د رسنیو د ملاتړ ځینې بنسټونه: په افغانستان کې د اطلاعاتو ترلاسه کول ناممکن شوي

طالبان با انتقاد های گسترده یی به خاطر برخورد خشن با خبرنگاران قرار دارند.

د رسنیو د ملاتړ ځینې بنسټونه وايي، په افغانستان کې د رسنیو لپاره د اطلاعاتو ترلاسه کول ناممکن شوي دي.

که څه هم د طالبانو حکومت وايي، په افغانستان کې د رسنیو لپاره د اطلاعاتو ترلاسه کول اسانه شوي، خو د رسنیو د ملاتړ بنسټونه په دې برخه کې د جدي خنډونو او محدودیتونه خبره کوي.

پرون د سپټمبر ۲۸مه د اطلاعاتو ترلاسه کولو نړیواله ورځ وه او په نړۍ کې داسې وخت ونمانځل شوه چې په افغانستان کې لا هم پر رسنیو او د رسنیو پر کارکوونکو ډول ډول محدودیتونه لګول شوي دي.

د طالبانو او اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال مولوي حیات‌الله مهاجر فراهي پرون په دې مناسبت ویلي، د دوی حکومت له رسنیو غواړي چې خپلې نشراتي کړنلارې د طالبانو حکومت له پالیسیو سره برابرې کړي.

د طالبانو او اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال مولوي حیات‌الله مهاجر فراهي

د رسنیو ځینو کارکوونکو ازادۍ راډیو ته ویلي، د طالبانو ویندویان له رسنیو سره هغه موارد شریکوي چې د دوی د حکومت په ګټه وي، په نورو برخو کې همکاري نه کوي.

ارشیف: د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د خبري غونډې انځور

پرون په کابل کې د اطلاعاتو ترلاسه کولو نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې سرپرست عبدالقدیم ویاړ ویلي، د اطلاعاتو ترلاسه کول د هر افغان مسلم حق دی.

ویاړ زیاته کړې: "معلوماتو یا اطلاعاتو ته لاسرسی تر هغه بریده چې د نورو حقونو ته زیان نه رسېږي یا عامه امنیت یا عامه نظم ته په کې تاوان نه رسېږي، د هر افغان قانوني حق دی."

خو د رسنیو کارکوونکو ویلي چې له افغانانو په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې دغه قانوني حق اخیستل شوی او په بې پرې ډول ملت ته د اطلاعاتو رسول ناممکن شوي دي.

په اروپا کې د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان مشر حامد عبیدي له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي، په افغانستان کې د رسنیو له‌خوا د اطلاعاتو ترلاسه کول اوس ډېر سخت شوي دي.

عبیدي وویل: له بده مرغه طالبان د بیان ازادۍ او د بیان د ازادۍ مهم اصل ته چې اطلاعاتو ته لاسرسی دی، ژمن نه دي. دوی ورځ تر بلې پر رسنیو او خبریالانو محدودیتونه زیاتوي.

عبیدي وايي: "له بده مرغه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ګڼې ستونزې رامنځته شوي دي. واکمنه اداره اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ډېر خنډونه جوړوي او له بده مرغه دوی د بیان ازادۍ او د بیان د ازادۍ مهم اصل ته چې اطلاعاتو ته لاسرسی دی، ژمن نه دي. دوی ورځ تر بلې پر رسنیو او خبریالانو محدودیتونه زیاتوي."

طالبانو په تېرو څه باندې درېیو کلونو د رسنیو ګڼ کارکوونکي نیولي او یا یې هم مجبوره کړي چې خپلې دندې پرېږدي.

په وروستي مورد کې د چنګاښ یا سرطان پر ۲۶مه په کابل کې د رسنیو دوه کارکوونکي محمد عارف هجران او احمد کامران هم د طالبانو له‌خوا ونیول.

ځینو رسنیو راپور ورکړی چې د رسنیو دغه دوه کارکوونکي د افغانستان پر ټولنیز وضعیت او د کابل پر امنیتي حالت د راپور ورکولو له کبله د طالبانو د پوځي محکمې له‌خوا په لس لس کاله بند محکوم شوي دي.

پر رسنیو د محدودیتونو په دوام طالبانو تېره اوونۍ د افغانستان په رسنیو کې په ژوندۍ بڼه د سیاسي پروګرامونو پر خپراوي هم بندیز ولګاوه.

په دې اړه نور: د خبریالانو د ملاتړ بنسټونه: طالبانو په ژوندۍ بڼه په سیاسي خپرونو او بحثونو بندیز لګولی

په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې په لسګونو تصویري، چاپي او صوتي رسنۍ وتړل شوې او ورسره د رسنیو په زرګونو کارکوونکي وزګار شول.