تورخم دروازه کې د سوداګرۍ اتحاديو احتجاجي کمپ پيل شو؛ سوداګرو تر يک‌شنبې د ستونزو د حل غوښتنه کړې

تورخم

د تورخم دروازې په هغه غاړه کې پرون جمعه د سوداګرۍ اتحادیو احتجاجي کمپ پیل شو.

په تورخم کې د ګمرکي صفایۍ د ټولو استازو مشر وايي، دوی تر یک‌شنبې پورې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته مهلت ټاکلی، چې د دوی ستونزې حل کړي.

اېمل شینواری وايي، که یې تر یک‌شنبې غوښتنې ونه منل شي، دوی به د ټولو باروړونکو موټرو د تګ راتګ مخه ونیسي.

هغه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د تګ راتګ د لنډمهاله سند یا "TAD" ترلاسه کول زیات وخت نیسي، ځکه نو ډېرو لارۍ چلوونکو نه دي ترلاسه کړي.

موږ احتجاجي کمپ ولګاوه او که دواړو حکومتونو دا مسئله حل نه‌کړه، نه ختمېدونکی اعتصاب به کوو."
اېمل شينواری

هغه وايي: "د TAD- Temporary Admission Document په نوم د تېرېدو راتېرېدو لنډمهاله سند چې د پاکستان او افغانستان له‌خوا په دوه اړخیزه موافقه کې منل شوی، په هغه موافقه کې دا ویل شوي وو، چې موټرچلوونکو ته به له ۵ تر ۷ ورځو پورې دا کاغذ جوړوو، چې چلوونکی، کلینر او د موټر خاوند به په‌کې وي. له بده‌مرغه دا ۳ یا ۴ میاشتې وشوې، چې خلکو اسناد ټول کړي خو دغه TAD کاغذ نه‌دی ورکړل شوی. اوس دا تګ‌لاره عملي شوې هغه موټر چې دغه لنډمهاله سند ونه‌لري واردات او صادرات نه‌شي کولی. له ۵ ورځو ۹۰ فیصده موټران پر تورخم ولاړ دي. موږ احتجاجي کمپ ولګاوه او که دواړو حکومتونو دا مسئله حل نه‌کړه، نه ختمېدونکی اعتصاب به کوو."

پاکستاني چارواکي وايي، هغه موټرچلوونکي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ تګ راتګ کوي باید د اګست له لومړۍ نېټې د تګ راتګ لنډمهاله سند یا ټاډ ولري.

په تورخم کې د پاکستان د ګمرکونو یوه چارواکي عدنان خان د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي، افغان او پاکستاني چلوونکو ته د تګ راتګ لنډمهاله سند یا TAD ضروري دي، چې له هغه پرته پر دروازو تګ راتګ نه‌شي کولی.

موټر چلوونکي د تورخم دروازې د پرانيستلو لپاره انتظار باسي.

د پاکستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت یوه هیئت، د مارچ میاشتې په وروستیو کې په کابل کې د طالبانو له حکومت سره د نورو مسایلو تر څنګ له ویزې او پاسپورټ پرته پر تورخم او نورو دروازو د تګ راتګ لپاره د لنډمهاله سند د لرلو موضوع نهايي کړه.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او پانګونې د ګډې خونې سلاکار مخلص احمد له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د تګ راتګ د لنډمهاله سند یا (TAD) اخیستل پېچلی دی.

نوموړی وايي: "ډېر وخت نیسي لکه دوې یا درې اوونۍ، چې په‌دې موده کې چلوونکی یا کلېنر، د لارۍ خاوند یا د ټرانسپورټ استازی نه‌شي کولی دغه سند ترلاسه کړي. د لاریو شمېر زیات دی، امکانات، فرصت او سهولتونه کم دي. نو هغو لاریو چې په افغانستان او پاکستان کې دي دغه سند د اګست له لومړۍ نېټې نه‌دی ترلاسه کړی. غټه ستونزه دا ده چې د اګست میاشتې له لومړۍ نېټې په تورخم کې قیودات زیات شوي دي، ځکه نو احتجاج پیل شو."

په تورخم کې د ګمرکي صفایۍ د ټولو استازو مشر وايي، دوی تر یک‌شنبې پورې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته مهلت ټاکلی، چې د دوی ستونزې حل کړي.

د تګ راتګ لنډمهاله سند په کابل کې د پاکستان د سفارت او په پاکستان کې طالبانو د ډیپلوماتیکو ماموریتونو له‌خوا د سلو ډالرو په بدل کې برابرېږي.

د دغه لنډمهاله سند پر اساس افغان او پاکستاني موټرچلوونکي کولی شي د شپږو میاشتو لپاره له پاسپورټ یا ویزې پرته تګ راتګ وکړي، خو په هرو شپږو میاشتو کې باید دغه لنډمهاله سند تمدید کړي.

پاکستاني چارواکي وايي د دغه سند د لرلو شرط د امن د ټینګښت لپاره عملي کېږي، چې له تورخم او نورو دروازو د وسله‌والو د تګ راتګ مخه ونیول شي.

پر تورخم دروازه باروړونکي موټر داسې وخت بند پاتې دي، چې د افغانستان د کرنیزو تولیداتو وخت دی او له‌دې درکه سوداګر، باغ لرونکي، کروندګر او ټرانسپورټي شرکتونه زیات زیانمن شوي دي.