تهران کې د سړک پر غاړې د افغان پلورونکو پر کار بندیز؛ یو شمېر دغو افغانانو پرې اندېښنه وښوده

د پلازمېنې تهران د یوه بازار څنډه

د ایران په پلازمېنه تهران کې د سړک پر غاړې افغان پلورونکو پر کار بندیز لګول شوی دی.

په ايران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د ايران حکومت له‌خوا د بنديزونو او محدوديتونو د ډېرېدو په دوام تازه د تهران د دندو د تنظیم ادارې د ايران په واټونو او عامه ځايونو کې د افغان پلورونکو په هر ډول کار بنديز ولګاوه.

په تهران کې د دندو د تنظیم ادارې مشر سعید بیګي د چهارشنبې په ورځ د میزان په څلورمه د ایران له ايرنا خبري آژانس سره په مرکه کې د دغو افغان پلورونکو کار جرم وباله.

بیګي دغه شان خبرداری ورکړ چې د "د واټونو د سر افغان پلورونکو" سره به قانوني چلند وشي.

هغه زیاته کړه چې دوی په تهران کې د بهرنیو اتباعو لپاره د واټونو په سر د توکو پلورو لپاره د جواز ورکولو کوم پلان نه لري او نه به داسې کوم جواز صادر شي.

خو دغه ايراني چارواكي زياته كړې، كه افغان وګړي په دغه هېواد كې قانوني استوګنه ولري او د سوداګرۍ لپاره د يوې غرفې غوښتنه وكړي، ښايي ورته زمينه برابره شي چې په خبره یې، تراوسه داسې غوښتنه ترې نه ده شوې.

دې کار په ایران کې یو شمېر هغه افغان کډوالې کورنۍ اندېښمنې کړي چې ژوند یې د ايران په واټونو د بېلابېلو توکو په پلورولو پورې تړلی دی.

نورالرحمن چې د يوې څلور کسيزې کورنۍ مشر دی، له درېيو کلونو راهيسې په ايران کې ژوند کوي او د عايد يوازېنۍ سرچينه يې لاسي کراچۍ ده چې پر سر يې سبزي او ترکاري پلوري.

هغه ازادي راډیو ته وویل چې د دې خبر له اورېدو وروسته نور ډېر اندېښمن شو.

هغه وايي: "که یې راټول کړو، زموږ ژوند به لا تریخ شي، ځکه موږ د دې کراچۍ له لارې يوه مړۍ حلاله ډوډۍ ترلاسه کوو، قيمتونه لوړ دي، د کور کرایه ډېره ده، که دا کار ونه کړو، په بل ډول لګښتونه نه‌شو پوره کولى او موږ دومره سرمایه او پیسې نه‌لرو چې یو دوکان پرانېزو او خپل ژوند وکړو."

نورالرحمن وايي: قيمتونه لوړ دي، د کور کرایه ډېره ده، که دا کار ونه کړو، په بل ډول لګښتونه نه‌شو پوره کولى او موږ دومره سرمایه او پیسې نه‌لرو چې یو دوکان پرانېزو او خپل ژوند وکړو.

یو بل افغان کډوال اشکان چې د یوې درې کسیزې کورنۍ مشر دی، له دوو کلونو راهیسې په خپله لاسي کراچۍ د کور د خوشبو کولو سپرې‌ګانې پلوري.

هغه هم ورته اندېښنه لري او وايي: "ځینې ځایونو نه يې راټول کړي او خلک نه پرېږدي چې په واټونو کې خپل توکي وپلوري او نه پریږدي چې افغانان دلته پاتې شي، که داسې وشي ژوند واقعاً سخت دی، موږ له مجبوريته دا کار کوو، نور څه کولای نه‌شو."

یو بل له دغو کډوالو څخه امېد رحیمي ازادي راډیو ته وویل: "افغانان په رښتیا هم ډېرې ستونزې لري، هغو کسانو چې په خصوصي شرکتونو کې کار کاوه او معاشونه یې تر لاسه کول له دغو شرکتونو څخه ایستل شوي او حکومت شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې جریمه کېږي که افغانان وګماري او هغه کسان چې سهاري کار ته ځي، نیول کېږي."

دا لومړی ځل نه دی چې د ایران حکومت په تهران کې د افغانانو د کار مخه نیسي، بلکې تر دې وړاندې د ایران د کرمان‌شاه ولایت قضايي چارواکو د دغه ولایت د دولتي او خصوصي سکتور کارکوونکو ته خبرداری ورکړی و چې افغان کډوال په کار ونه ګماري.

دغه شان د دغه هېواد د کار وزارت هم له دې مخکې ویلي وو، هغه افغان کډوال چې د کار جواز یا موقتي کارتونه نه لري په دغه هېواد کې د کار اجازه نه ‎لري او د کار ایراني مشرانو ته یې خبرداری ورکړی و، که د کار له جواز پرته کډوال وګماري نو جریمه به شي.

ارشیف: په تهران کې د یوه بازار انځور

د دې ټولو ترڅنګ د زده‌کړو، روغتیا او د استوګنې، اسنادو نه تمديد او اجباري ایستل هغه نورې ستونزې دي چې افغان کډوال ورسره مخ دي او د دوی په خبره ژوند یې ور تریخ کړی.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته ډېری افغانان د امنیتي ګواښونو، اقتصادي ستونزو، د کار نشتوالي او د بې‌وزلۍ د زیاتېدو په ګډون د بېلابېلو لاملونو له امله له افغانستانه وتلي او ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان کې مېشت شوي، خو په خبره یې په دې هېوادنو کې هم له ګڼو ستونزو سره مخ او هوسا نه دي.