له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي افغان کډوال د مرستو غوښتنه کوي

ارشیف: له پاکستانه کندهار ته تازه ورغلي افغان کډوال

له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي افغان کډوال د مرستو او سرپناه غوښتنه کوي.

له پاکستان څخه یو شمېر هغه افغان کډوال چې تازه د افغانستان جنوبي ولایتونو ته کډه شوي شکایت کوي او وايي چې تراوسه پورې د هېڅ یوې ادارې له لوري ورسره مرسته نه ده شوې.

د دې کډوالو یوه برخه د هلمند ولایت یو شمېر ولسوالیو او مرکز لښکرګاه ته کډه شوي او غوښتنه کوي چې سرپناه دې ورته برابره او مرستې دې هم ورسره وشي.

طالبان وايي، له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنېدونکو افغان کډوالو د ستونزو حل لپاره یې نوی کمېسیون جوړ کړی دی.

نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د کډوالو راپور