د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۸

د کندز کروندګر وايي، غنم یې پاکستان ته قاچاقیږي


د چهاردرې ولسوالۍ کروندګر ۴۰ کلن احمدګل وايي، پاکستان ته د غنم قاچاق اندېښمن کړی دی:
د چهاردرې ولسوالۍ کروندګر ۴۰ کلن احمدګل وايي، پاکستان ته د غنم قاچاق اندېښمن کړی دی:

کندز په شمال ختېځ زون کې د افغانستان له مهمو کرنیزو ولایتونو څخه شمېرل کېږي او د هېواد د غنمو د تولید ډېره برخه کندز ولایت تأمینوي.

دا مهال کندز کې د ابي ځمکو د غنمو د راټولولو موسم پای ته رسیدلی او د للمي ځمکو د غنمو د راټولولو موسم پیل شوی چې د دې ولایت د غنمو د تولید ډېره برخه هم للمي غنم جوړوي.

خو زیات شمېر کروندګر شکایت کوي چې له دې ولایته غنم پاکستان ته قاچاقېږي.

د کندز د غنمو مارکیټ کې زیات شمېر بزګران او سیمه ییز سوداګر شکایت کوي چې په دې وروستیو دوو کلونو کې د غنمو د حاصلاتو د راټولولو پر مهال په کلیو او بانډو کې یو شمېر ناپېژنده کسان پېدا کېږي او د سوداګرو په نوم له خلکو د بازار له نرخه ۲۰ او ۳۰ افغانۍ پورته غنم پیري او پاکستان ته یې انتقالوي.

دا مهال په کندز کې د للمي ځمکو د غنمو د راټولو موسم پیل شوی چې د دې ولایت د غنمو د تولید ډېره برخه هم للمي غنم جوړوي.
دا مهال په کندز کې د للمي ځمکو د غنمو د راټولو موسم پیل شوی چې د دې ولایت د غنمو د تولید ډېره برخه هم للمي غنم جوړوي.

سیمه ییز سوداګر امیر محمد عمري چې له څو کلونو راهیسې د کندز د غنمو مارکيټ کې کاروبار کوي وايي: "پاکستان ته په ورځ کې څو موټره د غنمو باریږي، یو من غنم په ۱۸۰ افغانۍ دي. نور کلونو به دا وخت یو من غنم په ۱۲۰ او ۱۳۰ افغانۍ وو، خو سږ نرخونه نه دي راټیټ شوي، لامل یې دا دی چې ټول غنم بهر روان دي، دولت باید د دې مخنیوی وکړي، ځکه خلک وږې دي."

د چهاردرې ولسوالۍ کروندګر ۴۰ کلن احمدګل وايي، پاکستان ته د غنم قاچاق اندېښمن کړی دی: "دغه نن هم د چهاردرې ولسوالۍ پر سړک کې لوی ټېلري موټرونه ولاړ وو او غنم بارېدل او نامعلوم لوري ته وړل کېدل، دا باید را کنټرول شي او خپل وطن کې ذخېره شي، څو د اړتیا په وخت کې پر دهقانانو او مستحقو ووېشل شي."

د کندز د ګلتپې ولسوالۍ یو کروند ۵۰ کلن محمدظفر بیا وايي چې د حاصلاتو راټولولو پر مهال د بزګرو لاس بند وي، هر څوک چې پرې ور برابر شې خپل غنم پرې پلوري.

دغه بزګران وايي، هره ورځ لسګونه لويې لارۍ او ټېلرې موټرونه د دې ولایت ولسوالیو او کلیوالو سیمو ته ځي او له کروندو د درمندونو پر سر غنم اخلي او پاکستان ته یې وړي.

د دې ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ یو کروندګر ضیاءالدین وايي: "اوس یو من غنم ۱۷۵ یا ۱۸۰ افغانۍ دي. غنم د نامعلومه خلکو له خوا اخیستل کېږي او پاکستان ته یې وړي. پرون ما خپله اوړه واخیستل یو من یې راباندې ۲۱۰ افغانۍ حساب کړل. دلته غَله شته، خو باید حکومت دا له بزګرانو واخلي او په هېواد کې یې ذخیره کړي."

بل خوا د کندز د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي هم وايي، تېر کال د غنمو د قاچاق په اړه دوی ته راپورونه رسېدلي وو او بیا دوی د امنیتي ارګانونو په مرسته په دې تړاو یو شمېر ناپېژانده کسان نیولي وو، خو سږ په دې اړه دوی ته کوم راپور نه دی رسیدلی.

د کندز د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدالهادي قرلق
د کندز د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدالهادي قرلق

د دغې ادارې رئیس عبدالهادي قرلق ازادي راډيو ته وویل: "پرته له شکه ښايي دغه ستونزه موجود وي، ځکه زموږ د بازار سیستم ازاد بازار دی، که یو پاکستانی او یوه خارجی اتباع په مسقیمه توګه خریدارې ونه شي کړای. هغوی بیا د سیمه ییزو سوداګرو او خلکو له طریقه غنم اخلي او انتقالوي يې، خو که په دې اړه موږ ته کوم راپور او شکایت را ورسېږې، موږ د دې موضوع د مخنیوي په اړه په وخت سره اقدام کوو او مخه یې نیسو."

د دې ولایت کروند له اړوند دولتي، ادارو غواړي چې له هېواده بهر د غنمو د قاچاق مخ ونیسې، څو د ژمي په موسم کې عام ولس د غنمو له کموالي سره مخامخ نه شي.

کندز په شمال ختېځ زون کې د هېواد له مهمو کرنیزو ولایتونو څخه شمېرل کېږي او په همدې خاطر له پخوا کلونو راهیسې دغه ولایت د افغانستان د کندو په نوم هم یادیږي.

XS
SM
MD
LG