د عبدالرشید دوستم د ملي جنبش یو مشر وايي چې د ترکیې حکومت د طالبانو مخالف قوماندان او د ولسي جرګې پخواني غړي ګل محمد پهلوان ته د ویزې له لرلو سره سره اجازه نه ده ورکړې چې په ترکیه کې پاتې شي.
ګل محمد پهلوان د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د ملي اسلامي جنبش قوماندان و او د ولسي جرګې په ۱۶مه دوره کې د فاریاب استازی پاتې شوی دی.
د ملي اسلامي جنبش یوه مشر او د کار او ټولنیزو چارو پخواني وزیر بشیراحمد تهینج تېره شپه په دې اړه ازادي راډیو ته چې د جولای په ۱۸مه نېټه ګل محمد پهلوان غوښتل چې د ترکیې له استانبول څخه ایران ته لاړ شي، په هوايي ډګر کې ورته وویل شول چې له ترکیې ووځي او بېرته رانهشي.
تهینج زیاته کړه: "له دې سره سره چې د اقامت ۷ میاشتې یې پاتې وې، ورته وویل شول چې ستا اقامه باطله شوې، نور د ترکیې له خاورې ووځه، موږ یې په سبب یې نه پوهېږو، علت به یې څه وي، خو سیاسي موضوع نه ده، له جنرال قونسلۍ سره مو هم تماس ونیوه، له یو شمېر ادارو سره هم، چې په ترکیه کې په دې برخه کې کار کوي، هڅه کوو چې تماس ونیسو څو ستونزه حل کړو."
هغه وايي چې ګل محمد پهلوان اوس په ایران کې دی.
تېره اوونۍ د جنبش یو قوماندان عزتالله زیل له ایران څخه افغانستان ته تر ستنېدو وروسته په سرپل ولایت کې د نامعلومو کسانو له لوري ووژل شو.
د نوموړي خپلوانو د جولای په ۲۰مه ازادي راډیو ته وویل چې وسلهوالو کسانو د شپې په مخه د سرپل ولایت د سوزمه قلعه ولسوالۍ په سبزي کلان کلي کې د نوموړي پر کور حمله وکړه او ویې واژه.
په وروستیو ورځو کې داسي خبرونه خپاره شوي چې ترکیه غواړي د طالبانو مخالف قوماندانان له خپلې خاورې وباسي او ښايي د قوماندان ګل محمد ایستل هم په دې لړ کې وي.
خو بشیراحمد تهینج دا اوازې نه تاییدوي او وايي چې دوی تراوسه داسي څه نه دي احساس کړي، خو ده په عین حال کې تایید کړه چې هغه کسان، چې د اقامت په برخه کې ستونزې ولري، د ترکیې د مهاجرت له قانون سره سم، ورسره چلند کېږي چې دا د ده په باور نورمال کار دی.
په ترکیه کې د افغانستان د پخواني حکومت ډیری چارواکو او قوماندانانو کورونه او جایدادونه اخیستي چې د دغه هېواد پاسپورټ او قانوني اسناد ترلاسه کړي.
ګل محمد پهلوان د نولس سوه نوي یمې لسیزې په پای کې د طالبانو په وړاندې په جګړو کې برخه اخیستې او د جمهوري حکومت له پرځېدو وروسته ترکیې ته تللی و.