افغانستان تېر کال د ترهګرۍ څخه د اغېزمنو لسو هېوادونو په کتار کې شامل شوی

په کابل کې وسله‌وال طالبان

د اقتصاد او سولې انسټېټیوټ یا "آی‌اي‌پي" افغانستان په ۲۰۲۳م کال کې د ترهګرۍ څخه د اغېزمنو لسو هېوادونو په کتار کې شامل کړی دی.

د اقتصاد او سولې انسټېټیوټ د ترهګرۍ د نړیوال شاخص په خپرولو سره افغانستان ته په ۲۰۲۳م کال کې د هغو لسو هېوادونو په منځ کې شپږم ځای ورکړی چې له ترهګرۍ څخه اغېزمن شوي دي.

د دې انسټېټیوټ د "ترهګرۍ نړیوال شاخص" چې د پېښو، تلفاتو، ټپیانو او یرغمل شویو یو ترکیبي معیار دی او د سهشنبې په ورځ خپور شوی، په تېرو پنځو کلونو کې یې په نړۍ کې د ترهګرۍ د اغېزو کچه څېړلي دي.

په دغه شاخص کې راغلي، افغانستان په وروستیو دوو لسیزو کې په ۲۰۲۳م کال کې د تر ټولو کم ترهګریزو فعالیتونو شاهد و او په دغه هېواد کې د ترهګریزو بریدونو له امله د مرګ ژوبلې کچه د ۲۰۰۷م کال په پرتله ۸۴ سلنه کمه شوې ده.

په پایله کې راغلي، که څه هم په دې هېواد کې ترهګریزې پېښې ۷۵ سلنه کمې شوي، خو افغانستان په ۲۰۲۳م کال کې د ترهګریزو بریدونو ۱۱۹ قربانیان درلودل.

د ترهګرۍ نړیوال شاخص وايي، کابل او تخار هغه دوه ولایتونه دي چې په ۲۰۲۳م کال کې د تر ټولو زیاتو ترهګریزو پېښو شاهدان وو.

مګر راپور زیاته کړې چې "آی‌اي‌پي" یوازې ترهګریز بریدونه څېړلي او نور اړخونه لکه د ملکي وګړو د تېر جمهوري نظام د پوځي چارواکو او د بشري حقونو د فعالانو پر وړاندې د طالبانو حکومت د کړنو په ګډون د شاخص په ټکو "د بشریت پر ضد جرمونه" یې نه دې څېړلي.

د طالبانو حکومت په تېرو نږدې درېیو کلونو کې په وار وار ادعا کړې چې په افغانستان کې یې د داعش په ګډون، ترهګریزې ډلې ځپلي او په ټول هېواد کې یې امنیت تامین کړی دی.

د ترهګرۍ په نړیوال شاخص کې د نهم پرله‌پسې کال لپاره داعش په نړۍ کې تر ټولو وژونکې ترهګریزه ډله ګڼل شوې او راغلي چې دې ډلې په ۲۰۲۳م کال کې په افغانستان کې د هغو ۱۷ ترهګریزو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی، چې ۷۳ کسان په‌کې وژل شوي.

په همدې حال کې د کابل یوه اوسېدونکی، چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي او په ۲۰۲۲م کال کې د کابل په لوېدیځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز په یوه خونړي ترهګریز برید کې یې ۱۷ کلنه خور مړه شوې، ازادي راډيو ته وویل: "په دې پېښه کې د دوو ساتونکو په ګډون ۵۵ تنه شهیدان شول، یو زده‌کوونکی نارینه و او پاتې ۵۲ تنه یې ښځینه زده کوونکې وې او ۱۲۵ تنه ټپیان شول چې په شهیدانو کې یوه زما خور ام البنین وه چې په همدې ټولګي کې وه. یوه ډېره غمجنه پېښه او په ورته وخت کې ډېره ژوره غمیزه وه."

د کابل ښار یوه څنډه

له دې برید څخه شاوخوا یوه میاشت وروسته د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا وکړه چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې د خراسان څانګې شپږ غړي چې د ده په خبره د کاج پر ښوونیز مرکز د برید عاملین وو، د دوی د ځواکونو په یوه برید کې د کابل په ختیځ کې وژل شوي.

د اقتصاد او سولې انسټېټیوټ ویلي، که څه هم په بېلابېلو هېوادونو کې د ۲۰۱۵م کال په پرتله په ۲۰۲۳م کال کې د ترهګریزو بریدونو شمېر ۲۳ سلنه کم شوی، خو د دغو بریدونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر کې د ۲۰۱۷م کال په پرتله ۲۲ سلنه زیاتوالی راغلی.

د یاد انسټېټیوټ د ترهګرۍ نړیوال شاخص له مخې، پاکستان په ٢٠٢٣م کال کې په ۴٩٠ بریدونو سره تر ټولو زیات ترهګریزۍ پېښې ثبت کړې دي.

که څه هم په دې راپور کې د ترهګریزو بریدونو او د دغو بریدونو له امله د وژل شویو کسانو د شمېرو کمښت ته اشاره شوې، خو په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو راهیسې د سیمې او نړۍ هېوادونو په پرله‌پسې ډول په دغه هېواد کې د ترهګریزو ډلو د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

خو د طالبانو حکومت په وار وار ادعا کړې چې دوی به اجازه ورنه‌کړي چې د له افغانستان خاورې څخه نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ شي.