزښت په پرتله یې په ټیټه بیه وپلورل شي.

سوداګر وايي، افغانستان ته د پانګې لېږدول او هلته له سره د کاروبار پیلول هم اسانه نه دي، ځکه د نویو کاروبارونو جوړول وخت، مالي امکاناتو او مناسب بازار ته اړتیا لري.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو بندېدو او د تګ راتګ محدودیتونو د دواړو هېوادونو سوداګریزې اړیکې هم اغېزمنې کړې دي.

د سوداګرۍ او اقتصاد د چارو شنونکي وايي، دغه محدودیتونه د توکو د لېږد لګښتونه لوړوي، د بازارونو ترمنځ اړیکې کمزورې کوي او د دواړو خواوو سوداګرو ته مالي زیانونه اړوي.

په پاکستان کې افغان کډوال له څو لسیزو راهیسې په بېلابېلو اقتصادي فعالیتونو بوخت دي. دوی د کارګرۍ ترڅنګ د سوداګرۍ، دوکاندارۍ، ساختماني چارو، کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو په برخو کې هم فعالیت کړی دی. د یونسکو د یوه راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې په پاکستان کې ۴۹ زره او ۲۶ ثبت شویو افغان کډوالو خپل کاروبارونه لرل.

دغه شمېر د هغو ثبت شویو افغان کډوالو اووه سلنه جوړوله چې د ۲۰۲۱ کال د اړوندې ارزونې معلوماتو رانغاړلي وو. د کار نړیوال سازمان (ILO) هم په ۲۰۲۴ کال کې په پاکستان کې د افغان کډوالو او ځایي ټولنو د اقتصادي فعالیتونو په اړه یوه څېړنه خپره کړې وه.

په دې څېړنه کې ساختماني چارې، د مېوو او سبزیو تولید او سوداګري او د ټوکر لاسي صنایع د هغو برخو په توګه یادې شوې چې افغان کډوال او ځایي اوسېدونکي پکې د کار او عاید فرصتونه لري.

د دغو څېړنو موندنې ښيي چې افغان کډوالو په پاکستان کې یوازې د کارګرانو په توګه فعالیت نه دی کړی، بلکې د خپلو کاروبارونو له لارې یې هم په اقتصادي فعالیتونو کې ونډه لرلې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې تر ۲۰۲۶ کال د اکتوبر تر وروستیو له ۲ میلیونه او ۷۴۰ زرو زیات افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

په دغو کسانو کې هغه افغانان هم شامل دي چې په خپله ستانه شوي او هغه هم چې د پاکستاني چارواکو له خوا ایستل شوي دي. د افغان سوداګرو په وینا، د راستنېدو دغه بهیر د هغو کسانو لپاره ځانګړې ستونزې رامنځته کړې چې په پاکستان کې یې د کلونو په اوږدو کې کاروبارونه او شتمنۍ جوړې کړې دي.

دوی وايي، افغانستان ته د بېرته ستنېدو په اړه پرېکړه یې یوازې د اوسېدو د ځای بدلول نه دي، بلکې د کلونو د پانګونې، د کاروبارونو د راتلونکي او د خپلو کورنیو د عاید له برخلیک سره هم تړلې ده. سوداګر غواړي چې د شتمنیو د راټولولو، د کاروبارونو د چارو د بشپړولو او د پانګې د لېږد لپاره ورته کافي وخت او قانوني اسانتیاوې برابرې شي، څو له درنو مالي زیانونو پرته افغانستان ته ستانه شي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG