د ایران د بشري حقونو سازمان: په ایران کې د تېرو دوو کلونو پر تله د افغانانو اعدامونه زیات شوي

ارشیف: په ایران کې د اعدام مزي

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، په ایران کې د تېرو دوو کلونو پر تله د افغانانو اعدامونه زیات شوي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان، په ایران کې اعدام شوي کسان د ټولنې زیانګالی قشر ګڼي او په دې باور دی چې ممکن په ځینو مواردو کې بېګناه کسان هم اعدام شوي وي.

په ناروې کې د دې غیردولتي سازمان په وینا، د روان میلادي کال له پیله د اعدام شویو شمېر د تېرو څو کلونو پر تله لوړ ګڼل کېږي.

د ایران د بشري حقونو سازمان مشر محمود امیري مقدم له ازادي راډیو سره پرون پنجشنبه په خبرو کې وویل: "د ایران د بشري حقونو سازمان د شمېرو له مخې په روان ۲۰۲۴م کال کې د ایران په بېلابېلو زندانونو کې لږ تر لږه ۳۳ افغان وګړي اعدام شوي دي. دا د تېرو کلونو پرتله د پام وړ زیاتوالی دی. دوه کاله مخکې ۱۶ کسان اعدام شوي وو، تېر کال ۲۵ کسان او سږ کال چې لا ختم شوی هم نه دی، ۳۳ کسان اعدام شوي چې سږکال ډېری اعدامونه تر اوړي وروسته شوي دي."

د ایران د بشري حقونو سازمان مشر محمود امیري مقدم

ایران د سږ میلادي کال په لومړیو اوو میاشتو کې د افغانانو په ګډون څه باندې ۳۰۰ کسان اعدام کړي دي.

د ازادي راډیو د راپور له مخې، په ایران کې شاوخوا ۸زره افغانان بندیان دي، خو معلومه نه ده چې له ډلې یې څو کسان په اعدام محکوم دي.

د ایران د بشري حقونو د سازمان مشر محمود امیري مقدم وايي، په ایران کې زیات وخت محاکمې عادلانه نه وي.

مقدم وايي: په ټوله کې د افغان وګړو اعدامونه پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته د پام وړ زیات شوي دي. د طالبانو تر واکمنۍ مخکې کلونو کې د افغان وګړو اعدامونه ډېر لږ وو.

هغه زیاتوي: "موږ په ایران کې عادلانه محاکمه او محکمې نه لرو. زیات دغه وګړي به په یوه عادلانه محکمه کې نه وي محاکمه شوي، دوی مدافع وکیل نه درلود او ښايي بېګناه به وو. په ټوله کې د افغان وګړو اعدامونه پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته د پام وړ زیات شوي دي. د طالبانو تر واکمنۍ مخکې کلونو کې د افغان وګړو اعدامونه ډېر لږ وو. تر تېرو ۵ یا ۶ کلونو مخکې د سږکال په تېرو ۹ میاشتو کې د اعدامونو شمېر تر ټولو لوړ و."

د مقدم په وینا، زیات کسان د قتل، د مخدره موادو د کار و بار او نورو تورونو له کبله اعدامېږي.

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، د افغان وګړو په ګډون هغه کسان چې په ایران کې اعدامېږي اکثر یې د ټولنې زیانګالي کسان دي چې غږ یې تر نړیوالو په اسانۍ نه رسېږي.

د ایران حکومت په ګڼو ښارونو کې د افغانانو پر کار و بار او تګ راتګ محدودیتونه لګولي او په ډېرو مواردو کې د کوچنیو مسایلو پر سر هم افغانان نیسي او بند ته یې اچوي.