د ناروې حکومت په افغانستان کې له ۲۰۱۵ تر ۲۰۲۱ کلونو په ترڅ کې خپل تېر ماموریت ارزوي، چې په ټکو یې راتلونکي ته درسونه واخلي.
د دغه هېواد پر حکومتي وېبپاڼه د جمعې په ورځ (اکټوبر په ۱۱) خپرې کړې اعلامیه کې راغلي چې، دا کمېټه د ناروې د شاهي حکومت د یوې مسودې لهمخې ټاکل شوې، چې لس غړي لري او مشري یې هم د ناروې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر کوي.
په اعلامیه کې دا هم راغلي، یاده کمېټه به د ناروې د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو په ګډې بوديجې د راتلونکي یو کال په ترڅ کې په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال، د ناټو ځواکونو په چوکاټ کې په پوځي عملیاتو کې د ګډون، د تېر جمهوري نظام د حکومتي چارواکو او طالبانو تر منځ د پخلاینې د خبرو اترو د بهیر، له افغانستان سره د بشري مرستو او له سقوط وروسته د تخلیې پروسې په اړه معلومات راټول او یادو دوو وزارتونه ته به یې وسپاري.
د ناروې په حکومتي وېبپاڼه د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسپن بارت ایدي په حواله راغلي چې، نوموړي پرون د دغې کمېټې د جوړېدو پر مهال ویلي، موږ باید لهدې (بهیره) درس واخلو تر څو د راتلونکو نړیوالو عملیاتو او د ناورین پر مهال ملکیانو ته د ناروې د مرستو رسولو او تنظیمولو په هڅو کې یې لا ښه عملي کړو.
د نوموړي په حواله دا هم راغلي، د افغانستان په اړه په ژوره توګه اندېښمن دی، په خبره یې دا هېواد له اوږدې مودې راهیسې په غلط لوري روان دی، چې دې وضعیت ټول افغانان په ځانګړې توګه ښځې او نجونې خورا اغېزمنې کړي.
د طالبانو حکومت تر اوسه پهدې تړاو څه نهدي ویلي.
په ورته وخت کې د اوسلو د سولې د څېړنو مؤسسې هم په خپله وېبپاڼه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې، د دې مؤسسې مشر او یو څېړونکی یې هم د دې کمېټې غړیتوب لري، هغې موسسې چې ۲۰۲۰ کال کې د طالبانو او تېر جمهوري حکومت د سولې مرکچي پلاوي ترمنځ د خبر اترو منځګړیتوب هم کاوه.
خو د نړیوالو چارو ځینې پوهان پهدې باور دي چې، د ناروې تېر ماموریت نه د افغانستان په سیاسي وضعیت او نه هم د جګړې د پای په برخه کې اغېزمنې پایلې دلودې.
"د دوی رول کومې پایلې نه درلودې چې هغه دې د افغانستان د فساد د مخنیوي، د جګړې مهار یا سیاست کې محسوس شوې ويانتظار خادم
د نړیوالو چارو پوه انتظار خادم وایي، د ناروې د دې کمېټې پایلې به هم د افغانستان د اوسني وضعیت بدلولو کې کومه محسوسه پایله ونهلري.
نوموړی وايي: "د دوی رول کومې پایلې نه درلودې چې هغه دې د افغانستان د فساد د مخنیوي، د جګړې مهار یا سیاست کې محسوس شوې وي، زه وایم د دې ډول کمېټو جوړولو ګټه افغانستان ته څه ده؟ دوی یوازې وخت ضایع کوي او پهدې ډول (د خپل ماموریت په اړه) د افغانانو سترګو کې خاورې اچوي."
لهدې وړاندې هم د ناروې حکومت له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۵کال پورې په افغانستان کې د خپل ماموریت د ارزولو یوه کمېټه دلوده.
د یادونې ده چې ناروې په تېرو شلو کلونو کې له افغانستان سره د سلګونو میلیونه ډالرو په ارزښت مرستې کړي دي.
دغه هېواد د بېلابېلو پراختیایي پروژو، روغتیایي کلینیکونو، سوداګرۍ او پانګونې تر څنګ د ۲۰۰۱ له ډېسمبر د ۲۰۲۱ د اګسټ تر پایه پورې افغانستان ته د ۹۲۰۰ سرتېرو په استولو د ناټو ځواکونو په چوکاټ کې پوځي حضور هم درلود.