کندهار کې کروندګر او باغ لرونکي د زراعتي درملو له ټیټ کیفیته شکایت کوي

د کندهار د انارو یو بڼ

په کندهار کې کروندګر او باغ لرونکي د زراعتي درملو له ټیټ کیفیت څخه شکایت کوي.

دوی وايي، هېواد ته ټیټ کیفیت لرونکي درمل واردېږي چې د درملو کارول یې کښتونو او باغونو ته د ګټې پر ځای زیان اړوي او حاصلات یې د ډېرېدو پر ځای کمېږي.

بل‌خوا په کندهار کې د طالبانو د کرنې ریاست مسوولان وايي، مسلکي ټیم يې هر وخت د زراعتي درملو نظارت کوي.

نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار راپور