په رسنیو د طالبانو نوي بندیزونه؛ د خبریالانو ملاتړو ځینو بنسټونو پرې اندېښنه وښوده

ارشیف: په افغانستان کې یوې خبري غونډې انځور

د خبریالانو ملاتړو ټولنو د طالبانو له لوري په رسنیو کې د نویو بندیزونو په اړه اندېښنه ښکاره کړه.

افغان خبریالانو مدافع ټولنو د طالبانو د امربالمعروف وزارت له لوري په رسنیو کې د ژوندي سارو پر تصویر بندیز د بیان د ازادۍ څرګنده سرغړونه او معلوماتو ته د خلکو د لاس رسي د محدودولو لور ته یو بل ګام وباله.

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د امربالمعروف وزارت پرون دوشنبې هغه قانون نافذ کړ چې پر اساس یې رسنۍ د ټولو ژوندي سارو د تصویر له خپرولو منع کېږي.

له موضوع خبرو ژورنالیستانو ویلي چې د امربالمعروف وزارت غواړي چې خپل دا قانون په تدریج عملي کړي.

طالبانو په ۱۹۹۶م کې د کابل له نیولو وروسته هم د ژوندي سارو پر تصویرونو بندیز لګولی و.

په جلاوطنۍ کې د افغانستان د خبريالانو مرکز وايي چې طالبان په دې ډول غواړي چې د بیان ازادي یومخ له منځه یوسي.

د دې مرکز ویندوی حشمت وجداني تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې طالبان په دې لټه کې دي چې رسنۍ په کامل ډول فعالیت ودروي.

وجداني وویل: طالبان نه غواړي چې په افغانستان کې رسنۍ نور فعالیت ولري او رسنۍ ازادې وي او بل د دې پالیسۍ پر اساس طالبان غواړي د دوی په خوښه فعالیت وکړي.

وجداني وویل: "دا په واضح ډول په ګوته کوي چې طالبان نه غواړي چې په افغانستان کې رسنۍ نور فعالیت ولري او رسنۍ ازادې وي او بل د دې پالیسۍ پر اساس طالبان غواړي د دوی په خوښه فعالیت وکړي او که داسي نه وي هېڅ دې فعالیت نه لري."

د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر فرانس پریس خبري اژانس ته وویل: "دا قانون د ټول افغانستان لپاره دی... او په تدریجي ډول به پلی شي."

هغه زیاته کړه چې چارواکي به هڅه وکړي خلک قانع کړي چې د ژوندي موجوداتو تصویرونه د اسلامي شریعت خلاف دي.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان ريیس حامد عبیدي وايي چې طالبان له دوو میاشتو راهیسې له رسنیو سره په دې خبرې کوي چې د ژوندي سارو د تصویرونو خپرول ودروي.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان ريیس حامد عبیدي

عبیدي وویل: "زموږ اندېښنه دا ده چې که دا پرېکړه پر تلوېزیونونو باندې پلې شي؛ نو د دې معنا دا ده چې د تلوېزیونونو دروازې دې وتړل شي، د تلوېزیون اصلي ځواک په تصویر کې دی، پرته له تصویر او ویډیو څخه اصلاً تلوېزیون معنا نه لري، د ټولو تمه ده چې باید د تلوېزیونونو په برخه کې له انعطافه کار واخیستل شي، خو په دې کې هېڅ شک نه شته چې طالبان د رسنیو او بیان ازادۍ ته ژمن نه دي."

تر دې مخکې یو شمېر خبریالانو پرون تایید کړه چې طالبانو په میدان وردګ ولایت کې فلم او عکس اخیستل منع کړي دي.

په دې اړه نور: ​د میدان وردګ خبریالان: طالبانو د ژوندیو موجوداتو پر عکاسۍ او فلم اخیستلو بندیز لګولی

تر دې وړاندې په تخار او کندهار ولایتونو کې هم د ورته اقداماتو راپورونه ورکړل شوي وو.

په دې اړه نور: تخار کې پر ویډیو او انځور اخیستلو د طالبانو بندیزونه؛ خبریالان او د دوی ملاتړي بنسټونه یې اندېښمن کړي

طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په تېرو درې کلونو کې په افغانستان کې پر رسنیو او خبریالانو ډېر محدودیتونه وضع کړي چې وروستی مورد یې له رسنیو څخه د ژوندیو بحثونو پر خپرېدا بندیز و.

په دې اړه نور: سي‌پي‌جی: طالبان دې د سیاسي بحثونو په اړه پر ژوندیو خپرونو لګول شوی بندیز لیرې کړي

دوی په یو شمېر ولایتونو کې له رسنیو څخه د ښځو د غږ پر خپرېدو بشپړ بندیز لګولی دی.