پوتین: پولنډ د خپل قلمرو د پراختیا خوبونه ویني

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

وروسته له دې چې پولنډ نن د بېلاروس پولې ته نږدې د پوځي ځواکونو د استولو خبر ورکړ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ناټو دا غړی هېواد تورن کړ چې د پخواني شوروي اتحاد په جمهوریتونو کې د خپل قلمرو د پراختیا خوبونه ویني.

د پولنډ امنیتي کمېټې ویلي چې د روسیې د واګنر ملېشو د احتمالي ګواښ د مخنیوي لپاره یې د چهارشنبې په ورځ د ختیځ خوا ته د سرتېرو د استولو پرېکړه وکړه.

پوتین خبرداری ورکړ چې د روسیې پر ګاونډي او متحد بېلاروس هر راز بلوسل به د ده پر هېواد د یرغل په معنا وي.

پوتین چې د امنیت شورا غونډې ته تلوېزیوني وینا کوله وویل چې مسکو به پر بېلاروس هر اقدام ته پر خپلو ټولو امکاناتو سره ځواب ووايي.

د بېلاروس دفاع وزارت پرون وویل چې د واګنر ملېشو د ناټو د غړي پولنډ له سرحده یوازې څو کیلومتره لیرې د بېلاروسي ځواکونو روزنه پیل کړې.

د پولنډ د امنیتي کمېټې منشي زبیګنیو هوفمان نن وویل چې د بېلاروسي ځواکونو او واګنر ملېشو د ګډو پوځي تطبیقاتو هدف بې له شکه پارونه ده او زیاته یې کړه چې د پولنډ دفاع وزیر پرېکړه وکړه چې د پولنډ له لوېدیځ څخه پوځي قطعې ختیځ ته ولېږدوي.

د پولنډ دفاع وزیر د روانې جولای میاشتې په لومړیو کې ویلي و چې پوځ د دې هېواد ختیځ ته د زرو سرتېرو استول پیل کړي دي.

پولنډ دا هم ویلي و، چې له بېلاروس سره د ګډ سرحد د امنیت د یقیني کولو لپاره پنځه سوه تنه پولیس هم هلته استوي.

د چهارشنبې په ورځ د واګنر مشر ایفګیني پرېګوژین په یوه ویډیو کې په داسې حال کې وښودل شو چې په بېلاروس کې خپلو وسله والو ته ښه راغلاست وايي او هغوی ته وايي چې د اوس لپاره به د اوکراین په جګړه کې ګډون نه کوي، خو زیاتوي چې د بېلاروس سرتېرو ته د پوځي روزنې له ورکولو وروسته خپلې وړتیاوې د افریقا لپاره خوندي وساتي.

د پولنډ او بېلاروس سرحد ته د نژدې سیمو اوسېدونکو د پنجشنبې په ورځ وویل، چې کله د واګنر ډلې ملیشې د بېلاروس د ځانګړو ځواکونو د روزنې په مقصد سیمې ته راورسېدې او د ډزو او هیلیکوپټرو غږونه یې واوریدل نو وېره ورته پیدا شوه چې ښايي د اوکراین جګړه د دوی سیمې ته هم وغځېده.