اى، ان، اس، او: له ۳ میاشتو راهیسې افغانستان کې د نا دولتي ادارو پر کارکوونکو ۴۲ امنیتي پېښې شوي

راپور کې طالبان تورن شوي چې د نا دولتي ادارو په چارو کې لاسوهنه کوي

(اى، ان، اس، او ) د خوندیتوب نړیوال سازمان چې له غیردولتي موسسو څخه ملاتړ کوي وايي، د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې د نادولتي موسسو د کارکوونکو پر وړاندې ۴۲ بېلابېلې امنیتي پېښې شوې دي.

دغه سازمان د سې شنبې په ورځ د يو شمېر هېـوادونو په اړه د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ درييو مياشتو کې د خوندیتوب او لاسرسي په اړه یوه سروې خپره کړه او ویې ویل چې د طالبانو د حکومت له خوا د غیردولتي ادارو د کارکوونکو د نیولو ۱۸ پېښې ثبت شوې دي. د دې سازمان په وینا، دا په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره تر ټولو عام ګواښ دی.

په خبرپاڼه کې راغلي،دغه پېښې چې وسله وال بريدونه، نيول، غلاوې او ګواښونه پکې شامل دي؛ تر ډېره په هلمند، هرات، کابل، تخار، کندهار، نيمروز، کندوز، پکتيا، بغلان او ننګرهار ولايتونو کې شوې دي.

نادولتي موسسې، په افغانستان کې بېوزلو ته د مرستو رسولو په برخه کې مهم رول لري

"آى ان اس او" وايي چې د کارموندنې، تدارکاتو او همدارنګه د قراردادونو او پروژو تمویل کوونکو په برخه کې د پرېکړو د ګډون په موخه د طالبانو د حکومت له وزارتونو څخه د غیر دولتي بنسټونو غوښتنې زیاتې شوې دي.

د انجيو ګانو د دغه ملاتړي سازمان په وینا، طالبان به په راتلونکو میاشتو کې خامخا د غیردولتي موسسو په چارو کې لاسوهنې ته دوام ورکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ور نه کړ، خو نوموړي مخکې دا ډول ادعاوې رد کړې وې.

په همدې حال کې په افغانستان کې د یو شمېر غیردولتي موسسو یو شمېر مسوولین ادعا کوي چې دوی له ډېرو محدودیتونو سره مخ دي او طالبان هڅه کوي چې د پروژو کټه ځان خوا ته راواړوي.

په افغانستان کې د یوه مدني بنسټ مشر د نوم د نه خپرېدو او غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل:

"طالبان وايي چې زموږ خلک په پروژه کې استخدام کړئ، کله چې د دوی خلک استخدام شي، نو د مدني بنسټونو خپلواکي له لاسه ځي، بیا که د دوی خلک ونه ګمارل شي. دوی وايي، د پروژو ګټه اخیستونکي بایدزموږ کسان وي، که هغه هم نه وي نو د پروژو په کارونو کې لاسوهنه کوي او هڅه کوي د خپلو ګټو لپاره د پروژو لاره بدله کړي."

طالبانو نادولتي موسسو ته د ښځینه کارکوونکو د نه ګمارنې امر هم کړی چې سختو ستونزو سره یې مخ کړې دي

بل خوا د یوه سوداګریز شرکت خاوند چې نه یې غوښتل خپل نوم او د شرکت نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل:

"اوس مهال زموږ ستونزې ډېرې دي، یو دا چې زموږ یو شمېر کارکونکي شته چې ستونزې لري او نه شي راتلی او له بلې خوا موږ نه شو کولای چې ښځینه کارکونکې وګمارو، دوى وايي یوازې نارینه دې په کار وګمارل شي، که څه هم کارمندان په وزارت او حوزه کې ثبت دي دي، خو له دې سره سره هره ورځ د دوی "طالبانو" استخبارات راځي، خلک بندیان کوي، وهي ډبوي، ما پخپله څو کسان ولیدل."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) هم درې اونۍ وړاندې په خپل راپور کې ادعا کړې وه چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د بشري مرستو د وېش په بهیر کې مداخلې لا هم دغو مرستو ته د لاسرسي د کمېدو یو مهم لامل دی.

یونیسف په خپل راپور کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په حواله ویلي وو چې په تېر مارچ میاشت کې اړو کسانو ته د مرستو رسولو په بهیر کې د لاسوهنې او بنديزونو ۱۴۴ پېښې ثبت شوې دي.