د صادراتو او وارداتو تازه ارقام؛ طالبان: د تېر کال په پرتله په صادراتو کې کموالی راغلی

ارشیف: د تورخم دروازې یوه څنډه. دغه دروازه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د راکړې ورکړې یوه مهمه لار ګڼل کېږي.

د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي اداره د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د افغانستان په صادراتو کې کموالی او د وارداتو د زیاتوالي خبر ورکوي.

د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې پرون په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې د روان کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د افغانستان د صادراتو او وارداتو ارزښت شاوخوا ۷،۵ میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.

د يادې ادارې د معلوماتو له‌مخې، د روان کال په لومړيو نهو مياشتو کې د افغانستان صادرات يو ميليارد ٣٥٥ ميليونه ډالره او واردات يې د ٦ ميليارده ٢٢٨ ميليونو ډالرو په ارزښت و.

د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د شمېرو له‌مخې، د روان لمریز کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د تېر کال د ورته وخت په پرتله د افغانستان صادرات ۲۰ میلیونه ډالره کم وو، خو واردات یې ۱ میلیارد او ۱۰۳ میلیونه ډالره زیات وو.

يادې ادارې دغه راز ليکلي، د روان کال په لومړيو نهو مياشتو کې تر ټولو زيات صادراتي توکي د ٦٨٩ ميليونه او ٩٠٠ زره ډالرو په ارزښت پاکستان، ورپسې هند ته د ۴٦٣ ميليونه ډالرو او متحده عربي اماراتو د ٣٢ ميليونه ٣٠٠ زره ډالرو په ارزښت صادر شوي دي.

د دغه دفتر د معلوماتو پر بنسټ، د روان کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د څه باندې ۴۳۲ میلیونو ډالرو په ارزښت د افغانستان تر ټولو زیات صادر شوي توکي وچه مېوه او تر ټولو ډېر وارد شوي توکي د ۱ میلیارد او ۱۰ میلیونو ډالرو په ارزښت نفتي توکي او تېل دي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې یو مسوول خان جان الکوزی وايي، په تېرو څلورو لسیزو کې د افغانستان واردات او صادرات متوازن نه وو.

نوموړي که څه هم افغانستان يو لګښت کوونکی هېواد وباله، خو زياته يې کړه چې د تېر جمهوري حکومت د مهال په پرتله اوس د صادراتو کچه لوړه شوې ده.

الکوزي دغه راز د تېر کال په پرتله د صادراتو د کمښت لامل د پاکستان چلند او د دغه هېواد له لوري د لارو بندېدل وبلل.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې یو مسوول خان جان الکوزی

هغه وویل: "دا مسئله او ستونزه اوسنۍ نه‌ده، بلکې له کلونو راهیسې ده، زه فکر کوم تېر کال صادرات ډېر وو، سږ کال شل میلیونه کم شوي او لامل یې همدغه د لار بندېدل او د پاکستان چلند دی چې پوله يې څو ځل وتړله او موږ پاکستان ته تر ټولو زیات صادرات لرو، په ځانګړې توګه معدن او وچه مېوه، تازه مېوې او سبزیجات له همدې امله کم شوي دي."

خو د افغانستان د فولادو د ټولنې اجرایوي مشر عبدالناصر رشتیا د افغانستان د صادراتو د کچې ټيټوالی نور لاملونه يادوي.

هغه وویل: "د کرنیزو محصولاتو له پنځه قلمونو پرته، موږ د صادراتو لپاره هېڅ نه‌لرو او د دې ترڅنګ که حکومت د داخلي کارونو معیاري کولو ته پام وکړي او بدیل لارې ومومي او دغه راز بايد نوي بازارونه رامنځته کړي، هغه وخت به د افغانستان صادرات زیات شي. بل پلو د ټولو سوداګرو او صنعت‌کارانو ستونزه او اندېښنه د ټرانسپورټي کرایو زیاتوالی دی، دا چې کمېسیون جوړ شوی او دغه کمېسیون د سوداګرۍ او توليداتو د کمېدو لامل شوی دی، کله چې تولید کم شي، په‌دې کې شک نه‌شته چې صادرات هم کمېږي."

د افغانستان غالۍ یو له صادرېدونکو توکو څخه ګڼل کېږي. ارشیف

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لاسي صنايعو پخوانۍ کارپوهه ارزو رامين د صادراتو د کمښت يو لامل د منظم هوايي ټرانزيټ نشتوالى يادوي.

هغه وايي: "کله چې الوتنې نه‌کېږي یوازېنی لوی لامل یې دا دی چې زموږ صادرات کمېږي او موږ نه‌شو کولی د خپل هېواد صنايع او مالونه نورو هېوادونو ته صادر کړو."

بل‌خوا د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد د ۲۰۲۳ کال د صادراتو د کچې په اړه ازادي راډیو ته په يو استول شوي ويډيويي کليپ کې ويلي: "افغانستان په ۲۰۲۳ کال کې ۱.۹ میلیارده ډالره صادرات کړي چې دا شمېر د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې، د ډبرو سکرو په صادراتو کې د کموالي او ګاونډیو هېوادونو سره د ستونزو ترڅنګ بيا هم ۲ سلنه زیاتوالی ښيي."

دا په‌‌داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې افغان سوداګرو او د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مسوولانو په وار وار ازادي راډيو ته ويلي چې د پاکستان د موقت حکومت له‌خوا د باروړونکو موټرو پر مخ د لارو د تړلو له امله د افغانستان او پاکستان سوداګرو ته ستر مالي زیانونه اوښتي دي.