د خوراکي توکو د ضایع کېدو په اړه د عامه پوهاوي نړیواله ورځ؛ د ټنونو خوراکي توکو د ضایع کېدو مخنیوی اړین وبلل شو

ارشیف: په کابل کې د یوه هوټل څنډه

د خوراکي توکو د ضایع کېدو په اړه د عامه پوهاوي له نړیوالې ورځې سره هممهاله په کابل کې د ځینو هوټلونو خاوندان چې د ودنو مراسم په‌کې کېږي، وايي چې په زیاته کچه د ډول ډول خوراکونو فرمایش د دې لامل کېږي څو ډېری هغه یې ضایع شي.

د افغانستان دننه په یوه هوټل کې د سلګونو مېلمنو په ګډون د واده مراسم ترسره کېږي او تمه ده چې د مېلمنو لپاره ډول ډول خواړه تیار شي.

په خوراکي توکو کې څو ډوله اصلي خواړه، خواږه او ډول ډول مېوې څښاک شامل دی چې زرګونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

هوټلونو ځینې خاوندان او خلک وايي، ډېری وخت د خوړو تنوع او زیاتوالی د دې لامل کېږي چې مېلمانه ټول ونه‌شي خوړلای او یوه برخه یې ضایع شي.

د کابل د یو هوټل مدیر احمد جمشېد نظري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "ډېر داسې پېښ شوي دي، هغوی چې محفل درلود، ۱۰۰۰ کسانو لپاره یې موږ ته ویلي وو، موږ تر ۱۳۰۰ کسانو تیاری نیولی و، خو ۸۰۰ مېلمانه راغلل، هغه وریجې او نور خوراکي توکي چې پاتې وو، کابو اویا اتیا سلنه یې د استفادې وړ نه و، هوټل والا هم ترې استفاده نه کوي او ټول یې ایسته اچول کېږي."

یو شمېر هغه کسان چې په ودنو کې ګډون کوي، وايي چې په دا ډول محفلونو کې د خوراکي توکو یوازې ۳۰ سلنه هغه یې خوړل کېږي او نور پاتې کېږي.

د کابل یو اوسېدونکی وايي: په هر مېز کې د شپږو او یا هم لسو کسانو لپاره ډوډی راوړل کېږي، خو هماغه ډوډوی د شلو کسانو لپاره بسنه کوي، شل یا دېرش سلنه یې خوړل کېږي، خو نور یې همداسې پاتې کېږي.

د کابل ښار یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، په دې اړه وايي: "موږ خپله چې کله محفلونو ته تللي یو، د خوړو مینو د هر کس لپاره تر دوه زرو افغانیو پورې وي، په هر مېز کې د شپږو او یا هم لسو کسانو لپاره ډوډی راوړل کېږي، خو هماغه ډوډوی د شلو کسانو لپاره بسنه کوي، شل یا دېرش سلنه یې خوړل کېږي، خو نور یې همداسې پاتې کېږي، دا چې له ټولولو وروسته یې بې‌وزلو ته ورکوي او یا یې پلوري، معلومه نه ده، خو بیا هغه مهال یې خوړل صحي نه وي او د چاپېریال د ککړتیا لامل هم کېږي."

دې مسئلو ته په پام ویل کېږي چې په افغانستان کې د خوښیو د مراسمو د نمانځلو لوی سالونونه د خوراکي توکو د ضایع کېدو غټ مرکزونه دي چې ډېری توکي د بیا استفادې وړ هم نه وي.

دا په داسې حال کې ده چې نن یکشنبه د سپټمبر ۲۹مه د خوراکي توکو د ضایع کېدو د مخنیوي په اړه دعامه پوهاوي نړیواله ورځ ده.

ملګري ملتونه د دغې ورځې په مناسبت وايي چې د خوراکي توکو د ضایعاتو مخنیوی په داسې نړۍ کې چې له ۲۰۱۴م کال راهیسې د لوږې کچه په‌کې مخ پر زیاتېدو ده، مهم دی او په ورځنۍ کچه د ټنونو خوراکي توکو د ضایع کېدو مخنیوی اړین دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، ۱۳،۲ سلنه تولیدېدونکي خوراکي توکي له‌منځه وړل کېږي او اټکل کیږي چې د خوراکي توکو په پلورنځیو او کورنیو کې ۱۹سلنه هغه ضایع کېږي.

دغه ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې نږدې ۲۴ میلیونه خلک په افغانستان کې بېړنیو بشري مرستو ته اړ دي.

یو شمېر بې‌وزله افغان کورنۍ وايي چې ان د درې وخته ډوډی د برابرولو توان هم نه لري.

پريما چې درې اولادونه لري، په دې اړه یې ازادي راډیو ته وویل: "تر ۱۲ بجو مې هم د سهار چای نه دی څکلی، د اولادونو وضعیت مې خراب دی، وچه ډوډوی هم ډېر په مشکل پیدا کېږي، زموږ په ګاونډ کې واده و د یوه غوري وریجو په تمه مو سترګې دروازې ته وې، خپل زوی مې ولېږه چې که یو غوری وریجې ورته ورکړي، خو هغه خو لا پرېږده چې یو مرچ چې ډېر زیات هم نه ړ ورکړی او خپلوانو یې دیګي او کاسې ډکولې او پر بایسکیلونو کې یې وړلې."

په ورته وخت کې د ټولنیزو چارو یو شمېر پوهان له ډلې یې جمال‌الدین سلیماني بیا وايي، په ټولنه کې د ځان ښوونې د ناسم کلتور له کبله ځینې کورنۍ غواړي چې په محفلونو کې ډول ډول خوراکي توکي تیار کړي چې دغه چاره د توکو د ضایع کېدو سربېره اقتصادي ستونزې هم رامنځته کوي.

سلیماني وویل: "ډېر ناوړه دود دی، د یوې مېلمستیا یا د کوم خوښۍ او یا غم د پروګرام لپاره د خوړو داسې لېست اماده کوي چې مېلمانه ټول هغه نه شي خوړلای، موږ مسلمانان یو، په اول قدم کې خو دا اصراف دی او بیا باید په دې پوه شو چې مېلمانه په ډول ډول خوراکونو نه خوشحالېږي، بلکې په ښه سلوک او خلاصې ټنډې یې عزت کېږي او خوشحالېږي او داسې کېدای شي چې دغه کلتور عام کړو."

ارشیف: په کابل کې یو شمېر بې‌وزله مېرمنې

یو شمېر افغانان بیا وايي چې د مېلمستیاوو پر مهال باید د خوراکي توکو ډولونه راکم نه شي ځکه په خبره یې چې دا مسئله بیا مېلمنو ته د نه قدر ورکولو په معنا انګېرل کېږي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په داسې حال کې چې ۷۳۵ میلیونه کسان په نړۍ کې له لوږې سره مخ دي، د خوراکي توکو ضایعات له ۸ څخه ۱۰ سلنو پورې ګلخانه‌یي ګازونه تولیدوي او د میتان ګاز اصلي سرچینه ده.

ملګري ملتونه دغه شان وايي چې کورنۍ په ورځني کچه له یو میلیارد څخه زیات د ډوډۍ د یوه وخت توکي ضایع کوي چې دغه کچه هره ورځ په نړۍ کې د یوه وږي کسان د یوه وخت ډوډۍ ته بسنه کولای شي.