تازه خبر
دوشنبه ۲۵ لړم ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۲۸

بلوچستان: سوداګر د سرحدي لارو د پرانیستلو په اړه د پاکستاني جنرال خبرو ته هیله‌من دي

په چمن کې ډیورنډ کرښې ته نږدې د افغان کډوالو او د هغوی د سامانونو لېږدوونکي لارۍ. انځور له ارشیف څخه
په چمن کې ډیورنډ کرښې ته نږدې د افغان کډوالو او د هغوی د سامانونو لېږدوونکي لارۍ. انځور له ارشیف څخه

د پاکستان د پوځ د بلوچستان قوماندان جنرال عنایت حسین ویلي، د سوداګرۍ لپاره د سرحدي لارو د پرانیستلو هڅې روانې دي. په بلوچستان کې سوداګر او اوسېدونکي دې خبرو ته هیله‌من دي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ مهمې سوداګریزې لارې له یوه کال راهیسې تړلې دي.

په بلوچستان او په ځانګړې توګه د دې ایالت په سرحدي سیمو کې مېشت سوداګر غواړي چې له افغانستان او ایران سره د سوداګرۍ لارې بېرته پرانیستل شي. دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې د پاکستان د پوځ د بلوچستان کور کمانډر جنرال عنایت حسین تېره اونۍ په تربت کې یوې پرانیستې جرګې ته ویلي، د سوداګرۍ لپاره د سرحدي لارو د پرانیستلو هڅې روانې دي، ترڅو خلکو ته کار برابر او اقتصاد پیاوړی شي.

د بلوچستان د سوداګرو د اتحادیې مشر رحیم کاکړ ازادي راډیو ته وویل، دوی د جنرال حسین خبرو ته ځکه هیله‌من دي چې د سوداګرو ټولې ستونزې یې له هغه سره شریکې کړې دي: «موږ د نومبر په دویمه نېټه له کور کمانډر سره ولیدل او د ایالت د ستونزو د هواري په اړه مو ورسره خبرې وکړې. په دغو ستونزو کې له ایران او افغانستان سره د سوداګریزو لارو د بېرته پرانیستلو موضوع هم شامله وه.»

کاکړ وايي، کور کمانډر د دوی د غوښتنو له اورېدو وروسته ژمنه کړې وه چې د پولو موضوع به وڅېړي: «اوس چې نوموړي د پولو د بېرته پرانیستلو لپاره د هڅو خبره کړې، موږ یې د بلوچستان د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره هیله‌بښونکې ګڼو.»

زرګونه کسان بې‌کاره شوي

د چمن د پرلت پخوانی ویاند صادق اڅکزی وايي، د چمن او سپین بولدک ترمنځ د سوداګرۍ د بندېدو له امله زرګونه کسان له اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي دي. اڅکزي پخوا د پاکستان او افغانستان ترمنځ د موټرو کاروبار درلود او شاوخوا شلو کسانو ته یې کار ورکړی و، خو اوس پخپله هم بې‌کاره دی.

هغه ازادي راډیو ته وویل: «کله چې پر پوله تګ راتګ ازاد و، کاروبار مو ډېر ښه روان و. خو د پولې له تړل کېدو وروسته درې کاله کېږي چې هلته نه یم تللی. نه د پاکستان ځواکونه ماته د تګ اجازه راکوي او نه د طالبانو چارواکي. ما به شاوخوا شلو کسانو ته معاشونه ورکول، خو اوس خپله هم ځان ته کار نه شم موندلی.»

هغه ادعا کوي چې د چمن او سپین بولدک دواړو غاړو ته د ورته کاروبارونو د بندېدو له امله شاوخوا ۵۰ زره کسان اغېزمن شوي، چې ډېری یې د چمن اوسېدونکي دي.

نه د پاکستان ځواکونه ماته د تګ اجازه راکوي او نه د طالبانو چارواکي.
صادق اڅکزی، د چمن د پرلت پخوانی ویاند

اقتصادپوه جهانګیر کاکړ هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري د بلوچستان د خلکو د عاید مهمه سرچینه بولي او وايي، د لارو بیا پرانیستل به د سیمې پر اقتصاد مثبته اغېزه وکړي: «د پولو له تړل کېدو سره تر ټولو لوی اغېز د خوراکي توکو پر بیو وشو. په ایالت کې د خوراکي توکو انفلاسیون زیات شو. که پوله بېرته پرانیستل شي، نو ورسره به د توکو بیې راټیټې شي.»

د چمن اوسېدونکی احمد ظاهر هم وايي، د چمن او سپین بولدک لارې پرانیستل د سیمې د اقتصاد په ښه کېدو کې مهم رول لوبولای شي.

هغه ازادي راډیو ته وویل: «د بلوچستان د کور کمانډر د پولو د بېرته پرانیستلو څرګندونې که په حقیقت بدلې شي، نو د سیمې لپاره لوی زېری دی. د پولې له تړل کېدو وروسته زموږ د سیمې ډېری ځوانان مسافرۍ ته اړ شول. که پوله پرانیستل شي، نو ښايي ځوانان مو له مسافرۍ خلاص شي.»

د پولې له تړل کېدو وروسته زموږ د سیمې ډېری ځوانان مسافرۍ ته اړ شول.
احمد ظاهر، د چمن اوسېدونکی

د لارو د تړلو شالید

پاکستان د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د بې‌اسناده کډوالو د ایستلو له اعلان وروسته، له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې د شرط په ګډون محدودیتونه ولګول.

د ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي نښتو او امنیتي کړکېچ له زیاتېدو سره مهمې سرحدي لارې هم وتړل شوې.

پاکستان د دغو محدودیتونو او د لارو د تړلو لپاره امنیتي دلایل وړاندې کړي او د ناقانونه تګ راتګ او قاچاق د مخنیوي اړتیا یادوي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د لارو د پرانیستلو په اړه رسمي څه نه دي ویلي، خو مخکې یې ویلي و چې تر څو پاکستان د لارو د دایمي پرانیستلو تضمین ورنه کړي، دوی به لارې ونه پرانیزي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

​
XS
SM
MD
LG