د اوکراین ولسمشر په باخموت کې د جګړې له لومړۍ کرښې لیدنه وکړه

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلینسکي، د جګړې د لومړۍ لیکې سرتېرو سره


په داسې حال کې چې د اوکراین په ختیځ کې درنې جګړې روانې دي، د دغه هېواد ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پرون په بخموت ښار کې د جګړې د لومړۍ کرښې لیدو ته ورغلی و.

بخموت د دونېڅک سیمې په ختیځ کې پروت دی چې په تېرو ۱۷ میاشتو کې د خونړیو جګړو ډګر و، او روسیې په تېره مې میاشت کې ونیوه.

زیلینسکي پرون (د جولای ۲۹مه) داسې مهال دې سیمې ته تللی و، چې د اوکراین په جنوب کې درنې جګړې روانې دي.

هغه پر ټولنیزو شبکو هغه تصویرونه خپاره کړل، چې دی بخموت ته نژدې له اوکرایني سرتېرو سره یوځای ښيي.

زیلینسکي د اوکراین د ځانګړو ځواکونو ستاینه کړې او د اوکراین لپاره د هغوی خدمت یې اتلولي بللې ده.

د راپورونو له مخې، په دې سیمه کې له څو میاشتو سوکه پرمختګ وروسته جګړې په وروستیو څو ورځو کې زور اخیستی او د اوکراین پوځي چارواکي وايي چې کییف د زاپوریژیا په جنوب کې د خپلو ځوابي عملیاتو د پراخولو په حال کې دی.

د اوکراین سرتېري، د جګړې لومړۍ لیکه

د برېتانیا د استخباراتو ادارې په هغه څېړنه کې چې پرون یې خپره کړه، ویلي چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یې د اوکراین د جنوب په دوو برخو، یعنې د زاپوریژیا په اوریخیوف او د دونېڅک سیمې په ستارومایورسکي ښارونو کې د جګړو تودیدل ثبت کړي دي.

د اوکراین پوځ پرون وویل تېره ورځ د اوکرایني او روسي ځواکونو ترمنځ ۲۷ نښتې شوې وې او د روسیې پوځ د لوهانسک او دونېڅک په ختیځو سیمو کې حملې کړې دي.

د چارواکو په وینا اوکرایني ځواکونه د دونېڅک په مارینکا سیمه کې د روسي د حملو مخنیوي ته دوام ورکوي او د روسیې پوځ خپل ځواکونه د زاپوریژیا او خرسون په سیمو کې ځای پرځای کړي دي.

له بلې خوا د اوکراین پر مرکزي ښار دنیپرو د روسیې له پرله پسې راکټي حملو وروسته د مړو او ټپیانو د ژغورنې او لټون په هدف عملیات پای ته رسېدلي.

د بېړنیوچارو دولتي ادارې اعلان وکړ چې د دوو ماشومانو په ګډون ټول نهه کسان د اوکراین د امنیت د ادارې SBU پر اداري څانګې او د استوګنې پر یوه لوړپوړیزه ودانۍ د روسیې د وروستۍ توغندویي حملې په نتیجه کې ټپیان شوي دي.

ولسمشر زیلینسکي په خپله بېګانۍ وینا کې دا برید د روسیې توغندويي ترور وباله.