د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۰

ملګري ملتونه: افغانان د نړۍ په سطحه تر ټولو بد بشري بحران سره مخامخ دي


ارشیف: کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې
ارشیف: کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې

ملګري ملتونه وايي، افغانان دا مهال د نړۍ په سطحه له تر ټولو بد بشري بحران سره مخامخ دي.

لطیفه د کندهار اوسېدونکې ده، چې وايي شل کاله یې د قابلګۍ په برخه کې کار کړی، خو اوس چې هر روغتیايي مرکز ته د کار لپاره ورځي، څوک کار نه ورکوي.

هغې وویل: "بچیان لرو، اولادونه راپسې دي. مشکلات مو ډېر دي. موږ ته په هېڅ ځای کې نه ورکوي. هیله کوو چې زموږ غږ له دې لارې د امارت حکومت ته ورسوئ، چې یوه همکاري راسره وکړي."

وروسته له هغې چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، ملګرو ملتونو د افغانستان د اقتصادي رکود په اړه په وار- وار خبرداری ورکړی دی.

خلک وايي، حتی په هغو ولایتونو کې هم غله جات ګران شوي، چې هر کال په کې په زیاته پیمانه کرل کېږي.

د هلمند اوسېدونکي فیصل ازادۍ راډیو ته وویل، له هلمنده پاکستان ته په قاچاقي ډول غنم وړل کېږي، چې په دې ولایت کې یې د غنمو بیه خورا ګرانه کړې ده.

هغه وايي: "په هلمند کې هم غنم زیات کرل کېږي، خو په دې ولایت کې غنم دومره ګران دي چې پنځه سوه پنځه نیم سوو ته یې [د یوه من] بیه رسېږي. حال دا چې هلمند د غنمو مرکز دی. چې دلته دومره ګران دی په نورو ولایتونو کې به څه حال وي. خلک نېستمن دي، دوی دا پیسې پر غنمو ورکړي که پر نورو شیانو."

په افغانستان کې تقریباً د هرې اوونۍ په تېرېدو سره د غنمو تر څنګ د نورو لومړنیو ضروري موادو بیې به جګېدو دي.

د نړیوالو مرستو بندېدلو، د طالبانو حکومت د په رسمیت نه پېژندل کېدو له کبله له افغانستان سره د اقتصادي راکړې ورکړې کمېدلو، د اوکراین تر جګړې وروسته د نړۍ په مارکېټونو کې د غذايي او نورو موادو د بیو لوړېدو پر افغانستان هم اغېز کړی دی.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو ویلي، افغانان دا مهال په نړۍ کې تر ټولو بد بشري بحران سره مخامخ دي.

دغه سازمان پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، دوی به د افغانانو مرستې او ملاتړ ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او نورو ادارو له خوا له اړو کسانو سره بشري مرستې روانې دي، خو ځینو کسانو شکایت کړی، چې دغه مرستې هم په ځینو مواردو کې اړو کسانو ته نه رسېږي.

XS
SM
MD
LG