د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام "WFP" وايي، په راروان ژمي کې یوازې د ۶ ميلیونو کسانو لاسنیوی کولی شي، حال دا چې څه باندې ۱۲ ميلیونه کسان به مرستو ته اړ وي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، راروان ژمی ښايي په افغانستان کې د ميلیونونو کسانو لپاره سخت وي.
"د خوړو نړیوال پروګرام چې د ژمي پر مهال د یو اعشاریه پنځه ميلیون کسانو لپاره چمتووالی نیسي، په ۲۳ ولایتونو کې د سړکونو نه لاسرسي نه مخکې خواړه لېږدوي او ذخیره کوي.ضيا الدين صافی
د دغې ادارې په وینا، پهداسې حال کې چې تر ۱۲ ميلیونو ډېر کسان د خوړو له کموالي ځورېږي، دوی یوازې د ۶ ميلیونو کسانو لاسنیوی کولی شي.
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام "WFP" مرستیال ویاند ضیاالدین صافي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "د خوړو نړیوال پروګرام چې د ژمي پر مهال د یو اعشاریه پنځه ميلیون کسانو لپاره چمتووالی نیسي، په ۲۳ ولایتونو کې د سړکونو نه لاسرسي نه مخکې خواړه لېږدوي او ذخیره کوي. په پام کې لرو د ژمي په سختو میاشتو کې د ۶ ميلیونو کسانو ملاتړ وکړو حال دا چې تر ۱۲ ميلیونو ډېر کسان د خوړو نه خوندیتوب لري او مرستو ته اړ دي. د خوړو نړیوال پروګرام د بودجې د کموالي له کبله نهشي کولی له ډېرو خلکو سره مرسته وکړي."
د خوړو نړیوال پروګرام پهدې وروستیو کې ویلي چې، تېر کال په افغانستان کې لږ تر لږه لس ميلیونه کسانو د بوديجې د نشتوالي له امله خوراکي توکي نهدي ترلاسه کړي، چې لهدې درکه ښځې او ماشومان تر ټولو زیات اغېزمن شوي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام مرستیال ویاند وايي، د دوی اداره وتوانېده د اوړي پر مهال په میاشت کې له یو ميلیون کسانو سره په هغو ځایونو کې مرسته وکړي، چې سخته لوږه پرې حاکمه وه.
د ملګروملتونو دغه اداره وايي دوی اړ شول، د بوديجې د کموالي له کبله یو پر څلورمه برخه هغه پروژې وځنډوي چې له خلکو سره یې د اقلیمي بدلون له اغېزو د خوندیتوب په برخه کې مرسته کوله.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د راروانو شپږو میاشتو لپاره په ټول افغانستان کې د خپلو پروګرامونو د پرمخ بېولو لپاره ۶۴۶ ميلیون امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.
هاخوا، د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي، چې راروان ژمی به له خطرونو ډک وي او د طبیعي پېښو له کبله زیانمن شوي کسان سرپناه ته هم اړتيا لري.
دغې ادارې د روان کال په پیل کې اعلان کړی و، چې په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر ۲۳،۷ ميلیونو ته رسېدلی دی.