ډبلیوایچ‌او: د جنورۍ له لومړۍ د جون تر ۳۰مې په افغانستان کې د کولرا ۷۰۳۵۰ پېښې ثبت شوي

ارشیف: په هلمند کې په کولرا اخته کسان چې تر درملنې لاندې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان "WHO" وايي، افغانستان په تېرو شپږو میاشتو کې د نړۍ د شا او خوا ۲۵ هېوادونو په منځ کې د کولرا ناروغۍ تر ټولو ډېرې پېښې لرلي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان "WHO" وايي، افغانستان په نړۍ کې د کولرا ناروغۍ تر ټولو زیاتې پېښې لري، چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې تر ۷۰ زره ډېرې پېښې ثبت شوې دي.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ د خپل سږني ميلادي کال په شپږ میاشتني راپور کې ویلي، چې د ختیځې مدیترانې په شپږو هېوادونو کې د کولرا ۱۴۰۰۰۰ ډېرې پېښې ثبت شوي چې نیمایي یې په افغانستان کې دي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۴ کال په جون میاشت کې په یمن، پاکستان، سومالیا او افغانستان کې د کولرا ۳۲ زره پېښې ثبت شوې وې، چې تر ۱۸۰۰۰ ډېرې پېښې یې په افغانستان کې وې.

پر کولرا د اخته ناروغانو يو انځور - ارشيف

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، په تېرو شپږو میاشتو کې په څلورو هېوادونو سومالیا، یمن، سوډان او افغانستان کې د دې ناروغۍ له امله د مړینې ۳۵۰ پېښې راپور شوي، خو افغانستان د ۳۸ هغو په لرلو سره د دغه هېوادونو په اخر کې دی.

په ننګرهار ولایت کې په کولرا اخته یوې مېرمنې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل: "زه ناروغه یم او مور مې هم ناروغه ده، څو ځلې ډاکټر ته لاړم خو ښه نه شوم، هوا ډېره ګرمه ده او زه هم ورته ناروغه یم خو څه وکړم د درملنې اقتصادي توان یې نه لرم."

د داخله ناروغيو او ماشومانو متخصص ډاکټر فريدون ځدراڼ وايي، کولرا یوه وژونکې میکروبي ناروغي ده چې له شدید نس ناستې پیل کېږي، چې په پرمختګ یې د بدن اوبه کمیږي او ان د مرګ لامل هم کېدای شي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل، تر ډېره د ناپاکو اوبو او د غیرصحي چاپيريال له امله خلک په کولرا اوبا اخته کېږي.

هغه وويل: "بايد خلک د ځان ساتنه وکړي غير صحي اوبه او خواړه ونه خوري، اوس د اوړي موسم دی، بايد له خوړلو وړاندې مېوې پاکې ومينځل شي، خام سبزيجات ونه خوړل شي او که څوک کولرا کېږي، هڅه دې وشي چې ژر تر ژره روغتيايي مرکز ته یوړل شي."

په دې اړه نور: په افغانستان کې د کولرا ناروغۍ له کبله د ۲۵ کسانو د مړینې خبر ورکړل شو

په ورته وخت کې، د روغتیا نړیوال سازمان "WHO" ویلي چې د کولرا واکسین نړیواله ذخیره د جولای په میاشت کې ۷،۵ ملیونو ډوزونو ته رسېدلې خو خبرداری یې ورکړی چې د تقاضا د زياتوالي له امله د واکسین له جدي کمښت سره مخامخ دي.

د روغتیا نړیوال سازمان، طبعي افتونه، د اقلیم بدلون، د وګړو راشه درشه د کولرا ناروغۍ مهم لاملونه بولي.

د روغتیا نړيوال سازمان په داسې حال کې په تېرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د کولرا ناروغۍ تر ټولو د ډېرو پېښو د ثبت خبره کوي چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان بېلابېل ولایتونه د سختو سېلابونو شاهدان وو او تازه یې هم ډېری سیمې زیانمې کړي چې له کبله یې پاکو اوبو ته د خلکو لاس رسی کم شوی دی.