د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

امنیتي ځواکونو قیصاري ته ضرب الاجل وټاکه چې ځان تسلیم کړي


امنیتي ځواکونو پرون ناوخته په مزار شریف ښار کې د نظام الدین قیصاري کور محاصره کړ.
امنیتي ځواکونو پرون ناوخته په مزار شریف ښار کې د نظام الدین قیصاري کور محاصره کړ.

د بلخ ولایت چارواکو د جنبش ملي ګوند پخواني قوماندان نظام الدین قیصاري وسله والو ته د مازیګر تر څلورو بجو مهلت ورکړی چې که تسلیم نه شي نو پرضد به یې پرېکړوني عملیات پیل کړي.

پولیسو د قیصاري استوګنځی تېره شپه وروسته له هغه کلابند کړ چې پولیسو غوښتل نوموړی او د هغه وسله وال له یو غصب شوي کور څخه وباسي.

د بلخ امنیه قوماندان اجمل فایز شېبه مخکې آزادي راډیو ته وویل چې د قیصاري پر استوګنځي پرېکړوني عملیات به له مرکز څخه د راروان مرستندوی ځواک په مرسته پیل شي.

ښاغلي فایز زیاته کړه چې د عملیاتو په ترڅ کې تراوسه دوه امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي.

د بلخ امنیه قومندان هم وویل چې د ښاغلي قیصاري پر هستوګنځي درنه بمباري شوې.

وړاندې ځینو امنیتي چارواکو د قیصاري د احتمالي وژل کېدو خبره کړې وه، خو ښاغلي فایز وویل چې هغه ژوندی دی او د نیولو لپاره یې د ځانګړو پولیسو یوه قطعه له کابل څخه بلخ ته ورځي.

بلخوا نظام الدین قیصاري وايي، د رامنځته شوي جنجال د حل له پاره له حکومتي ځواکونو سره خبرو ته چمتو دی.

ښاغلي قیصاري نن شاوخوا څلور بجې د ازادي راډیو ته خبریال نصرت پارسا ته پر ټېلفون وویل، که دولتي ځواکونه جګړې ته دوام ورکړي، نو دی به هېڅکله تسلیم نه شي او "ترڅو چې ژوندی وي جګړه کوي".

هغه وویل، د دولتي ځواکونو د نن ورځې په څلورو هوايي حملو کې یې دوه ساتونکي وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان دي.

نوموړي همداراز یادونه وکړه چې د موضوع د حل لپاره د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید ورسره اړیکه نیولې او د همکارۍ ژمنه یې کړې ده.

د جنبش ګوند پخوانی قومندان نظام الدین قیصاري وړاندې هم امنیتي ځواکونو نیولی و، خو بېرته یې خوشي کړ.
د جنبش ګوند پخوانی قومندان نظام الدین قیصاري وړاندې هم امنیتي ځواکونو نیولی و، خو بېرته یې خوشي کړ.

په همدې حال کې یوشمېر خلکو د مزارشریف ښار په واټونو کې د قیصاري په پلوۍ مظاهره وکړه.

مظاهره چیانو د ولسمشر اشرف غني پرضد شعارونه ورکول او غوښتنه یې دا وه چې د قیصاري د کور محاصره دې ختمه کړای شي.

د بلخ پولیسو په یوه بیان کې چې نن خپور شو قیصاري له خلکو په باج اخیستو، د امنیت په ګډوډولو او غیر مسئولو وسله والو په لرلو تورن کړی دی.

له تېرې شپې راهیسې په مزارشریف ښار په پنځمه ناحیه کې د قیصاري د وسله والو او دولتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده او دواړه لوري له سپکو او درنو وسلو کار اخلي.

د قیصاري په ملاتړ لاریون
د قیصاري په ملاتړ لاریون

پرون ښاغلي قیصاري ته یوې نږدې سرچینې ازادي راډیو ته وویل، د بلخ پولیسو د مزار شریف ښار په زراعت سیمه کې د هغوی یوه قرارګاه محاصره کړې او غواړي چې د ښاغلي قیصاري د کسانو له خوا رامنځته شوې امنیتي پوستې له سیمې لرې کړي.

خو د بلخ د پولیسو ویاند وویل چې د ښاغلي قیصاري وسله والو هغه کور کې امنیتي پوسته جوړه کړې وه چې په قزاقستان کې د افغانستان سفیر فرهاد عظیمي پرې حقوقي دعوا لري.

ښاغلي عادل وویل چې پولیسو د موضوع د حل لپاره مداخله وکړه ترڅو هغوی اړ کړي له کوره ووځي.

XS
SM
MD
LG