د بشري حقونو څار سازمان: طالبانو په درې کلونو کې د نجونو او ښځو له حقونو کمسارې سرغړونې کړي

طالب عسکر د ښځو د يو لاريون پر مهال ډزې کوي، ارشيف

په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا ځلې رسېدو د ۳مې کلیزې د رارسېدو په مناسبت د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، يادې ډلې د ښځو د حقونو په برخه کې داسې سرغړونې کړي چې په نړۍ کې کم‌سارې دي.

دغه سازمان پرون یک‌شنبه د اګسټ ۱۱مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته له بياځلي رسېدو وروسته د ښځو د حقونو په برخه کې د نړۍ په کچه جدي سرغړونې رامنځته کړي دي.

په خبرپاڼه کې اندېښنه ښودل شوې چې دا مهال افغانستان د نړۍ په کچه له جدي بشري کړکېچ سره مخامخ دی او د افغانستان له ګاونډویو هېوادونو د زرګونو افغانانو ايستلو ستونزې نورې هم ډېرې کړي دي.

په دې اړه نور: سیما باهوس: په افغانستان کې د ښځو د حقونو لوی ناورین روان دی

د بشري حقونو څار سازمان وايي، افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې په‌‌کې تر شپږم ټولګي پورته له زده ‌کړو منع شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغه سازمان د افغانستان د برخې د څېړونکې فرشتې عباسي له قوله راغلي، د طالبانو د واکمنۍ پرمهال افغان مېرمنې په خورا سختو او (وحشتناکو) حالاتو کې ژوند تېروي.

"زه ډېری داسې مېرمنې پېژنم چې منزوي شوي دي
راحله تلاش

اغلې عباسي په ټولو هېوادونو غږ کړی، له هغو هڅو ملاتړ وکړي، چې د طالب مشرانو په ګډون هغوی چې په افغانستان کې جدي جرمنو کې ښکېل دي ځواب او حساب ورکولو ته اړ باسي.

په ورخت کې یو شمېر افغان مېرمنې ناهیلي ښېي چې د افغان مېرمنو پر وړاندې د طالبانو چلند له روحي او رواني ستونزو سره مخ کړي دي.

راحله تلاش چې دا مهال په پاکستان کې کډواله ده ازادي راډيو ته یې وویل: "زه ډېری داسې مېرمنې پېژنم چې منزوي شوي دي او هغه وضعیت چې یو ژوندی انسان یې باید ولري نه‌یې لري، یوازې ساوې اخلي خو نور د ژوند له هيڅ ډول حالاتو نه‌دي خبر، دا ټول حالات د هغه چاپیریال له کبله رامنځته شوي چې هلته اوس طالبان د هغوی فکر حاکم دی او نور څه نه‌شته."

په افغانستان کې د معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور

په کابل د ښځو د حقونو یوې فعالې چې نه‌یې غوښتل په راپور کې یې نوم واخيستل په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د هرې ورځې په تېرېدو په افغانستان کې د ښځو حقونه لا ډېر نقض کېږي، دا درې کاله کېږي چې له تر ټولو مهم حق چې زده‌کړې دي هغه ترې اخيستل شوی او همدا راز له هغې راهیسې چې مېرمنې له کارونو ايستل شوي فقر ډېر زیات شوی، مېرمنې اړ شوي چې یا سوال وکړي او یا په لارو کوڅو کې د کراچیو په ګرځولو او یا هم د بوټانو په پاکولو او رنګولو خپلې کورنۍ وساتي."

"د هرې ورځې په تېرېدو په افغانستان کې د ښځو حقونه لا ډېر نقض کېږي،
کابل کې د ښځو د حقونو يوه فعاله

دا په‌داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د امريکا د نړيوالو مذهبي ازاديو کمېسيون په خپل کلني راپور کې ویلي و چې، د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په بېلابېلو برخو کې د خلکو ازادۍ محدودې شوي دي.

که څه هم تر دې وړاندې د ملګروملتونو په ګډون د ښځو د حقونو د خوندیتوب بېلابېلو بنسټونو په افغانستان کې د ښځو د ناسم وضعیت په اړه د بېلابېلو راپورنو په خپرولو سره اندېښنه ښودلې، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا ادعا کړې چې د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه د مېرمنو حقونه د دوی په خبره د اسلامي شریعت په پام کې نیولو سره خوندي دي، هغه ادعا چې نړیواله ټولنه او د ښځو د حقونو بېلابېل بنسټونه یې ورسره نه‌مني.