د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

ارګ: د لویې جرګې په اړه به د اجرائیه رئیس اندېښنه او شکایت واورېدل شي


آرشیف، د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري په کابل کې یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال. April 07 2019
آرشیف، د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري په کابل کې یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال. April 07 2019

د سولې مشورتي لویې جرګې لپاره د چمتووالي په اوج کې د حکومت د یوه اصلي ګډون‌وال او ځینو نورو سیاستوالو پرېکون ځینې نوې لانجې راپیدا کړي.

ارګ ماڼۍ وايي، د عبدالله عبدالله په مشرۍ راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ د ثبات او هم‌پالنې ټیم د دې مشورتي لویې جرګې په اړه خپلې اندېښنې او شکایتونه له دوی سره نه‌وو شریک کړي.

د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري په یوه ټویټ کې چې متن‌یې ازادي راډیو ته هم رالېږلی دا خبره کړې او په دوام کې یې لیکلي چې ولسمشر اشرف غني به له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره وګوري او د هغه اندېښنه او شکایت به واوري.

چخانسوري لیکلي چې په‌دې اړه به مناسب تصامیم هم ونیول شي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله پرون ویلي چې د سولې مشورتي لویې جرګې په نوم ناسته د افغانستان شته ستونزې نه‌شي هوارولی او دی او ټیم‌یې په‌کې برخه نه‌اخلي.

عبدالله عبدالله د ثبات او هم‌پالنې په نوم د یوه ټیم په مشرۍ راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ دی چې لومړی مرستیال‌یې د جنبش له ګوند عنایت‌الله بابر فرهمند او دوهم‌یې د وحدت اسلامي له ګونده اسدالله سعادتي دي.

دې ټیم ویلي چې له دوی سره چا د دې جرګې په اړه مشوره نه‌ده کړې.

تر دې یوه ورځ مخکې د سولې مشورتي لویې جرګې د تدویر د کمېسیون مشر محمد عمر داوودزي په یوه کنفرانس کې وویل چې له ښاغلي عبدالله سره‌یې لیدلي او هڅه کېږي چې په جرګه کې د ګډون لپاره د هغه قناعت حاصل شي.

داسې وخت چې د سولې مشورتي لویې جرګې لپاره چمتووالی روان دی او په اکثرو ولایتونو کې هم د ګډونوالو لپاره ولسي انتخابات شوي په‌دې جرګه کې د عبدالله عبدالله او د هغه د انتخاباتي ټیم نه‌ګډون به څومره دا جرګه متأثره کړي؟​ارشیف، د کابل پوهنتون استاد او سیاسي کارپوه پوهاند ودیر صافی

د دې او ځینو نورو اندېښو په اړه د کابل پوهنتون استاد او سیاسي کارپوه پوهاند ودیر صافي ازادي راډيو ته وویل:

"هغوی چې مخالفت کوي د دې لپاره ده چې دا جرګه د ولسمشر لپاره یو انتخاباتي کمپاین بولي نه هغه واقعي جرګه چې په‌کې د سولې په ګټه پرېکړه وشي. دا خبره واضحه ده چې په‌دې جرګه کې دوه درې زره ګډونوال سوله غواړي او ټول افغانان هم سوله غواړي هېڅ‌څوک د سولې خلاف نظر نه‌ورکوي. نو څه ضرورت دی چې په‌دې کمزوري اقتصاد کې دا جرګه جوړه شي او بې‌ځایه مصارف وشي."

وسله‌والو طالبانو د سولې مشورتي لویه جرګه د دوی په خبره "جعلي" بللې او ویلي یې دي چې خلک دې هم په‌کې برخه وانه‌خلي.

حکومت ویلي، د سولې لویه مشورتي جرګه د راتلونکې ثور میاشتې په ۹مه نېټه جوړېږي چې دوه ورځې دوام کوي او له ټول افغانستانه په‌کې نږدې ۳ زره کسان برخه اخلي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG