مسلم لیګ ګوند: صدراعظمۍ ته مو شهباز شریف او د پنجاب د وزیر اعلی څوکۍ ته مریم نواز نومولي

نواز شریف له خپل ورور شهباز شریف او لور مریم نواز سره

وروسته له هغې چې په پاکستان کې د نوي حکومت د جوړولو لپاره د شپږو ګوندونو ترمنځ د یوه ایتلاف خبراعلان شو، د مسلم لیګ (ن) ګوند ویاندې مریم اورنګزېب پرون چهارشنبې پر اېکسپاڼه یا پخواني ټویټر ولیکل چې د ګوند مشر نواز شریف خپل ورور شهباز شریف د پاکستان د صدراعظمۍ او خپله لور مریم نواز د پنجاب د اعلی وزارت څوکیو ته نومولي دي.

هغې لیکلي، شریف په دې باور دی چې د پرېکړو په نتیجه کې به یې پاکستان له اوسنیو خطرونو او بیو د زیاتوالي له بحرانه ووځي.

تردې مخکې شهباز شریف چې د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان له بې واکه کیدو وروسته یې د ۲۰۲۲ کال د اپریل له میاشتې وروسته څه باندې یوکال د صدراعظم په توګه دنده ترسره کړې، د پیپلز ګوند په ګډون له څو ګوندونو سره د ایتلاف پر مهال ویلي و چې غوښتنه یې د صدراعظمۍ څوکۍ ترلاسه کول دي.

د پاکستان مسلم لیګ (ن)، د پاکستان پیپلز ګوند، مسلم لیګ (ق)، متحده قامي موومېنټ پاکستان، د استحکام پاکستان ګوند او د بلوچستان عوامي ګوند د نوي حکومت د جوړولو لپاره د سې شنبې په ورځ ایتلاف وکړ.

د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان په مشرۍ د تحریک پاکستان ګوند چې پلویانو یې د فبرورۍ په اتمه په ترسره شویو عمومي ټاکنو کې ډېرې رایې ګټلي، په نوي ایتلاف کې نه دی شامل.

عمران خان چې اوس په زندان کې دی، د ایتلافي حکومت د جوړولو لپاره وړاندیز ردکړی او ویلي یې دي چې ګوند به یې هیڅکله هم له مسلم لیګ او پیپلز ګوندونو سره خبرې ونه کړي.

د جمعیت علمای اسلام پاکستان ګوند مشر مولانا فضل الرحمن هم د انتخاباتو نتیجه ردکړې او له نورو ګوندونو سره یوځای کیدل یې رد کړي دي.

هغه تورپورې کړې چې په انتخاباتو کې پراخه درغلي شوې ده.

په دغو انتخاباتو کې د درغلۍ د ادعاوو پرسر د پاکستان په یوشمېر ښارونو کې اعتراضونه وشول چې ځینې یې له تاوتریخوالي سره هم مله وو.

د پاکستان د ټاکنیزو پایلو پر ضد اعتراضونه هم دوام لري

د پاکستان د انتخاباتو د کمیسون د نتیجو له مخې، د مرکزي پارلمان یا قامي اسمبلۍ له ۲۶۵ څوکیو څخه د پاکستان مسلم لیګ (ن) ۷۵، د پاکستان پیپلز ګوند ۵۴، متحده قامي موومېنټ پاکستان ۱۷، مسلم لیګ (ق) درې، استحکام پاکستان ګوند دوه اود بلوچستان عوامي پارټۍ یوه څوکۍ ګټلې دي.

د پاکستان قامي اسمبلۍ ټولې ۳۳۶ څوکۍ لري چې د ۲۶۶ څوکیو لپاره یې استازي د مستقیمو انتخاباتو له لارې ټاکل کېږي، ۶۰ څوکۍ یې ښځو او ۱۰هم لږکیو ته ځانګړې شوې دي.

د یوه حکومت د جوړولو لپاره ساده اکثریت، یعنې ۱۶۹ راییو ته اړتیا ده.

د دغو نتیجو له مخې، د قامي اسمبلۍ تر ټولو زیاتې یعنې ۱۰۱ څوکۍ خپلواکو نوماندانو ګټلې دي چې ۹۲ یې د تحریک انصاف پاکستان د ګوند غړي او ملاتړي دي.

پاکستان چې په اوس وخت کې له ډېرو اقتصادي او سیاسي ستونزو سره مخامخ دی، د انتخاباتو له ترسره کیدو د څه باندې یوې اوونۍ سیاسي لانجو ته په پام داسې نه برېښي چې دا هېواد دې په نژدې راتلونکې کې پر هغو برلاسی شي.