د پنټاګون ویاند: داعش په سيمه کې د يو ګواښ په توګه لا هم شتون لري

د پنټاګون ویاند جنرال پټ رايډر

په کابل کې د تېرې دوشنبې ورځې له ځانمرګي بريد وروسته د امریکا د متحده‌ایالتونو د دفاع وزارت یا پنټاګون وايي چې د اسلامي‌ دولت ډلې یا داعش خراسان څانګه په سیمه کې د یو ګواښ په توګه شته چې امریکا او متحدان به یې پر وړاندې اقدامات وکړي.

د پنټاګون ویاند جنرال پټ رايډر ويلي چې د داعش خراسان څانګه په سيمه کې د يو ګواښ په توګه لا هم شتون لري.

نوموړي پرون سې شنبه ناوخته د سپټمبردرېیمه د امریکا په دفاع وزارت کې یوې خبرې ناستې ته ويلي چې امريکا او متحدين به يې د دې ګواښ پر وړاندې جدي او مناسب اقدامات وکړي.

نوموړي د کابل د وروستۍ حملې او د داعش د شتون د کچې اړوند د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: "لکه څنګه مې چې وویل د سوريې په اړه، داعش لا هم ګواښ دى، که هغه د خراسان څانګه وي يا کومه بله نو له دې امله له خپلو متحدينو سره يوځاى کار کوو څو په دې برخه کې جدي اقدامات وکړو."

جنرال رایډر دغه راز په عراق او سوریې کې د داعش ګواښ ته په اشارې سره وویل چې دغه ډله د پخوا په څېر پیاوړې نه ده، خو ټينګار يې وکړ چې "که په داعش فشار نه وي کولای شي بیا وده وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې دوشنبې ورځ په کابل کې د لويې څارنوالۍ د پخوانۍ ودانۍ مخې ته چې اوس په کې د طالبانو د حکومت د مشر د حکمونو او فرمانونو د تعقيب رياست دی، انتحاري حمله وشوه او له امله یې د طالبانو د حکومت د معلوماتو له مخې شپږ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

په دې اړه نور: کابل کې ځانمرګی برید شوی؛ طالبان: ۶ کسان وژل شوي او ۱۳ ټپیان دي

خو په ځینو غیر تایید شویو راپورونو کې په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶ تنه ښودل شوي دي.

دغه برید پراخه غبرګونونه هم راپارولي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ د چهارشنبې د ورځې برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي چې د پېښې عاملان باید د بشپړې څېړنې او رڼې محاکمې له لارې د قانون منګولو ته وسپارل شي.

په دې اړه نور: ريچارد بېنيټ: کابل کې د دوشنبې د ورځې د بريد تر شا کسان بايد محاکمه شي

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده‌ايالتونو ځانګړي استازي ټام وېسټ او د ښځو، نجونو د بشري حقونو لپاره د افغانستان ځانګړې استازې رینا امیري هم په خپله ايکس‌پاڼه دغه برید غندلی او هغه یې ترهګریز بريد بللی دی.

د افغانستان د څارنوالانو ټولنې هم د سه‌شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا برید غندلی او پر نړیوالو سازمانونو یې غږ کړی چې د څارنوالانو ملاتړ وکړي او د څارنوالانو پر وړاندې د دا ډول "هدفمندو" بریدونو مخه ونیسي.

خو د طالبانو حکومت تل په افغانستان کې د داعش شتون رد کړی دی.

خو د امنیتي چارو شنونکي وايي، داعش د طالبانو په راتګ سره په افغانستان کې زیات بریدونه کړي او دغه ډله د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره لوی ګواښ دی.

راسخ وايي: داعش د هرې ورځې په تېرېدو سره په سیمه کې پياوړی کېږي او د جګړې لمن منځنۍ اسیا ته غځېږي.

له ډلې یې اختر راسخ ازادي راډيو ته وویل: "داعش د هرې ورځې په تېرېدو سره په سیمه کې پياوړی کېږي او د جګړې لمن منځنۍ اسیا ته غځېږي، داعش، طالبان هم له ګواښ سره مخ کوي، خو قرباني به يې افغان ولس وي."

که څه هم د طالبانو حکومت ټینګار کوي چې په افغانستان کې داعش ځپل شوى، خو یو شمېر ګاونډیو هېوادونو وخت په وخت په افغانستان کې د داعش پر حضور اندېښنه ښودلې او پر طالبانو یې غږ کړی چې له داعش سره د مبارزې لپاره اساسي اقدامات وکړي.