رواداري سازمان: له بشري حقونو څخه د طالبانو د سرغړونو د پېښو کچه لوړه شوې

انځور - ارشيف

د رواداري په نوم د بشري حقونو سازمان وایي، د ۲۰۲۴ کال لومړۍ نیمایي کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د طالبانو د حکومت له لوري له بشري حقونو څخه د سرغړونو په پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د رواداري په نوم د بشري حقونو یو سازمان ادعا کړې چې، په افغانستان کې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر ۲۰۲۳ کال د همدې مودې په پرتله د طالبانو د حکومت له لوري د بشري حقونو د سرغړونې په پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.

دغه سازمان په خپل راپور کې چې نن دوشنبه د اګسټ په ۱۲مه یې خپور کړی ویلي، د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۳۶ تنه په زوره تري تم کړی شوي، په‌داسې حال کې تېر کال په همدې موده کې دا شمېر ۱۱ تنه وو.

"له بده‌مرغه موږ په سیاسي او مدني برخه کې د بشري حقونو د سرغړونو په پېښو کې زیاتوالی لرو
شهرزاد اکبر

د دې ترڅنګ سږ کال ۶۱۴ تنه په خپل‌سري ډول ناقانونه نیول شوي خو تېر کال بیا دا شمېر ۲۲۲ تنه وو.

په راپور کې راغلي دي چې، دغه راز طالبانو ۲۵۲ تنه له مخالفو وسله‌والو سره د همکارۍ په تور نیولي، خو تېر کال یې ۵۳ تنه په‌دې تور نیولي وو، همدارنګه په زندان کې د شکنجو له امله د وژنو شمېر سږ کال ۱۲ تېر کال ۱۰ تنه او د راپور په ټکو د ظالمانه او غیر انساني سزګانو پلي کولو شمېر سږکال ۱۵۱ او تېر کال ۶۹ پېښې یادې کړې دي.

په همدې حال کې د روادارۍ سازمان مشرې شهرزاد اکبر ازادي راډیو ته وویل: "له بده‌مرغه موږ په سیاسي او مدني برخه کې د بشري حقونو د سرغړونو په پېښو کې زیاتوالی لرو، یعنې د اجباري تري تم کولو پېښې په لومړیو ۶ میاشتو کې د تېر کال په پرتله زیاتې شوي، د طالبانو له‌خوا د خپل‌سرو او غیر قانوني نیونو شمېر زیات شوی، د ښځو او نجونو پر وړاندې د بشري حقونو وضعیت بدتره شوی، پر دوی نوي محدودیتونو زیات شوي."

د روادارۍ سازمان مشره شهرزاد اکبر

دغه سازمان په خپل راپور کې دا هم ویلي، د طالبانو حکومت په‌‌دې موده کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د خپلو سختو پالیسو او بندیزونو پلي کولو ته دوام ورکړی او قومي، ژبني، مذهبي لږکي یې له خپلو مدني، سیاسي حقونو، روغتیایي او ټولنیزو خدمتونو او عدالت ته له لاس‌رسي بې‌برخې کړي دي.

"هغه ورځ چې یې موږ ونیولو په ډېر بد حال، بد چلند او کنځلو یې موټر ته واچولو،
د کابل يو اوسېدونکی

راواردارۍ سازمان ویلي دي، خپل دغه راپور یې د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې د بېلابېلو پېښو د عیني شاهدانو، مدني فعالانو، د پېښو د قربانیانو، د بشري حقونو د مدافعانو او د نړیوالو سازمانونو د راپورونو پر اساس جوړ کړی دی.

په ورته وخت کې یو شمېر ولسي وګړو هم ادعا کوي چې، په بېلابېلو وختونو کې د طالبانو د حکومت له لوري نیول شوي او سخت شکنجه شوي دي.

د کابل ښار یو اوسېدونکي د نوم نه خپرولو او غږ بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل، نږدې درې اوونۍ مخکې د طالبانو له‌خوا نیول شوی و.

هغه وايي: "هغه ورځ چې یې موږ ونیولو په ډېر بد حال، بد چلند او کنځلو یې موټر ته واچولو، پر سر یې توره کڅوړه را واغوستله او لاسونه یې را ولچک کړل، په ډېر بد وضعیت یې تړلي وو چې ان څو ورځې وروسته مې هم په لاسو کې هغه داغونه ښکارېدل، خپل یو ریاست ته یې بوتلو، زه یې ووهلم، ټېله یې کړم، یو وخت چې ما غوښتل تشناب ته ولاړ شم، تشناب ته به یې نه پرېښودلو، بیا یې هلته یې په تفنګچه په اوږه ووهلم چې ته ولې دروغ وایې."

د کابل د پلچرخي زندان چې ویل کیږي یو شمېر پخواني پوځیان هم پکې بندیان دي

دا کس وایي چې پلار یې لا هم د نامعلوم تور له امله د طالبانو په زندان کې دی.

بل‌خوا د تېر جمهوري حکومت پر مهال د غزني ولایت د قره باغ ولسوالی امنیه قوماندان رمضان ځیرک ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا وکړه چې، د چهارشنبې په ورځ یې د استخباراتو مسوولینو ۱۵ کلن زوی د ده د پخوانۍ دندې له امله له ځان سره وړی دی.

نوموړي وويل: "له بده‌مرغه د تېرې چهارشنبې په ورځ طالبان زما کور ته تللي وو او هلته یې زما ۱۵ کلن زوی له ځان سره وړی دی، که څه هم هغه هيڅ جرم نه‌لري او زوی د پلار په جرم نیول کېدای نه‌شي."

ښاغلی ځیرک وایي، دی خپله له افغانستانه بهر وتلی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد او د دوی د استخباراتو د عمومي ریاست ویاند خلیل همراز د دې راپور تر خپرېدو د دغو ادعاو او راپور په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو د طالبانو حکومت تر وړاندې ورته ادعاوې بې‌بنسټه بللي دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې له‌دې وړاندې هم د ملګروملتونو په ګډون د بشري حقونو ګڼو نړیوالو بنسټونو د طالبانو حکومت د بشري حقونو په نقض تورن کړی او ویلي يې دي چې، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې بشري وضعیت تر بل هر وخت خراب شوی دی.