د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۱۳

په افغانستان کې د رېل‌لارو د جوړېدو لپاره د سیمې او ګاونډ د یو شمېر هېوادونو هڅې چټکې شوې دي

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

په دې وروستیو کې قزاقستان، اوزبکستان او متحده عربي اماراتو د کاسا پروژې په چوکاټ کې د یوې نوې رېل‌لارې د جوړولو هوکړه لاسلیک کړه. ویل شوې چې دا رېل‌لاره به یاد دوه هېوادونه له افغانستان او بیا له پاکستان سره ونښلوي. دې هڅو سوداګر او کاروباریان هیله‌من کړي؛ خو پوښتنه شته، چې دا هڅې څومره عملي دي؟

افغان سوداګر وایي، اوسنیو حالاتو کې چې له پاکستان سره لارې بندې دي، د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې هرې وړې هڅې ته لویې هیلې لري.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي د «کاسا» پروژې په چوکاټ کې د قزاقستان، اوزبکستان او متحده عربي اماراتو د هغې هوکړې هرکلی کوي، چې غواړي افغانستان کې نوې رېل‌لاره جوړه کړي.

په دې اړه هوکړه‌لیک شاوخوا دوې اوونۍ وړاندې د تلې (مېزان) پر ۸مه د یادو هېوادونو تر منځ لاسلیک شو او موخه یې دا ده، چې قزاقستان، اوزبکستان، افغانستان او پاکستان د رېل پټلۍ په وسیله سره ونښلوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سلاکار خان جان الکوزي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه، چې یاده پروژه عملي شي او یواځې د کاغذ پر مخ پاتې نه‌شي.

ښاغلي الکوزي زیاته کړه: «ایران هم لېوالتیا لري، چې په دې برخه کې پانګونه وکړي. همدارنګه اوزبکستان او نورو هېوادونو هم ژمنې کړې دي. که دا پروژه په عملي بڼه پیل شي، د افغانستان په ګټه به وي او د افغانستان پر سوداګرۍ به مثبت اغېز ولري.»

د قزاقستان د صدراعظم دفتر د تلې (مېزان) پر ۹مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا رېل‌لاره به قزاقستان، اوزبکستان، افغانستان او پاکستان سره ونښلوي او د پاکستان کراچۍ او ګوادر بندرونو ته به د منځنۍ اسیا د هېوادونو د توکو د لېږد زمینه برابره کړي.

وړاندې ویل شوي دي، چې درې واړه هېوادونه به د پروژې د تخنیکي او اقتصادي امکان‌سنجۍ تر څنګ، د تمویل لارې هم وڅېړي. همدارنګه، دوی پلان لري چې د تخنیکي، اقتصادي او مالي چارو لپاره ګډه کاري ډله جوړه کړي.

د قزاقستان د حکومت په وینا، دغه مسیر په کال کې د لسو میلیونو ټنو بار د لېږد وړتیا لرلی شي.

په ورته وخت کې، د افغانستان د وچې مېوې د صادراتو ټولنه هم د دغه هوکړه‌لیک هرکلی کوي او وايي چې په دې سره به لګښتونه راکم او دوی به په نړیوال بازار کې د ښې سیالۍ جوګه شي.

د دې ټولنې ویاند، خالد احمد رحماني، ازادۍ راډیو ته وویل: «له بده مرغه، موږ نن د ځینو وچو مېوو په برخه کې په نړیوالو بازارونو کې سیالي نه‌شو کولی، ځکه د لېږد، ټرانسپورټ او ټرانزیټ لګښتونه ډېر لوړ دي. د رېل‌لارو د شبکو په جوړېدو سره، چې ټول افغانستان له یوه بل سره ونښلوي، لکه په سوېل لوېدیځ کې له ایران او متحده عربي اماراتو سره، په ختیځ او شمال کې له پاکستان سره او همدارنګه له هند سره، د لېږد لګښتونه ډېر کمېږي. په دې توګه، موږ کولی شو ښه سیالي وکړو. دا ډېر ښه زیری دی؛ هیله ده چې دا تړون عملي شي.»

اقتصادپوهان هم د دغه ګام د ستاینې په ترڅ کې په افغانستان کې د یوې سراسري رېل‌لارې په جوړولو ټینګار کوي؛ د دوی له ډلې اذرخش حافظي وايي: «په سیمه کې افغانستان یواځېنی هېواد دی چې سراسري رېل‌لار نه‌لري. له همدې امله، د جنوبي اسیا له منځنۍ اسیا سره او د لوېدیځې اسیا له ختیځې اسیا سره د نښلولو په برخه کې ستونزې شته. د افغانستان سراسري رېل‌لار نه یواځې د افغانستان لپاره ګټوره ده، بلکې سیمه‌ییز او نړیوال اهمیت هم لري؛ ځکه که دا جوړه شي، د ختیځې او لوېدیځې اروپا لپاره به هم ګټوره وي.»

په سیمه کې افغانستان یواځېنی هېواد دی چې سراسري رېل‌لار نه‌لري
اذرخش حافظي، اقتصادپوه

د یادونې چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه ټول رېل‌لارې لري، چې یواځې د سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره نه‌دي، بلکې د مسافرو د لېږد لپاره هم ترې ګټه اخیستل کېږي.

ازادۍ راډیو په دې اړه او دا چې د افغانستان په سرحدي ولایتونو کې څومره رېل‌لارې جوړې شوې دي، چې دغه هېواد له ګاونډیو هېوادونو سره نښلوي، د طالبانو حکومت د فواید عامې وزارت مسوولان وپوښتل، خو د دغه راپور د خپرېدو تر وخت پورې یې د ازادۍ راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې بیا دغه مهال د دغه هېواد په یو شمېر سرحدي ولایتونو کې سلګونه کیلومتره رېل‌لارې شته دي، چې بلخ، هرات او فاریاب له اوزبکستان، ایران او ترکمنستان سره نښلوي او اقتصادي اړیکې او راکړه ورکړه پرې روانه ده.

خان جان الکوزی وايي: «په څو سرحدونو کې، اوس ایران سره، همدارنګه په اقینه کې چې زموږ تیل راځي ترکمنستان نه او همدارنګه په حیرتانو کې چې اوزبکستان سره تړلي یو، په دې لارو د کال تقریباً په لکونو ټنه اجناس راانتقالېږي چې زموږ په اقتصاد یې ډېر ښه تاثیر کړی دی.»

دا هڅې داسې مهال کېږي، چې له شاوخوا یوه کال راهیسې له پاکستان سره، چې پخوا د افغانستان لوی سوداګریز شریک و، د سوداګرۍ او تګ راتګ لارې بندې دي.

طالب چارواکي په وچه کې د راګیر او له اقتصادي ستونزو سره د لاس او ګریوان افغانستان د اقتصادي ودې لپاره هر امکان ته لاس اچوي، خو له دې سره سره هم د دغه هېواد اقتصادي وضعیت د اندیښنې وړ بلل کېږي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG