د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

د غیر قانوني وسلو ډېرېدل او د غیر مسؤله وسله‌والو ښکاره کېدو افغانان وېرولي


ارشیف، یو شمېر غیر مسول وسله وال
ارشیف، یو شمېر غیر مسول وسله وال

په افغانستان کې د ځینو ډلو له لوري د بېلابېلو مراسمو په ځانګړي ډول د لاریونونو پر مهال د غیر قانوني وسلو ننداره او را ایستل د خلکو ترمنځ وېره او اندېښنه زیاته کړې ده.

دغه شان د خوښیو د مراسمو پر مهال د هوايي ډزو کول بله هغه مسئله ده چې د خلکو په وینا ناامني یې زیاته کړې ده.

د دوی په وینا د غیر قانوني وسلو نه په جنایي جرمومو او اخاذیو کې هم ګټه اخېستل کېږي.

د بلخ او فاریاب اوسېدونکو احمد هزیر او قربان ګیلدي ازادي راډیو ته وویل: "غیر مسوول وسله وال بیخي زیات شوي، وسله په لاس ښارونو ته راوځي، موږ د دغه وسله والو له موجودیت وېره لرو، همدا کسان دي چې غلاوې کوي، خلک وژني او زموږ د خلکو ژوند یې تریخ کړی دی.

-په دې ورځو او شپو کې غیر مسوول وسله وال زیات شوي، د ښارونو په منځ کې له خپلو وسلو سره په سیمه ییزو لباسونو کې ګرځي، دوی د ناامنۍ او د خلکو د وېرې لامل ګرځېدلي د بلخ امنیت ورځ تر بلې خرابېږي."

په افغانستان کې د غیرقانوني وسلو ډېرېدل او دغه شان په ښارونو کې د غیر مسوولو وسله والو ډلو راښکاره کېدو د خلکو اندېښنې زیاتې کړي دي.
په افغانستان کې د غیرقانوني وسلو ډېرېدل او دغه شان په ښارونو کې د غیر مسوولو وسله والو ډلو راښکاره کېدو د خلکو اندېښنې زیاتې کړي دي.

د یو شمېر نورو ولایتونو ځینو اوسېدونکو هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې ورته اندېښنې شریکې کړي دي.

په پلازمېنه کابل کې هم په دې اړه اندېښنې مخ پر زیاتېدو دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو د غیر مسوولو وسله والو ډلو د راښکاره کېدو راپورونه ورکول کېږي.

تازه تېره ورځ په فاریاب ولایت کې د جنبش ګوند سلګونه پلویانو د نوي والي محمد داوود لغماني پر وړاندې وسله وال لاریون کړی.

په یو شمېر انځورونو کې چې په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي له لاریون کوونکو سره سپکې او درنې وسلې لیدل کېږي.

دغه شان څو ورځې وړاندې په هرات کې له طالبانو د جلا شوي ډلې د مرستیال ملا عبدالمنان نیازي د جنازې په مراسمو کې چې د هرات په ښار کې ادا شوه، لسګونه غیر مسوول وسله وال ولیدل شول.

له دې وړاندې د روان لمریز کال د حمل په ۲۴مه د کار او توسعه سیاسي ګوند پخواني مشر او د روښنايي غورځنګ غړي ذولفقار امید پر خپل فیسبوک داسې عکسونه خپاره کړل چې تر شا يې لسګونه غیر مسوول وسله وال لیدل کېږي.

د تېرکال په دلوې میاشت کې د هرات د ولایتي شورا د رییس پلویانو هم د دې ولایت د امنیه قوماندان پر ضد وسله واله مظاهره کړې وه.

ښايي په افغانستان کې داسې لسګونه نورې بېلګې هم پیدا شي.

اوس پوښتنه دا ده چې ولې د دغو خلکو پر وړاندې قانون نه پلی کېږي، ښايي هغه پوښتنه چې د ډېرو افغانانو په ذهنونو کې وګرځي.

ښاغلی ضیا وايي پولیس مکلف دي چې د دغه ډول خلکو پر وړاندې قانوني اجراات وکړي
ښاغلی ضیا وايي پولیس مکلف دي چې د دغه ډول خلکو پر وړاندې قانوني اجراات وکړي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند احمد ضیا ضیا د چهارشنبې (د غويي ۲۹مه) په ورځ ازادي راډيو ته وویل، پولیس مکلف دي چې د دغه ډول خلکو پر وړاندې قانوني اجراات وکړي.

ضیا زیاته کړه: "هره ډله یا شخص چې د عامه نظم د ګډوډېدو لامل ګرځي او د خلکو رواني او روحي امنیت ګواښي په قانون کې جرم دی، پولیس مکلف دي چې د دغه ډول خلکو پر وړاندې قانوني اجرات وکړي او د فعالیت اجازه ورنه کړي."

د کورنیو چارو وزارت وايي چې تازه يې په بدخشان ولایت کې یوه څلور کسیزه غیر مسووله وسله واله ډله نیولې ده.

دا وزارت وايي، دې ته ورته نورې غیر مسوولې وسله والې ډلې به هم ونیول شي.

خو خلک وايي، په دې هېواد کې د غیرقانوني وسله والو پراخه موجودیت ته په کتو باید افغان امنیتي ارګانونه په دې اړه کوټلي او عملي ګامونه واخلي، ځکه د دوی په وینا دا حالت نه یوازې دا چې د ناامنۍ لامل ګرځي بلکې د افغان وسله والو ځواکونو پر وړاندې هم ستر چلنج بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG