د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې نن د سختو ورښتونو او سېلابونو وړاندوېنه شوې

په میدان وردګ ولایت کې وروستي سېلابونه

د افغانستان د هواپېژندنې ادارې نن هم د افغانستان په یوولسو ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو د بهېدلو اټکل کړی دی.

دغې ادارې پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د شنبې تر څنګ نن یکشنبه هم په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننگرهار، پنجشېر، کاپیسا، پکتیکا، لوگر، پکتیا او خوست ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو اټکل شوی دی.

دغې ادارې اټکل کړی چې په دغو ولایتونو کې به د اورښتونو اندازه له پنځلسو تر دېرشو ملي مترو پورې وي.

د طالبانو حکومت ویلي، د تېرو څو ورځو سختو اورښتونو او سېلابونو له کبله د مړو شمېر تر ۴۰ اوښتی دی.