ايران کې يوشمېر افغان کډوال: ښوونځيو کې مو ماشومان نه منل کېږي

ايران کې افغان کډوال زده‌کوونکي

په ایران کې یو شمېر بې‌اسناده افغان کډوال وايي چې، د ایران ښوونځي د دوی ماشومان نه مني.

زهرا یوه وړه افغان نجلۍ ده چې د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو تر بندیز وروسته د تعلیم لپاره ایران ته لاړه، خو هلته هم له‌دې نعمته محرومه شوې.

هغې ازادي راډیو ته وویل: "کله چې موږ دلته راغلي يو، موږ په دولتي ښوونځيو کې نوم‌ليکنه نه‌شو کولاى، ځکه چې موږ افغانان يو، موږ دلته څو تعليمي مؤسسو او حتی ښوونځيو ته لاړو، خو هغوى وايي چې امر راغلى او موږ د افغانانو نوم‌لیکنه نه‌کوو."

د ایران په اصفهان ولایت کې یوه افغان مهاجره قدریه رضايي هم له افغانستانه د خپلو خویندو او وروڼو د تعلیم لپاره ایران ته کډواله شوه، خو هلته څو ځلې دولتي ښوونځیو ته په مراجعې په‌دې بریالۍ نه‌شوه چې د خپلو خویندو او وروڼو نوم‌لیکنه وکړي.

هغې ازادي راډیو ته وویل: "د اوس لپاره، په ایران کې، زما دوه خویندې او یو ورور په ښوونځي کې نه شاملوي راته وايي چې اتباع باید په دولتي ښوونځیو کې نه وي."

ایراني چارواکو په‌دې وروستیو کې د کرمان په دولتي ښوونځیو کې د بې‌اسنادو کډوالو پر نوم‌لیکنې بندیز لګولی دی.

ایراني چارواکو په‌دې وروستیو کې د کرمان په دولتي ښوونځیو کې د بې‌اسنادو کډوالو پر نوم‌لیکنې بندیز لګولی دی.

د مهر خبري آژانس د خبر له‌مخې د کرمان والي محمد مهدي فداکار د دغه ولایت د پوهنې د شورا غونډې ته وویل، د ښوونځیو مدیران د غیر قانوني مهاجرینو د ثبتولو حق نه‌لري.

هغه خبرداری ورکړ، کوم ښوونځي چې له‌دې فرمان څخه سرغړونه کوي، قانوني چلند به ورسره وشي.

ایران د افغان کډوالو لپاره نه ختمېدونکې ستونزې لري.

اخوا د ایران د پوهنې وزارت ویاند علي فرهادي څو ورځې وړاندې په دغه هېواد کې د تعلیمي فصل د پیل په څنډه کې ادعا وکړه چې، په ښوونځیو کې د ټولو قانوني او غیر قانوني افغان مهاجرینو له ماشومانو سره د بشردوستانه قوانینو له‌مخې چلند کېږي.

هغه زیاته کړې چې په ښوونځیو کې د کډوالو ماشومانو نوم‌لیکنه د کورنیو چارو وزارت په دستور ترسره کېږي.

ایران د افغان کډوالو لپاره نه ختمېدونکې ستونزې لري.

د ماشومانو تر ښوونځیو ورهاخوا یوه بله لویه موضوع په‌دې وروستیو کې هلته پر افغان کډوالو د وچې ډوډۍ د پلور بندیز و، چې ګڼ عکس العملونه یې وپارول.

څو ورځې وړاندې د کرمان د یوې نانوايي په ښيښه باندې د هغې خبرپاڼې عکسونه خپاره شوي وو چې، په‌کې د سیمې چارواکو په اتباعو چې هلته په لویه کې افغان کډوالو ته ویل کېږي، د وچې ډوډۍ پلور منع کړی او سرغړونکو ته یې د سزا ګواښ کړی و.

په دې اړه نور: يوشمېر افغان کډوال: د ايران په کرمان کې پر افغان کډوالو د ډوډۍ پر خرڅلاو بنديز لګېدلی

مخکې هم په پلازمېنې تهران او ځینو نورو ښارونو کې د وچې ډوډۍ پر اخیستلو محدودیت لګېدلی وو.

افغان کډوال هلته د خپلو ایراني ملګرو او خپلوانو په مرسته چې کارتونه لري وچه ډوډۍ او نور د اړتیا وړ خوراکي مواد اخلي، ځکه په افغاني تذکرو او پاسپورټونو څوک سودا نه پرې پلوري.

ایراني چارواکو ویلي، د روان کال تر پایه به دوه میلیونه افغان ناقانونه کډوال له خپلې خاورې وباسي.

د مهاجرت د نړیوال سازمان "IOM" په وینا، یوازې د سپټمبر په لومړۍ اوونۍ کې له ایران څخه څه باندې ۴۳ زره کسان راستانه شوي چې له‌دې جملې څخه ۵۷ فیصده یې په زور ایستل شوي.