د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

کابل پولیس: تيره ورځ د روسیې د سفارت د کارکوونکي پر موټر ماین چاودلې


په کابل کې د روسیې سفارت
په کابل کې د روسیې سفارت

د کابل پولیس مني چې د سې شنبې (د لېندۍ ۱۱مه) په سهار مقناطیسي ماین د روسیې سفارت د کار کوونکي په موټر چاودلی دی.

‎که څه هم پولیس وایي چې د روسیې سفارت هېڅ یو کار کوونکي ته په دغه پېښه کې زیان نه دی اوښتی، خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت رسنیو ته ویلي چې دغه پېښه کې د سفارت کار کوونکي برسېرن ټپیان شوي دي.

‎د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز په دې اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: ‎"د تېرې ورځې په سهار د کابل د شپږمې امنیتي حوزې اړوند علاو الدین سیمه کې په مقناطیسي ماین چاودنه کې په کابل کې د یو سفارت لن‌‌‌‌‌‌ډ کروزر ‌‌‌‌‌‌ډوله موټر هدف وګرځېده، په دې پېښه کې چاته زیان نه دی اوښتی او پېښه تر څېړنې لاندې ده."

‎له دې سره رشیه ټو‌‌‌‌‌‌ډې 'Russia today' په نوم یوې ټلوېزیوني شبکې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې ماریا زخارووا د څرګندونو پر بنسټ راپور ورکړی چې دغه موټر کې ناست کسان په کابل کې د روسیې سفارت افغان کار کوونکي وو.

‎د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په افغانستان د روسي وګړو پر وړاندې د ترهګریزې حملې احتمال نه ردوي.

‎مسکو له کابله غوښتي چې د دغې پېښې څرنګوالی په هر اړخیزه توګه وڅېړي.

‎بل خوا د جمهور رئیس محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح هم د چهارشنبې( د لېندۍ ۱۲مه) په ورځ په خپله فېسبوک پاڼه لیکي چې د یو سفارت موټر د مقناطیسي ماین له چاودنې بچ شو.

‎د ښاغلي صالح د عامه اړیکو او رسنیو د دفتر مشر رضوان مراد وایي چې ماین د روسیې سفارت د کار کوونکو د موټر د حرکت پر مهال له موټره پریوتی او د سړک په مخ چاودلی دی.

رضوان مراد
رضوان مراد

‎دی وايي: "ماین د موټر په وروستۍ برخه نښلول شوی و چې د حرکت پر مهال ترې پریوتی او بیا چاودلی دی چې هېڅ چا ته زیان نه دی اوښتی، د دې لپاره چې د تروریستانو دغه پلانونه شن‌‌‌‌‌‌ډ کړو، د شپږ نیمو بجو ټیم د ملي امنیت په کشف او ټکنالوژیکي نوښتونو هڅه کوي چې د مقناطیسي ماینونو د چاودنو مخنیوی وکړي."

‎که څه هم په دې وروستیو کې د مقناطیسي ماین چاودنه پېښې ډېرې شوي، خو دا لومړی ځل دی چې د یو سفارت د کار کوونکو د موټر له هدف ګرځېدو ویل کېږي.

XS
SM
MD
LG