د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۸

په افغانستان کې نږدې ۲زره موسسو خپل فعالیت په ټپه درولی


ارشیف: د ټاپي پروژې د جوړولو له بهیره یو انځور
ارشیف: د ټاپي پروژې د جوړولو له بهیره یو انځور

له تېر یو کال راهیسې په افغانستان کې نږدې دوه زره نادولتي موسسو خپل فعالیت په ټپه درولی دی.

یوه مېرمن چې مخکې یې په یوه نادولتي کورنۍ موسسه کې کار کاوه، خو اوس وايي، د طالبانو په راتګ سره د دوی موسسه وتړل شوه او دا هم وزګاره شوه.

دا مېرمن چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته یې وویل: "ما اول اته زره معاش درلود وروسته دولس زره شو. کار مې کاوه. هغه مهال ښه و، که پلار مې ناروغه و ما یې دارو درمل کولای شول، اوس وزګاره شوې یم. اوس نو زمونږ د ژوند وضعیت داسې خرابه شوی چې بیخي پوښتنه مه کوه."

دا مېرمن وايي، یوازې دا نه بلکې د طالبانو په راتګ او د دوی د موسسې په تړل کېدو سره، په لسګونه نور ښځینه او نارینه همکاران یې هم وزګاره شوي او له ورته اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

ارشیف
ارشیف

د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت وايي، له دغه وزارت سره ټولې ۲۳۶۹ نا دولتي کورنۍ او بهرنۍ موسسې ثبت وې، چې په خبره یې له دې شمېر اوس ۴۶۱ یې فعالیت لري.

د دغه وزا ت وياند عبدالرحمن حبيب ازادي راډيو ته وويل: "په تېر یو کال کې ۱۰۱۰ نا دولتي موسسو خپل د فعالیت او عدم فعالیت راپور له دغه وزارت سره شریک کړی چې په دې کې یوازې ۴۶۱ موسسو عملاً خپل د فعالیت راپور له مونږ سره شریک کړی او پاتې نورې د عدم فعالیت راپور لري."

حبیب وايي، په دې موسسو کې۳۰۰ یې کورنۍ او ۱۶۱ یې هم بهرنۍ موسسې دي.

خو نوموړی دا هم وايي، چې په تېر یو کال کې بیا ۳۰۹ نا دولتي موسسې نوې د طالبانو له اقتصاد وزارت سره ثبت شوي، چې په خبره یې په دې کې ۱۰۲ یې کورنۍ او ۶ یې بهرنۍ موسسې دي.

د طالبانو حکومت د اقتصاد وزرت د معلوماتو پر بنسټ دا مهال نادولتي موسسې په افغانستان کې په ټوله کې د بشري مرستو په برخه کې فعالیت لري.

دا چې په دغو غیر فعالو شویو کورنیو او بهرنیو نا دولتي موسساتو کې په کوم شمېر کسان په کار بوخت او اوس وزګاره شوي دي، د طالبانو د اقتصاد وزارت ویاند په دې اړه بې خبري وښوده.

XS
SM
MD
LG