د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

نیویارک ټایمز: قیصاري د نوي سیستم د رامنځته کولو لپاره د امریکا هڅې کمزورې کوي


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په مزار شریف ښار کې د نظام‌الدین قیصاري د نیولو لپاره په شویو عملیاتو یوه مقاله لیکلې ده.

د مقالې له مخې افغان پوځیانو ښار په یوې جنګي ساحې واړاوه، خو جګړه‌مار وتښتېد.

افغان امنیتي ځواکونو په تېره بیا د پولیسو ځانګړې قطعې د شنبې له شپې په مزار شریف کې د جنش ګوند د یوه پخواني قوماندان نظام‌الدین قیصاري د نیولو لپاره د هغه په کور عملیات وکړل.

عملیات د دوشنبې تر سهار وختي هم روان و، خو د پولیسو په خبره قیصاري له سیمې وتښتېده.

په دغو عملیاتو کې د قیصاري اته وسله‌وال له افغان پوځیانو سره په جګړه کې وژل شوي او څه باندې ۳۰ نور یې ژوندي نیول شوي.

نیویارک ټایمز لیکي قیصاري له ناوړه استفادو، ملېشه جنګیو او سیاسي خنډ جوړونو رانیولې ټول هغه اعمال کړي چې په افغانستان کې د یوه نوي سیستم د رامنځته کولو لپاره د امریکا د کلونو هڅې کمزورې کوي.

نیویارک ټایمز لیکي دي چې کله د فاریاب د یوې ولسوالۍ امنیه قوماندان و د خپلو سلګونه وسله‌والو په مټ، د خلکو په ځورولو او د بشري حقونو په سرغړاوي تورن بلل شوی.

قیصاري لومړی وار تېر کال نیول شوی و او بیا تر ټاکنو مخکې خوشې شو.

په ورځپاڼه کې د هغه د خوشې کېدو علت دا ښودل شوی چې ښايي غني فکر کاوه دی به د ازبکانو ملاتړ ورته راجلب کړي ځکه لومړي مرستیال‌یې جنرال دوستم لار ترې بېله کړې وه.

اوس د ورځپاڼې په لیکنه ځیني چارواکي داسې انګېري چې ښايي حکومت د عطا محمد نور په ملاتړ د قیصاري د نیولو لپاره اقدام کړی وي.

نیویارک ټایمز بیا د جنبش ګوند د یوه مسؤل سید نجیب‌الله هاشمي په حواله لیکلي چې جنرال دوستم بېرته نظام‌الدین قیصاري ته غېږه خلاصه کړه او ویې‌بخښه.

قیصاري چې کله له زندانه خوشې شوی و د خپل پخواني رهبر پر ضد یې څرګندونې کولې.

  • واشنګټن ټایمز

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو او د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې په دوام تمرکز کړی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه، داسې راپورونه خپاره شوي چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره پلان لري چې له افغانستانه خپل څلور زره سرتېري وباسي.

په دوام کې راغلي چې د طالب جنګیالیو له‌خوا د زیاتو بریدونو سربېره، ټرمپ په افغانستان کې د عسکرو کمولو ته لېواله دی.

د این بي سي ټلوېزیوني چینل همدا اوونۍ شنبه ماښام راپور ورکړ چې تمه کېږي د ډونالد ټرمپ اداره روانه اوونۍ له افغانستان څخه د څلورو زرو امریکايي ځواکونو د وتلو اعلان وکړي.

که چېرې دغه شمېر سرتېري وایستل شي، نو په افغانستان کې د متحده ایالاتو د پاتې سرتېرو شمېر به د اتو زرو او نهو زرو ترمنځ وي.

د واشنګټن ټایمز د مقالې له مخې د افغانستان د کړکېچ پای ته رسول چې په تاریخ کې د متحده ایالاتو تر ټولو اوږده جګړه ده تل ځنډېدلی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه، د متحده ایالاتو د کانګرس یو شمېر غړي استدلال کوي او واقعیت هم وايي چې ښاغلی ټرمپ خپل هېواد ته د متحده ایالاتو د ځواکونو د یوې لویې برخې د بېرته راستنولو په هدف کې پاتې راغلی دی.

واشنګټن ټایمز د جمهوري غوښتونکي سناتور رانډ پاول په حواله لیکلي چې په دې وروستیو کې یې "CNN" ڼلوېزیون ته ویلي: "ټرمپ خپل هېواد ته د عسکرو په راوستلو کې خپله ژمنه نه‌ده پوره کړې."

ښاغلی پاول باور لري اوس‌یې وخت دی چې متحده ایالات له افغانستانه ووځي.

ورځپاڼې په پای برخه کې لیکلي چې په قطر کې له درې میاشتني ځنډ وروسته د امریکا او طالبانو د خبرو پیل ته په کتو امریکايي چارواکي ټینګار لري چې د افغانستان جګړه یوازې له سیاسي او سوله‌ییزې لارې هوارېدلی شي.

XS
SM
MD
LG