د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۳

د مصالحې د رهبرۍ شورا درېیمه ناسته چې نن شنبه ټاکل شوې وه، وځنډېده


ارشیف، د افغانستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د مصالحې د رهبرۍ شورا د دوهمې ناستې یو انځور
ارشیف، د افغانستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د مصالحې د رهبرۍ شورا د دوهمې ناستې یو انځور

د مصالحې د رهبرۍ شورا درېیمه ناسته چې ټاکل شوې وه نن وشي، تر نامعلومې نېټې وځنډېده.

که څه هم ټاکل شوې وه چې د مصالحې د رهبرۍ شورا د شنبې ورځې په ناسته کې قطر ته تلونکی او له طالبانو سره د سولې مرکچي پلاوی وروستی شوی وای، خو د دې شورا مسؤلین د دغې ناستې د ځنډېدو خبره کوي.

د مصالحې د رهبرۍ شورا ویاند محمد عمر داودزي د شنبې په ورځ په کابل کې د يوې خبري ناستې پرمهال د دغې ناستې د ځنډېدو لامل داسې بیان کړ:

"ټاکل شوې وه چې نن سهار د مصالحې د رهبرۍ شورا درېیمه ناسته شوې وای چې وځنډېده او د دې ځنډېدو لامل یې د کاري کمېټو د چارو نه بشپړېدل دي، تر هغې چې دغه کمېټې خپلې چارې بشپړې او راپور یې وړاندې کړي، له هغه وروسته دا ناسته ترسره کېږي."

د مصالحې د رهبرۍ شورا ویاند محمد عمر داودزی
د مصالحې د رهبرۍ شورا ویاند محمد عمر داودزی

هغه د مصالحې د رهبرۍ په شورا کې د اختلافاتو د موجودیت په اړه راپورته شویو پوښتنو ته په ځواب کې وویل چې د دې شورا د چهارشنبې د ورځې په ناسته کې هېڅ ډول اختلاف نه دی رامنځته شوی، خو دا چې قطر ته کوم کسان لاړ شي او د پلاوی شمېر څومره وي، په دې اړه اختلافات شته.

د مصالحې د رهبرۍ شورا دوهمه ناسته د تېرې چهارشنبې په ورځ د دې شورا د غړو د ټاکلو، په قطر کې د مذاکره کوونکي پلاوي د معلومولو، له طالبانو سره د مرکچي پلاوي او د سولې د سرو کرښو د تعینولو په هدف په ولسمشرۍ ماڼۍ کې وشوه.

خو په دغه ناسته کې وروستۍ پرېکړه ونشوه او د دې شورا غړو وویل چې د يادو مواردو په اړه به د شنبې په ورځ وروستۍ پرېکړه وشي.

ښاغلي داودزي د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې په تړاو چې ټاکل شوې د غويي د میاشتې په ۹مه نېټه په کابل کې وشي، وویل چې د دغې جرګې د جوړېدو لپاره تیارۍ نیول شوي او د روانې لمریزې میاشتې تر ۲۹مې نېټې پورې به د مشورتي لویې جرګې د غړو د ټاکلو بهیر هم بشپړ شي.

هغه وویل چې په دغه جرګه کې د ګډون لپاره طالبانو ته بلنه نه ده ورکړل شوې او د دې چارې صلاحیت د مصالحې د رهبرۍ شورا لري، هغه هیله وښوده چې د مصالحې د رهبرۍ شورا په راتلونکې ناسته کې په دې اړه هم پرېکړه وشي.

دی وایي:

"هیله لرو چې طالبان دې جرګې ته خپل استازي را ولېږي او يا هم هغه کسان چې له دغې ډلې سره هم نظره دي، په دغه جرګه کې ګډون وکړي، خپلې ګیلې مانې شریکې او د خلکو نظرونه هم واوري."

له دې وړاندې طالبانو د يوې اعلامیې په خپرولو سره د سولې مشورتي لویه جرګه نمایشي او دسیسه بللې او په دغه جرګه کې یې د نه ګډون خبره کړې ده.

د سولې مشورتي لویه جرګه د غويي د میاشتې په نهمه له ټول افغانستان او له هېواده بهر د افغان کډوالو د استازو په ګډون د درېیو زرو تنو په حضور سره په کابل کې ترسره کېږي.

په دغه جرګه کې د ټولو ګډون کوونکو له ډلې دېرش سلنه به یې ښځې وي او دغه جرګه به د څلورو ورځو لپاره دوام کوي چې په کې به له طالبانو سره د سولې د خبرو پر څرنګوالي او بېلابېلو اړخونو بحث او خبرې وشي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG