اشارې نړیواله ورځ؛ په اشارې له زده‌کړو محرومې یو شمېر افغان نجونې خپلې راتلونکې ته اندېښمنې دي

ارشیف: په افغانستان کې د کڼو ماشومانو د یوه ښوونځي زده‌کوونکي

نن د سپټمبر ۲۳ مه د اشارې ژبې نړیواله ورځ ده.

د سپټمبر ۲۳مې د اشاروي ژبې نړیوال ورځې په رارسېدو، یو شمېر هغه نجونې چې د خبرو او اورېدلو توان نه لري او د طالبانو د حکومت د بندیزونو له امله د دې ژبې له زده‌کړې بې برخې دي، خپلې راتلونکي ته اندېښمنې دي.

ازادي راډیو په یوه بېله بڼه توانېدلې چې له دې ډلې د دو تنو نجونو نظرونه واخلي.

د پکتیکا ولایت اوسېدونکې امنه د همدې نجونو له ډلې ده چې د خبرو او اورېدو توان نه لري.

د دې د ترور لور چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، د امنې د ستونزې په اړه یې ازادي راډیو ته وویل: "دا وایي چې زموږ په ژوند کې یوازېنی هیله همدا وه چې موږ لیک لوست زده‌کړو او د اشارې ژبې په زده‌کړو وکړای شو خپل راتلونکی روښانه کړو، خو اوس له موږ نه زموږ دا هیله اخیستل شوې، ځکه چې زموږ پر وړاندې ټول ښوونځي او د ښوونیز مرکزونه تړل شوي دي او موږ نور لیک لوست زده‌کولو ته دوام نه شو ورکولی، یو خو خدای پاک له موږ نه زموږ غږ اخیستی او بل په ژوند کې رڼا او زموږ هیله دې حکومت له موږ نه اخیستې."

بانو بیا د بغلان ولایت اوسېدونکې ده چې دا نه خبرې کولای او نه یې اورېدلی شي.

ارشیف: په افغانستان کې د کڼو زده‌کوونکو د یوه ښوونځي ټولګی

د بانو د تره لور درخشان د راتلونکي په اړه د هغې اندېښنې له ازادي راډیو سره داسې شریکې کړي دي.

هغه وايي: "دا د خپل راتلونکي په اړه ډېره اندېښمنه ده، ځکه وروسته له دې چې طالبان راغلي پر ښځو او نجونو یې محدودیتونو لګولي، دا مخکې ښوونځي ته تله او د اشارې ژبه یې زده کوله او کولای یې شول چې په ټولنه کې خپلې لومړنۍ ستونزې حل کړي، خو اوس د دوی پر مخ هم ښوونځي تړل شوي او نه شي کولای خپل هغه لوست ته دوام ورکړي."

ازادي راډیو د دغو نجونو ستونزې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه سره شریکې کړې، خو نوموړي پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

د یادونې ده چې د سویډن کمېټه له هغو بنسټونو وه چې د معلولیت لرونکو او داشان ستونزو درلودونکو خلکو د تعلیم او د دوی د مهارتونو د ودې په برخه کې یې کار کاوه.

خو د طالبانو حکومت تېر کال په سویډن کې د قران کریم د نسخو د سوځولو په غبرګون په افغانستان کې د سویډن کمېټې په ګډون د سویډن د ټولو بنسټونو د فعالیتونو د ځنډولو امر وکړ.

دغې کمېټې هم وروسته د تېر کال د سرطان میاشتې په وروستیو کې اعلان وکړ چې د طالبانو په حکم یې خپل ځینې فعالیتونه په موقته توګه ځنډولي دي.

د سویډن کمېټې یو ښوونکي چې مخکې یې هغو ماشومانو ته چې د اورېدو او خبرو کولو توان نه لري د اشارې ژبې تدریس کاوه د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، د دغو ماشومانو د راتلونکي په اړه چې له زده‌کړو پاتې دي، اندېښمن دی.

هغه وايي: "هغه فعالیتونه چې د سویډن کمېټې له‌خوا دوی ته کېدل، دغو ماشومانو ته موږ تدریس کاوه او د اشارې ژبه مو ور زده کوله، خو له بده مرغه اوس چې دغه کمېټه بنده ده، موږ نه شو کولای دغو ماشومانو ته تدریس یا نور فعالیتونه وکړو."

صابري وايي: کلتوري اشارې جلا او مذهبي اشارې یې جلا دي او دا د افهام او تفهیم وسیله ده چې دوی څنګه وکړای شي په خپلو کې یو بل وپوهوي او اړیکه ونیسي.

سید رحمن صابري چې تېر شپږ کاله یې په کندهار ولایت کې د اشارې ژبې په برخه کې له یوې موسسې سره د ښوونکي په توګه کار کړی، د دې ژبې د زده‌کړې د اهمیت په اړه یې ازادي راډیو ته وویل: "دوی ته په هر هېواد کې ځانګړې اشارې موجودې دي، کلتوري اشارې جلا او مذهبي اشارې یې جلا دي او دا د افهام او تفهیم وسیله ده چې دوی څنګه وکړای شي په خپلو کې یو بل وپوهوي او اړیکه ونیسي او ان له هغو خلکو سره چې د اورېدو توانایي هم لري څنګه خبرې اترې وکړي او تماس ونیسي."

دی وایي، یو شمېر موسسو چې په کندهار ولایت کې یې د اشارې ژبې زده‌کړو په برخه کې فعالیت کاوه او په دې برخه کې یې ځینې قاموسونه هم جوړ کړي وو، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې فعالیتونه ودرېدل او ښوونکي یې هم له هېواده ووتل.

دا زده‌کوونکي او ښوونکي له نړیوالې ټولنې غواړي چې په دې برخه کې شته ستونزو ته جدي پام وکړي او په افغانستان کې د اشارې ژبې زده‌کړو دوام ته زمینه برابره کړي.

د طالبانو حکومت له تېرو درېیو کلونو راهیسې په خپله واکمنۍ کې له شپږم ټولګیو پورته تر پوهنتونه نجونې له زده‌کړو راګرځولي او معلولو نجونو باندې یې هم د زده‌کړو بندیز لګولی دی.

د نه اورېدونکو کسانو د نړیوال فدراسیون د راپور له مخې، په ټوله نړۍ کې څه باندې ۷۰ میلیونه کسان شته د اورېدلو ستونزه لري او له ۸۰ سلنه زیات یې مخ پر ودې هېوادونو کې ژوند کوي.

د اشاروي ژبې نړیواله ورځ هر کال د سپټمبر په ۲۳مه نمانځل کېږي چې هدف یې د اړیکو د یوې وسیلې په توګه د اشارو ژبې د اهمیت په اړه د پوهاوي زیاتوالی او د کومو کسانو چې نه یې اوري، د حقونو بشپړ احساسول دي.

د اشارې ژبه د اړیکو یو ډول سیستم دی چې د خبرو کولو له ژبې توپیر لري، د اشارو او بصري نښو په کارولو سره او ډېری یې بیا د اشارو او ګوتو د حرکتونو په کارولو سره د موضوعاتو بیانولو او تشریح لپاره کارول کېږي.