نړیواله محکمه کې د طالبانو خلاف د احتمالي څېړنو غوښتنه؛ د بشري حقونو څار سازمان: دا به د عدالت پیلامه وي

د عدالت نړیواله محکمه

په داسې حال کې چې د جرمني په ګډون څلورو هېوادونو نړیوالې محکمې ته د ښځو پر وړاندې د طالبانو د تبعیضي چلند په اړه د شکایت ګواښ کړی، د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، دا اقدام به په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه د پراخو سرغړونو لپاره د عدالت پیلامه وي.

د دې سازمان یوې غړې فرشتې عباسي پرون چهارشنبه د سپټمبر ۲۵مه ناوخته په خپل ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر په یو بیان کې لیکلي چې ټول هېوادونه باید له دې اقدامه ملاتړ وکړي او نورې افغان مېرمنې هم په کې ښکېلې کړي.

جرمني، استرالیا، کاناډا او هالنډ پرون چهارشنبې په یوه ګډه اعلامیه کې طالبانو ته ګواښ وکړ چې دوی به په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو د سرغړونو په خاطر د عدالت د نړیوالې محکمې له لارې اقدام وکړي.

د دغه هېوادونو له لوري په ګډه خپره شوې اعلامیه کې طالبان رسماً مسوول بلل شوي چې د ښځو د حقونو په اړه هغه مسوولیت پرځای کړي چې د ښځو پر وړاندې د تبعیض د ټولو بڼو د له منځه وړلو په کنوانسیون کې یې یادونه شوې ده.

ارشیف: د معترضو ښځو پر وړاندې د وسله‌والو طالبانو د ناوړه چلند یو انځور

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په یو جلا بیان کې هم ویلي چې افغانستان د مېرمنو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له‌‎منځه وړلو له کنوانسیون سره په یوځای کېدو د ښځو او نجونو د حقونو ساتنې ته ژمن شوی او طالبان دې پر دې ژمنې ولاړ وي.

په دغه بیان کې چې دا هم پرون چهارشنبه د دغه وزارت پر ایکس‌پاڼه خپور شوی، ټینګار شوی چې جرمني به له هالنډ، کاناډا، استرالیا او خپلو نورو شریکانو له هغې ډلې د اسلامي نړۍ له استازو سره داسې یو بهیر پیل کړی څو طالبانو د خپلو ژمنو عملي کولو ته اړ کړي.

خو د طالبانو حکومت په افغانستان کې جنسیتي تبعیض او د بشري حقونو نقض رد کړی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند حمدالله فطرت تازه پر خپله ایکس‌پاڼه په یو بیان کې ادعا کړې چې افغانستان کې بشري حقونه خوندي دي او یو شمېر هېوادونه هڅه کوي څو د دوی پر ضد پروپاګند وکړي.

د ښځو د حقونو یو شمېر افغانې فعالانې وايي، اوسمهال د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې افغان ښځې او نجونې سختو محدودیتونو سره مخ دي او د انساني ژوند له هر ډول ازادیو محرومې دي.

دوی د څلورو هېوادونو له لوري د عدالت نړیوالې محکمې ته د طالبانو د راښکلو د ګواښ هرکلی کوي.

د ښځو د حقونو فعالې فوزیه وحدت وايي: "د دغو هېوادنو له لوري وروستی اقدام چې دوی اوس خپله له طالبانو شکایت کوي او د دوی کړنې نقدوي، دا افغان مېرمنو ته د هرکلي وړ دي، دا افغان مېرمنې نور هم یو قدم مخته کوي او زه فکر کوم چې د افغانستان په وضعیت کې د بدلون لامل ګرځي."

نظیفه جلال وايي: دا اعلامیه له هیلو او امېدونو ډکه ده، خو زه فکر نه کوم چې طالبان دې د عدالت نړیوالې محکمې ته راښکل شي، خو مثبت اغېز خامخا لري

د افغانستان لپاره د بشری حقونو د نقض د مستندونې کمېټې غړې نظیفه جلال وايي: "دا اعلامیه له هیلو او امېدونو ډکه ده، خو زه فکر نه کوم چې طالبان دې د عدالت نړیوالې محکمې ته راښکل شي، خو مثبت اغېز خامخا لري، ښايي له دې وروسته نړیوال بلاخره دې پایلې ته ورسېږي چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري شوې کړنې په رسمیت وپېژنې، لکه جنسیتي تبیعض یا اپارټایډ جنسي او دغه شان د بشري حقونو د بېلابېلو ډولونو نقض دی چې اوسمهال په افغانستان کې روان دی."

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته د زده‌کړو او کار په ګډون پر ښځو سخت محدودیتونه لګولي دي.

که څه هم د طالبانو دغو قوانینو پر نړیواله کچه سخت غبرګونونه هم راپارولي، خو طالبانو نه یوازې په دې برخه کې نرمښت نه دی ښودلی، بلکې د دغه محدودیتونو پر بشپړ پلی کېدو یې ټینګار کړی دی.

د یادونې ده چې مخکې د روان میلادي کال په مې میاشت کې هم د بشري حقونو د څار سازمان ویلي وو چې د عدالت نړیواله محکمه کولای شي چې د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو د سیستماتیک ناوړه چلند د مخنیوي د رامنځته کولو په برخه کې اغېزمن اقدام وکړي.

دغه سازمان په یو راپور کې ویلي وو چې د عدالت نړیواله محکمه د طالبانو د دغه ډول ناوړه چلند د ننګولو لپاره مناسب ځای دی.