ځينې خبریالان: طالبان خبریالان د داعش له غړو سره یوځای په یوه بندخونه کې ساتي

ارشیف: د افغانستان د یوه زندان څنډه چې په بېلابېلو تورونو کسان په کې زنداني دي.

یو شمېر افغان خبریالان وايي، طالبان خبریالان له نیولو وروسته د داعش له غړو سره یوځای په یوه بندخونه کې ساتي.

یو افغان خبریال ملي مقاومت جبهې ته د جاسوسۍ په تور د طالبانو حکومت د استخباراتو ریاست له‌خوا زنداني شوی و.

هغه د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه ښودلو او غږ بدلولو په شرط ازادي راډيو ته وویل: "زه ۱۴۰۱ کال کې استخباراتو کې بندي وم، له بده مرغه روحي او جسمي شکنجه وه، ما سره په اطاق کې د داعش او د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) غړي هم وو او نور خطرناک مجرمین هم وو، زه دوه میاشتې وروسته بیا خوشې شوم."

په دغو خبریالانو کې یو شمېر یې د طالبانو په زندانونو کې د شکنجې او ځورونې کیسې هم لري.

یو بل افغان خبریال چې په ۱۴۰۲ کال کې د طالبانو د استخباراتو ریاست له‌خوا نیول شوی و، ازادي راډیو ته یې وویل چې د طالبانو په زندانونو کې له شکنجې او سپکاوي سره مخ شوی دی.

یو خبریال وايي: زه یې په یو تیاره او وړکۍ کوټه کې چې یوازې یو کس په کې ځایېده بندي کړم، د هغه تر څنګ يې ډېرې ښکنځلې او سپکاوی هم راته کولو او وهلم به يې.

دغه خبریال چې دا هم نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم او اصلي غږ په راپور کې خپور شي، ازادي راډيو ته وویل: "تېر کال د یوه خبر خپرولو له امله د طالبانو له‌خوا ونیول شوم، زه یې په یو تیاره او وړکۍ کوټه کې چې یوازې یو کس په کې ځایېده بندي کړم، د هغه تر څنګ يې ډېرې ښکنځلې او سپکاوی هم راته کولو او وهلم به يې."

یو بل افغان خبریال چې هغه هم د ورته ستونزو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخيستل شي، وایي، طالبانو هغه دوه کاله مخکې په جوزجان کې پرته له دې چې پرې جرم یا کوم تور ثابته کړي نیولی و.

هغه وايي: "د شپې ناوخته د طالبانو یو شمېر استخباراتي غړي هوتل ته دننه شول او مونږ یې بندیان کړو، ١٦ ورځې په شبرغان کې بندیان وو، وروسته يې زمونږ دوسیه کابل ته ولېږله، بیا ۵ شپې او ورځې په کابل کې بندیان وو، زمونږ د بندي کېدو دلیل هېڅ مالوم نه‌شو، سره له دې چې ډېری ستونزې مو تېرې کړې، ناجوړه شولو، خو مونږ ته يې څه ونه ویلې."

دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې خبري اژانس یا "اې‌ایف‌پي" په خپل تازه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ ناوخته خپور شو، ويلي، ځینو افغان خبریالانو دوی ته راپور ورکړی چې د طالبانو له‌خوا له نیول کېدو وروسته د داعش غړو سره په یوه بندخونه کې ساتل کېدل.

په دې راپور کې راغلي چې دا خبریالان تر ډېره د داعش د بریدونو د پوښښ او یا د طالبانو حکومت له‌خوا د ښځو پر وړاندې د تبعیض په اړه د راپور ورکولو په تور نیول شوي دي.

په راپور کې ټینګار شوی چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې "تاوتریخوالی او سپکاوی" زیات شوی دی.

د فرانسي خبري اژانس په خپل راپور کې د خبریالانو د ملاتړ یوې ادارې په حواله ویلي چې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته په تېرو درېیو کلونو کې د افغان خبریالانو پر وړاندې د خپلسري نیولو، شکنجې او فزیکي تاوتریخوالي په ګډون د سرغړونو نږدې ۴۵۰ پېښې ثبت شوي دي.

هڅه وشوه څو په دې اړه د طالبانو حکومت نظر هم واخیستل شي، خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د طالبانو د استخباراتو ریاست چارواکو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتننې ځواب نه‌کړې.

ارشیف: په کابل کې د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنې مخې ته یو وسله‌وال طالب

خو تر دې وړاندې يې ويلي دي چې تراوسه يې هېڅ خبريال د خبريالۍ په جرم نه دى نيولى او د ملي ګټو پر بنسټ د بيان ازادۍ ته ژمن دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د رسنیو پر فعالیتونو سخت بندیزونه او سانسور لګولي، له ډلې یې په سیمه‌ییزو رسنیو او ځینو ولایتونو کې د ښځو پر حضور او غږ محدودیت دی.

طالبانو په دې وروستیو کې رسنیو ته امر کړی چې سیاسي خپرونې دې په ژوندۍ بڼه نه خپروي او په ثبت شویو پروګرامونو کې دې هم د دوی له‌خوا معرفي شوي کارپوهان مېلمانه کړي.

د فرانسې خبرې اژانس د راپور پر بنسټ، اوسمهال نږدې ۵زره او ١٠٠ خبریالان په افغانستان کې کار کوي چې ۵٦٠ يې ښځې دي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې ٨ زره او ۴٠٠ خبریالانو کار کاوه چې ١٧٠٠ يې ښځې وې.