په جلاوطنۍ کې د افغان مدافع وکیلانو ټولنه وايي، په تېرو درېیو کلونو کې چې طالبان پر افغانستان واکمنان شوي تقریباً ټولې ښځینه قاضیانې له دندو شړل شوي دي.
په تېرو څه کم درېیو کلونو کې یو له هغو قشرونو چې ډېر ځپل شوی، د افغانستان پخوانۍ ښځینه قاضیانې، څارنوالانې او مدافع وکیلانې دي.
د دغو ښځینه قاضیانوزیاته برخه له افغانستانه وتلې، هغه شمېر چې یې په افغانستان کې پاتې دي، په سخت اقتصادي وضعیت او وېره کې شپې ورځې تېروي.
خو د ښځینه څارنوالانو او مدافع وکیلانو ډېره برخه په افغانستان کې پاتې ده، چې ځینې یې په امنیتي ملحوظاتو حتی له خپلو کورونو وتلو ته زړه نه ښه کوي.
په جلاوطنۍ کې د افغان مدافع وکیلانو مستقلې ټولنې مرستیالې نجلا راحل له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، په افغانستان کې به د احتمالي شمېر له مخې دا مهال شاوخوا ۴۰ ښځینه قاضیانې پاتې وي.
هغه وايي: "ټولې ښځینه قاضیانې یې له کاره شړلې دي. په دې معنی چې د دوی په حکومت کې هېڅ ښځینه قاضي د کار کولو حق نه لري. زما د قاضي دوستانو او همکارانو د معلوماتو له مخې ۲۵۰ ښځینه قاضیانې وې چې له دې ډلې تر ۲۱۰ پورې یې د تخلیې پر مهال وتلي او ۴۰ یا ۴۵ نورې لا په افغانستان کې پاتې دي. زه ورسره ارتباط کې یم، دوی په بد وضعیت کې دي."
مېرمن نجلا راحل وايي، هغه قاضیانې چې په افغانستان کې پاتې دي، په خپلو کورونو کې د بندیانو په توګه شپې سبا کوي، ځکه پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره زندانونه مات او سلګونه مجرمین وتښتېدل.
د هغې په وینا، د ګڼو دغو مجرمانو دوسیې د ښځینه قاضیانو لهخوا فیصله شوې وې.
مېرمن راحل د ښځینه څارنوالانو وضعیت هم د اندېښنې وړ وباله، ځکه زیاتو دغو ښځینه څارنوالانو د هغو ښځو دوسیې څېړلې وې چې په کور کې د نارینهوو له زورزیاتي سره مخامخې وې.
په جلاوطنۍ کې د افغان مدافع وکیلانو مستقلې ټولنې مرستیالې نجلا راحل وویل، ښځینه مدافع وکیلانې اکثریت وزګاره شوي دي.
نجلا راحل وايي: په کابل کې مو له ۶۰۰ تر ۷۰۰ پورې د ښځینه مدافع وکیلانو دارالوکاله ګانې درلودې، دغه راز په هرات او بلخ کې دارالوکاله ګانې وتړل شوې. د طالبانو د تالاشۍ له ډاره دوی زیات اسناد وسوځل او خپل دفترونه یې وتړل.
مېرمن راحل زیاتوي: "موږ او تاسو پوهېږو چې مو نږدې ۲۰۰۰ ښځینه مدافع وکیلانې درلودې چې د طالبانو تر بیا واکمنۍ وروسته دوی هم د ټولنې د نورو برخو او ښځو په څېر له کارونو منع شوې. طالبانو لومړی کار دا وکړ چې د دوی کاري جوازونه یې تمدید نه کړل، محاکمو ته یې مخه ونیول شوه، د دوی دارالوکاله ګانې وتړل شوې. په کابل کې مو له ۶۰۰ تر ۷۰۰ پورې د ښځینه مدافع وکیلانو دارالوکاله ګانې درلودې، دغه راز په هرات او بلخ کې دارالوکاله ګانې وتړل شوې. د طالبانو د تالاشۍ له ډاره دوی زیات اسناد وسوځل او خپل دفترونه یې وتړل."
په افغانستان کې ښځینه قاضیانو، څارنوالانو او مدافع وکیلانو له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي، سختې امنیتي او اقتصادي ستونزې لري او له افغانستانه د وتلو کومه لار هم نه ده ورپاتې.
د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري د مارچ میاشتې پر لسمه د ښځینه قاضیانو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي وو، د طالبانو فرمانونو ډېری ښځینه قاضیانې وزګاره کړي او هغه زیانمنونکې افغانان یې بې ملاتړه کړي چې پر دوی متکي وو.
یوې قاضۍ مرضیې بابکرخېل چې اوس په انګلستان کې ژوند کوي، ازادي راډیو ته ویلي، په افغانستان کې د ښځینه قاضیانو د نشتوالي له امله ډېرې کورنۍ په ځانګړې توګه ښځې له ډېرو ستونزو سره مخ شوې دي.