په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو په اړه د اندېښنو په لړ کې، د امریکا د متحدهایالتونو یو لوړپوړی ډیپلومات وايي، د افغانستان په درسي ټولګیو کې د ۱.۴ ميلیونه نجونو څوکۍ تشې دي.
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا د سفارت مرستیال ډونالډ براون د پنجشنبې په ورځ د سفارت پر ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) په یوه ویډیویي پیغام کې وویل، هېواد یې د ټولو لپاره د یوه "روا حق"په توګه د زدهکړو ملاتړ کوي.
موږ به هيڅکله د نجونو لپاره د ښوونځیو د بیا پرانیستلو له ملاتړه لاس وانهخلو."ډونالډ برانډ
نوموړي ويلي: "متحدهایالاتونه د ټولو افغان مېندو او پلرونو تر څنګ ولاړ دي، چې د خپلو اولادونو او د خپل هېواد د راتلونکي لپاره د زدهکړې حیاتي اړتیا درک کوي، موږ به هيڅکله د نجونو لپاره د ښوونځیو د بیا پرانیستلو له ملاتړه لاس وانهخلو."
د ۱۴۰۰ل کال په دوبي کې پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته طالبانو د نجونو پر مخ منځني ښوونځي او عالي لېسې وتړلې او په ۱۴۰۱ل کال کې یې د نجونو او ښځو پر مخ پوهنتونونه هم وتړل.
په افغانستان کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو لپاره له کورنیو او بهرنیو غوښتنو سره - سره طالبانو تر اوسه کوم اقدام نهدی کړی.
په افغانستان کې ځینې نجونې چې له زدهکړو راګرځول شوي وايي، له زدهکړو محرومیت پر دوی منفي اغېز کړی دی.
د مديني په نوم يوه زدهکوونکې وايي: "زما نوم مدینه ده، د یوولسم ټولګي زدهکوونکې یم، له طالبانو غواړم چې زموږ ښوونځی پرانیزي، موږ هم د هلکانو په څېر بشري حقونه لرو، کالي او حجاب مو اسلامي دی، لهدې سره مو راتلونکی خرابېږي، هیله ده ښوونځي راته پرانیزي."
د وږي یا سنبلې پر ۱۵مه د افغانستان په تودو سیمو کې نوی ښوونیز کال پرته لهدې چې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د زدهکړو اجازه ورکړل شي پیل شو چې یوازې هلکانو ته د ټولو ښوونځیو دروازې پرانیستې وې.
په دې اړه نور: سواد زدهکړې نړیواله ورځ؛ له زدهکړو محرومې افغان نجونې: د ښوونیزو مرکزونو پرانیستل مو ستر ارمان دییونسکو د سپټمبر میاشتې د اتمې یا د سواد نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپله ایکسپاڼه یا پخوانې ټویټر، سواد د ټولو لپاره یو بنسټیز بشري حق بللی و او زیاته کړې یې وه چې سواد "له نورو بشري حقونو، لویو ازادیو او نړیوال تابعیت څخه د ګټې اخیستنې دروازې پرانيزي."
سږ کال یوځل بیا دا ورځ داسې مهال راغله، چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو، لېسو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي.